د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

له زده‌کړو محرومې ځینې افغان نجونې: په جبري توګه واده او کوژدې ته اړ ایستل شوي یوو


ارشیف: په کابل کې له زده‌کړو یوه محروم کړای شوې نجلۍ. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې له زده‌کړو یوه محروم کړای شوې نجلۍ. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

له زده‌کړو محرومې یو شمېر افغان نجونې وایي، د ښوونځیو د بندېدو وروسته یې کورنیو په جبري توګه واده او کوژدې ته اړ ایستلې دي.

د میدان وردګو ولایت د میدان ښار اوسېدونکې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل نږدې دوه کاله وړاندې کله چې له شپږم ټولګي فارغه شوه او اووم ټولګي ته د طالبانو حکومت له لوري د لګول شوي بندیز له امله ښوونځي ته له تګه محرومه شوه، په څوارلس کلنۍ یې د کورنۍ له لوري ۳۷ کلنه سړي ته واده شوه.

هغې وویل: "کله چې ښوونځي بند شول زه کوچنۍ وم، یعنې په اووم ټولګي کې وم، په موږ ډېر بد (اقتصادي)حال راغی، ما ته رواني ستونزې پیدا شوې، لږ ناروغه هم وم، له هغه وروسته (کورنۍ مې) زه یو سپین‌ږیري سړي ته نکاح کړم، اوس دوه ماشومان لرم."

د دې نجلۍ د عمه لور فریدې ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې د سختو اقتصادي ستونزو له امله د اته لکو افغانیو ولور په بدل کې یاد کس ته ورکړې ده.

هغه وايي: "ماما مې یعنې د دې نجلۍ پلار دا تقریباً ۳۷ کلن سړي ته ورکړه، زما د ماما لور ډېر رایباران هم درلودل، خو پلار یې ځکه دغه سړي ته ورکړه چې هغوی ډېر شتمن وه، اته لکه افغانۍ ولور یې پرې واخیست، پلار یې ډېر غریب وه، بس څه به ووایو ماما مې هم مجبور وه، اقتصادي ستونزې یې ډېرې وې."

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د یوه ښوونځي زده کوونکې.
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د یوه ښوونځي زده کوونکې.

خو دا کیسه یوازې په میدان وردګو کې نه بلکې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې ورته کیسې روانې دي.

د کابل ښار اوسېدونکې او د اتم ټولګي زده کوونکې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره مرکه کې وویل پنځلس کلنه وه چې له ښوونځي محرومه شوه او د کورنۍ له لوري په جبري توګه ۳۰ کلن سړي ته کوژده شوې ده.

هغه وايي: "په کوژدې کې زما رضایت نه وه کورنۍ راباندې فشارونه راوستل او مجبوره یې کړم، هغه ( کوژدن) مې دېرش کلن دیاو زه اوس فعلاً اوولس کلنه یم، هیڅ چاره مې نه درلوده، زښته زیات یې راباندې فشارونه راوستل، کورنۍ مې ویل چې ښوونځي نه‌شته، کار یا بله بوختیا نه لرې باید کوژده او واده وکړې."

د کابل ښار یوه اوسېدونکې او له زده کړو محرومه یوه نجلۍ وايي: که څه هم زه دې له کوژدې هیڅ خوشحاله او راضي نه یم د کورنۍ لپاره مې مجبوره یم چې ځان ښه وښیم او هغوی(خسرګنۍ) سره مې ښه چلند وکړم. د راتلونکې لپاره مې ډېر ارمانونه وه چې ښوونځی او درسونه به مې خلاص کړم او ډاکتره به شم، خو داسې ونه شول.

د کابل ښار دا اوسېدونکې زیاتوي: "ما ډېره هڅه وکړه چې دا کار ونه شي، خو ډېره یې مجبوره کړم، څه وکړم کورنۍ مې ده نو څه کولای نه شم. زموږ اقتصادي وضعیت هغه مهال هم ښه نه وه او اوس ښه نه دی، که څه هم زه دې له کوژدې هیڅ خوشحاله او راضي نه یم د کورنۍ لپاره مې مجبوره یم چې ځان ښه وښیم او هغوی(خسرګنۍ) سره مې ښه چلند وکړم. د راتلونکې لپاره مې ډېر ارمانونه وه چې ښوونځی او درسونه به مې خلاص کړم او ډاکتره به شم، خو داسې ونه شول. زما خبره کورنیو ته دا ده چې لطفاً هر ډول شرایطو سره چې مخ هم یئ لوڼې مو جبري ودونو ته مه مجبورئ."

د دې په خبره، کوژدن یې یوازې ښوونځی لوستی او دا مهال پر لاس ګاډي(کراچۍ) کار کوي.

د کندهار ولایت اوسېدونکې تمنا وایي، د د لسم ټولګي زده کوونکې وه چې طالبانو له شپږم ټولګیو پورته د نجونو ښوونځیو کې پر زده کړو بندیز ولګاوه.

دا وایي، یو کال وړاندې په اولس کلنۍ کې واده شوې، خو دواده لپاره یې رضایت وه.

هغه وايي: "اقتصادي ستونزه مو نه وه، خو اوسنیو حالاتو ته په کتو مې کورنۍ وویل چې واده وکړه، نو ما هم هوکې کړه. مخکې له واده او کله چې ښوونځي نه وه بند شوي دا هیله مې درلوده چې خپلې زده کړې به پای ته ورسوم او خپلې هیلې به پوره کړو، خو له بده مرغه داسې ونه شول. له زده کړو محرومو نجونو کورنۍ دې خپلو لوڼو ته په کور کې یا نورو لارو د زده کړو زمینه برابره کړي، که چېرې کوم ځای ورته زمینه برابرېږي دوی دې خپلې لوڼې له زده کړو نه راګرځوي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو ټولو نجونو له کورنیو سره هم خبرې وکړي، خو ځینو سره په خبرو ونه توانېد او ځینو کورنیو له خبرو کولو ډډه وکړه.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، له تېرو نږدې درېیو کلونو(۱۰۰۰) ورځو راهیسې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، خو د دې بندیزونو نورې پایلې څه کېدای شي؟

د بشري حقونو ځینې بنسټونه او د ښځو د حقونو فعالانې له قانوني عمر وړاندې او په اجباري توګه د ښوونځیو زده کوونکو نجونو ودولو په اړه ازادي راډیو سره اندېښنې مطرح او ویې وویل چې دا به نه یوازې دغو نجونو بلکې د ټول افغانستان راتلونکي ته خطرناکه او اندېښمنونکي مسئله وي.

له دې ډلې د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د سازمان او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "طبعاً موږ هم په افغانستان کې د خپل څار په نتیجه کې دې ته متوجې شوي یو چې د نجونو د زده کړو بندېدو پر نجونو او بیا د کم عمر لرونکو او ماشومو نجونو پر ژوند یې اغېز کړی او له وخت وړاندې یې د دوی اجباري ودونه زیات کړي. دا وحشتناکه ده، هم دغو نجونو لپاره چې ودونو ته مجبورېږي او د افغانستان لپاره هم خطرناکه ده، ځکه اوس په ښوونځیو کې د نجونو نشتون د دې لامل کېږي چې بیا موږ په راتلونکي کې په پوهنتونونو کې نجونې ونه لرو، روغتیايي او بشري ښځینه کارکوونکې ونه لرو."

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

د ښځو د حقونو افغان فعاله نسیرین حمیدي بیا له قانوني عمر وړاندې او په اجباري ډول د نجونو د ودونو په اړه وایي: "هر څومره چې دا ډول ناوړه دودونه عملي کېږي، په هماغه اندازه په ټولنه کې تاوتریخوالی زیاتېږي چې په کورنیو اړیکو کې هم ستونزې پېښوي. په کم عمر کې نجلۍ ودول ډېرې بدې پایلې لري، له زده کړو محرومېدل، په ماشومتوب کې مور کېدل، له کوره تېښته او همداسې ګڼې نورې ستونزې رامنځته کولای شي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو نجونو او ښځو د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندې یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د بیاځلې واکمنېدو وروسته، د شاوخوا ۵۰ فرمانونو په صادرولو، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه او بندیزونه ولګول چې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز یو له دغو فرمانونو دی.

د نجونو پر زده کړو او پر ښځو د کار، له محرم پرته د سفر، سینګارتونونو کې د فعالیت، پارکونو او ورزشی کلپونو ته یې پر ورتګ بندیزونه هغه څه دي چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو، د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې، خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو په وار وار ادعا کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

که څه هم سږ کال د کومې ادارې له لوري له وخت وړاندې او په اجباري توګه د نجونو د ودولو په اړه مشخصاً کومې شمېرنه دي خپرې شوي، خو د طالبانو د حکومت د احصائیې اومعلوماتو ادارې، په ۲۰۲۲م کال کې د څو شاخصونو کلستر په سروې کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف په همکارۍ او مالي ملاتړ ترسره شوې، ويل شوي وو چې په ټول افغانستان کې ۳۸.۹ سلنه نجونې چې له ۱۸کلونو کم‌ عمر لري متاهلې دي.

بلخوا د روادارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان د تېر۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې د۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۶مې نېټې نه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر تر ۱۶مې پورې جبري ودونه، له ماشومانو جنسي استفاده، د سرغړونکو ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی، د طالبانو له‌خوا د کم عمره نجونو سره ودونه، په دیني مدرسو کې د ماشومانو جنسي ځورونه، د پوځي سرتېرو په توګه له ماشومانو کار اخیستل، په ماشومانو کې د ځان وژنې هڅې، په ښوونځیو کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند هغه موارد بلل شوي وو چې په خبره یې له امله یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ماشومانو له سیاسي او مدني حقونو څخه د سرغړونو کچه لوړه شوې ده.

طالبانو هغه مهال دا راپور رد کړی وه.

خو له دې وړاندې پر نجونو د زده کړو له بندیزونو وضع کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف او دماشومانو د ژغورنې سازمان یا "سېف د چلډرن" په ګډون وخت په وخت بېلابېلو نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو له وخت وړاندې او په جبري توګه د وړ نجونو د ودولو تر څنګ د دوی د حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې مطرح کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG