د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د افغانستان بشري ناورین؛ کاناډا د مرستو استولو بهیر بیرته پيلوي


د کاناډا پارلمان
د کاناډا پارلمان

کاناډا په پام کې لري چې روان میلادي کال له افغانستان سره خپلې هغه پراختیايي مرستې بېرته پیل کړي چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته ځنډول شوې وې.

کله چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، شا و خوا شپږمیاشتې وروسته یې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې اروپايي ټولنې، د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا په خپلو هغو قوانینو کې چې د ټروریزم په باب وو، ځینې بدلونونه راوستل چې له مخې یې افغانستان ته د مرستو رسولو زمینه برابرېږي.

د کاناډا ګلوبل نیوز خبري شبکې پرون شنبه راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳م کال په جون میاشت کې د کاناډا په پارلمان کې له څو ګوندونو جوړې یوې کمېټې له اوتاوا غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د بشري مرستو د بیا پیل لپاره ورته اقدام وکړي.

د کاناډا دولت په هماغه جون میاشت کې اعلان وکړ چې افغانستان ته د بشري مرستو د اسانتیاوو او دغه شان د کډوالۍ د فعالیتونو او نورو دولتي کارونو د لایحې طرحه چې د دغه هېواد د پارلمان له خوا تصویب شوې وه، د شاهي مقام له خوا لاسلیک او نافذ شوه.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په دغه هېواد کې د بشري ناورین د شدت خبرونه زیات شوي
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په دغه هېواد کې د بشري ناورین د شدت خبرونه زیات شوي

د کاناډا د جزا قانون او د ترهګرۍ د تمویل ضد مقررات، د افغانستان په څېر هېوادونو او د ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې سیمو کې د بشري مرستو په چمتو کولو کې د پام وړ محدودیتونه وضع کوي.

اوس د ځینو تعدیلاتو او د سي۴۱ (C-41) لایحې پر بنسټ، مرستندویه ادارو ته اجازه ورکول کېږي، چې افغانستان او نورو هغو سیمو ته چې د ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې دي، بشري مرستې ورسوي.

بشري سازمانونو ویلي، دا د هغو کسانو لپاره یو اوږد ځنډ دی، چې مرستو ته اړ دي او په کار ده کاناډا هم د نورو هېوادونو په څېر د مرستو د رسولو ځنډول شوی پروګرام بیا په چټکۍ پیل کړي.

دا چې کاناډا به له افغانستان سره خپلې پراختیايي مرستې دقیقاً کله پیلوي، څه نه دي ویل شوي خو د کاناډا د عامه خوندیتوب ادارې تېره اوونۍ وویل، د جواز د عملي کولو لپاره هڅې روانې دي.

ملګرو ملتونو په وار- وار په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو په باب خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) بیا په افغانستان کې د خوړو د مرستو په بدل کې د روزنیزو پروګرامونو د پراختیا خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند فلیپ کروف (Philippe Kropf) له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی د روزنې په بدل کې ګډونوالو نارینه او ښځینه وو ته د خوړو او نقدو پیسو مرستې برابروي:

" د WFP د پروګرام د یوې برخې په توګه چې"د روزنې لپاره خواړه" نومېږي، له څو کلونو نارینه او ښځې په ټول هېواد کې د بازارموندنې وړ مهارتونو کې روزو چې دا مهارتونه له دوی سره خپلو کورنیو ته د عوایدو په پیدا کولو کې مرسته وکړي. دا روزنیز پروګرامونه څو میاشتې دوام کوي، چې ګډونوال یې د خپلو کورنیو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره نغدې پیسې هم ترلاسه کوي. نارینه د معمارۍ، خیاطۍ، د موټرسایکل یا د ګرځنده ټلیفون جوړولو په مهارتونو کې روزل کېږي، ښځې د ګلدوزۍ، ګنډلو، د غالۍ د تولید یا د خوړو د پروسس په برخه کې روزل کېږي."

پر ښځو د طالبانو بېساري بندیزونه سبب شوي چې نجونې او ښځې تر بل هر قشر مرستو ته ډېرې مجبورې شي
پر ښځو د طالبانو بېساري بندیزونه سبب شوي چې نجونې او ښځې تر بل هر قشر مرستو ته ډېرې مجبورې شي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي دوی یوازې تېر کال له ۵۵،۰۰۰ نارینه او ښځو سره د دغو مهارتونو د زده کولو په بدل کې مرسته کړې ده.

په افغانستان کې خلک شکایت لري چې کاري فرصتونه ورته برابر نه دي، ځکه نو ګڼې کورنۍ خپل ځوانان مجبوروي، چې د کارونو لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي.

څه کم درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته ګڼو بشري ادارو خپل فعالیتونه محدود کړل یا هم وځنډول، هغه ادارې چې په افغانستان کې فعالې دي شکایت لري چې د بودجې د کموالي له کبله د ټولو اړو کسانو لاسنیوی نه شي کولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG