د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

طالبانو د یوه استاد په ګډون سلګونه بندیان خوشې کړي؛ یو شمېر فعالان لا هم په بند کې دي


احمد فهيم عظيمي لا هم په دې تور بندي دی چې د روبوټ جوړونکو نجونو سره يې له افغانستانه په وتلو کې مرسته کړې وه.
احمد فهيم عظيمي لا هم په دې تور بندي دی چې د روبوټ جوړونکو نجونو سره يې له افغانستانه په وتلو کې مرسته کړې وه.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د لوی اختر په مناسبت د پوهنتون د استاد رسول پارسي په ګډون سلګونه بندیان خوشې کړي، د یو شمېر نورو زنداني فعالانو خپلوان وايي چې په دې اختر کې د خپلو بنديانو خلاصون ته سترګې په لار و.

دا په داسې حال کې ده چې د بېلابېلو برخو یو شمېر نور فعالان اوس هم د طالبانو د حکومت په زندان کې دي.

له دوی څخه یو هم احمد فهیم عظیمي او د هغه همکار صديق‌الله افغان دى، چې د ٢٠٢٣م کال د اکټوبر په ١٧ د کابل ښار له څلورمې ناحيې نيول شوي دي.

د طالبانو حکومت څه موده وړاندې صديق‌الله افغان خوشې کړ، خو احمد فهيم عظيمي لا هم په دې تور بندي دی چې د روبوټ جوړونکو نجونو سره يې له افغانستانه په وتلو کې مرسته کړې وه.

د احمد فهيم عظيمي يوه خپلوان چې نه يې غوښتل د امنيتي ګواښونو له امله یې نوم په راپور کې واخيستل شي، ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د زده کړو د برخې دغه فعال له اسنادو او شواهدو پرته بندي کړى دى.

نوموړي د احمد فهيم عظيمي پر وړاندې د طالبانو د حکومت د محکمې پرېکړه غيرعادلانه وبلله.

هغه وايي: "ایا طالبان کوم اسناد او شواهد لري چې ووایي احمد فهیم عظیمي د رژیم پر ضد ښځې هڅولي دي، که یې لري، نو ولې یې خلکو او رسنیو ته نه وړاندې کوي تر څو چې ټول پوه شي چې احمد فهیم عظیمي په دې تورن دی جې نجونې يې هڅولي چې له افغانستانه ووځي او د افغانستان خلاف يې هڅولي دي؟ هیڅ هم نه لري نو ولې یې په زندان کې ساتلى؟"

تر دې مخکې د احمد فهیم عظیمي خپلوانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو په زندان کې دومره شکنجه شوی او ناوړه چلند ورسره شوی چې پلار یې د ډېر خپګان له مغزي سکتې کړې ده.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له دې وړاندې ويلي وو چې د پوهنې دغه فعال او يو شمېر نور فعالان له اسنادو او شواهدو سره نيول شوي دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

په همدې حال کې یو شمېر فعالان چې د طالبانو په زندانونو کې یې وخت تېر کړی، ادعا کوي چې شکنجه شوي دي.

يوه معترضې مېرمنې چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وويل چې څه موده وړاندې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د خپلو اعتراضونو له امله د طالبانو د حکومت له‌خوا زنداني شوې وه.

نوموړې په زندانونو کې له خپلو سیاسي مخالفینو سره د طالبانو د چلند په اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا عادي خبره ده چې یوه معترضه چې د طالبانو زندان ته لاړه شي، دوی سره هیڅکله د انسان په څېر عمل نه کېږي. باور وکړئ، مونږ دوی موږ ته د فوټبال د توپ په څېر وهلو، ټکولو او شکنجه کولو یې."

د بشري حقونو یوه فعال چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا زنداني شوی و، ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې د طالبانو د حکومت په زندانونو کې د سیاسي بندیانو وضعیت له تدریجي مرګ سره پرتله کړ.

نوموړي، چې نه يې غوښتل خپل هويت په ډاګه کړي، ادعا وکړه چې طالبانو د پلټنو پر مهال له ذهني او جسمي شکنجو له تر ټولو ناوړه ډولونو کار اخیستل کېږي.

د دې ادعاوو او غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم وپوښتل شو، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې ازادي راډیو ته ځواب ورنه کړ.

خو طالب چارواکو تر دې مخکې هم ورته ادعاوې چې د یوناما، بخښنې نړیوال سازمان او نورو ادارو په راپورونو کې شوې وې رد کړې دي.

له دې ټولو سره سره د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د رسول پارسي، د هغه د کورنۍ او یا هم د هغه له وکیل سره د نوموړي د خلاصون د شرایطو او د طالبانو د حکومت په زندان کې د هغه د حال په اړه خبرې وکړو، خو بریالی نه شو.

د پوهنتون استاد او لیکوال رسول پارسي د هغه څه له امله چې ویل کېږي د طالبانو پر حکومت یې نیوکې کولې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې د طالبانو د حکومت له‌خوا ونیول شو او د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د طالبانو حکومت، مقدساتو ته د سپکاوي او د نظام د تخریب په تور په ۱۶ میاشتې بند محکوم کړی و.

طالبان په افغانستان کې له بیاځلي واک تر لاسه کولو وروسته، د ښځو، خبريالانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د اعراض کوونکو او خپلو سیاسي مخالفان په ځپلو تورن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG