د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ د خپل هغه راپور متن خپور کړ چې ټاکل شوې ده د روانې جون میاشتې په اتلسمه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې پرې بحث وشي.
بینېټ په یوه نوي راپور کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړاوي او په منظم ډول د هغو د ځپلو او محرومیت لارې چارې سپړلي دي.
راپور په ګوته کوي چې افغان نجونې د تعلیم او روغتیا په شمول د جنسیت پر اساس ځپل شوي د جبري ودونو، اسارت، او قاچاق په ګډون د استثمارېدو له خطر سره مخامخ شوي دي.
د بینیټ د راپور پر اساس، دا په داسي حال کې ده چې نجونې او مېرمنې د تشدد په وړاندې نه د خپلو کورنیو او نه هم د چارواکو له لوري حمایه کېږي.
په راپور کې راغلي: "هغه نجونې چې د ټولنې په منزوي او کمزورو پرګنو پورې تړاو لري لکه د مذهبي او توکمیزو لږکیو، له لا ډېر زیاتي سره مخامخ کېږي."
د ځانګړي راپور ورکوونکي شننه په ډاګه کوي چې څنګه د طالبانو سیستماتیک تبعیض، جلا کول، او انساني کرامت ته بې احترامي د ظلم یو بنسټیز جوړښت رامنځته کوي.
دا سیستم پنځه اساسي حقونه زدهکړه، کار، د تګ راتګ آزادي، روغتیا، او عدالت ته لاسرسی ردوی او یو داسي د نه منلو چوکاټ رامنځته کوي چې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره مضر دی.
د حقوقي چارو متخصص او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی د بینېټ راپور ته په اشارې وايي، په دې کې شک نه شته چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو د سرغړونو او د قانون د حاکمیت د نشتوالي له کبله د ټولنې مختلفې پرګنې له ډېرو ناخوالو سره مخامخ شوي دي.
ده د مثال په توګه وویل: "د ښځو د تعلیم او کار حق، عادلانه محکمې ته د نه لاسرسي حق او همدا شان صحي خدماتو او نورو ټولنیزو خدماتو ته د نه لاسرسي له حق څخه محرومیت او تر ټولو مهم د ښځو د حقونو په برخه کې د بشري حقونو سرغړونې تر ټولو بدې نمونې دي چې د افغانستان په تاریخ کې تجربه کيږي."
د بشري حقونو شورا په ۱/۵۴ نمبر پرېکړهلیک کې د افغان مېرمنو او نجونو د منظم او سیستماتیک تبعیض او محرومیت په اړه د دې مفصل راپور غوښتنه کړې ده.
د راپور په چمتو کولو کې، ځانګړي راپور ورکوونکي له افغان نارینهوو او ښځو، د بشري حقونو فعالانو، حقوپوهانو، ژورنالیستانو، د پوهنتون استادانو، روغتیایی کارکوونکو، متشبثینو، او نړیوالو حقوقي کارپوهانو سره مشوره وکړه.
دا مشورې هم حضوري وې او هم مجازي یا انلاین چې په ګردي میز بشپړې شوې.
په دې مشورو کې ټولټال ۱۲۸ تنو (۹۵ افغانانو او ۳۳ نړیوالو کارپوهانو) برخه اخیستې وه چې ۱۰۷ یې ښځې، او ۲۰ نارینه وو. ګډونوالو د قومي او مذهبي اقلیتونو او معلولیت لرونکو کسانو په شمول د مختلفو پس منظرونو استازیتوب وکړ.
راپور د اساسي حقونو د انکار متقابل ارتباط په ګوته کړی چې افغانانو په تیره بیا ښځو او نجونو ته د طالبانو پر ځپونکي رژیم غلبه یا ورڅخه تېښته تقریباً ناممکنه کوي.