د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

په ایران او پاکستان کې ځينې افغان کډوال د خپلو لوڼو د زده کړو برخه کې ستونزې لري


Iran - A girl school in Tehran, undated
Iran - A girl school in Tehran, undated

په ایران او پاکستان کې یو شمېر کډوالې افغان کورنۍ وايي چې د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره په دغو هېوادونو کې د کډوالۍ ستونزومن ژوند تېروي.

په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ته د دوی د کډوالۍ یو لوی لامل دا دی چې د دوی لوڼې تر شپږم ټولګي پورې له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې هېوادونو کې د ګډوالې سختې ستونزې ګالي تر څو لوڼې او خویندې یې زده کړې وکړي.

په ایران کې یو تن افغان کډوال محمد علي فقیرزاده ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو لوڼو د راتلونکي او برخلیک له امله اړ شو چې خپل ټول مالونه په افغانستان کې وپلوري او ایران ته کډوال شي.

هغه وايي: "موږ يو څه جايداد او دوه نومرې مځکه وپلورله او ایران ته راغلو تر څو زما د اولادونو راتلونکې خراب نه شي، له ډېرو ستونزو سره سره مې يوه لور په اتم بله په دوهم او درېیمه په لومړي ټولګي کې شامله کړه، دوی ټول په دولتي ښوونځي کې زده کړې کوي."

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت یو افغان کډوال حاجي میرویس وايي چې لور یې په افغانستان کې د اووم ټولګي زده کوونکې وه، خو هلته یې دا نه شول زغملای چې د لور برخلیک دې خراب شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "یوه لویه ستونزه چې موږ یې کډوالۍ ته اړ کړو هغه له زده کړو زما د لور بې برخې توب وو، ځکه ما احساس کاوه چې د هغې رواني حالت ورځ په ورځ خرابېږي، بالاخره موږ د کډوالۍ ستونزو ته غاړه ورکړه او راغلو، اوس زما لور کولای شي خپلو زده کړوته دوام ورکړي."

د فرشتې قاري زاده په نوم یوه مور چې څو لوڼې لري او د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډواله شوې وايي دغه هېواد ته د دې لپاره راغلې چې لوڼې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه وايي: "زه د خپلو لوڼو د یوه روښانه راتلونکې هڅه کوم، ، یوه لور مې په اووم ټولګي کې ده او بلې یې سږ کال دولسم ټولګی پای ته ورسوه، زه ډېره خوشحاله یم چې دلته راغلی یو او لوڼې مې زده کړې کوي، په افغانستان کې له بده مرغه د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې بندې دي."

خو په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ چې نه شي کولای له دې هېواده ووځي وايي د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي اتل ازادي راډيو ته وویل: "یوه یې په اووم ټولګي کې او بله یې په لسم ټولګي کې وه، دواړه په خپلو ټولګیو کې اولنمره ګانې وې، خو له بده مرغه له زده کړو راوګرځول شوې او اوس سختې اندېښمني دي او رواني ستونزې ورته پیدا شوي دي، موږ نه شو کولای له هېواده بهر لاړ شو هر مور او پلار ارمان لري چې اولادونه یې زده کړې وکړي خو زه دا توانايي نه لرم."

د کابل اوسېدونکی عبدالمهدي هم ورته اندېښنه لري.

هغه وايي: "له څو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې تړل شوې دي. زما لور په نهم ټولګي کې وه، موږ راتلونکې ته ډېر اندېښمن یو چې څه به کېږي."

دغه کورنۍ د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لیرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي تر پوهنتونه د نجونو او ښځو په وړاندې د زده کړو هر ډول دروازې تړلي دي.

که څه هم په پاکستان او ایران کې که څه هم افغانۍ کورنۍ د خپلو لوڼو او خویندو د زده کړو د دوام له امله خوشحاله دي خو وايي، دا چې دواړو هېوادونو کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د ستنولو لړۍ چټکه شوې، دې اقدام اندېښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د نوي راپور له مخې، په پاکستان کې په اپریل میاشت کې د تېرې مارچ میاشتې په پرتله د کډوالو نیول دوه چنده شوي دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو نه تر یو نیم میلیون ډېر بې اسناده افغان کډوال ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG