د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

له زده‌کړو محرومېدونکې مسکا خوځون: ډېرې لويې هيلې لرم، غواړم سوداګره شم


ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

د شپږم ټولګي يوه زده‌کوونکې مسکا خوځون د طالبانو د حکومت له‌خوا د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله راتلونکی کال له زده‌کړو بې برخې شي.

مسکا خوځون یوه ۱۱ کلنه نجلۍ چې په دې ورځو کې د میلیونرې کېدو خوبونه ویني.

مسکا د ښوونځي په شپږم ټولګي کې ده.

هغه له لومړي ټولګي تر اوسه په عالي درجه کې او ښايي دا به د مسکا وروستی کال وي چې ښوونځي ته ځي، ځکه که د طالبانو د حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي، راتلونکی کال به د هغې د زده‌کړو خوبونه د زرګونو نورو افغان نجونو په څېر د ښوونځیو د تړلو دروازو تر شا خاورې شي.

مسکا وايي، غوښتل یې چې د زړه جراحه شي، خو اوس ورته ناشوني ښکاري.

مسکا خوځون وايي: زه مې بيا له خپلې مور څخه پوښتنه کوم چې که دا ښځینه ډاکترانې زړې شي، نورې ښځینه ډاکترې به له کومه شي؟

هغې وویل: "دا زما لپاره ډېره ځورونکی ده، ځکه کله موږ ښوونځي ته ځو، زه او ټولګیواله مې په وروستي ساعت کې ژاړو چې موږ نور ښوونځي ته نه شو تللای او موږ نور یو بل نه شو لیدلی. زه مې بيا له خپلې مور څخه پوښتنه کوم چې که دا ښځینه ډاکترانې زړې شي، نورې ښځینه ډاکترې به له کومه شي؟"

خو مسکا په ځوانه ځوانۍ کې کې لوړ فکرونه لري.

په آنلاین پوهنتون کې د یو کلن آنلاین سوداګرۍ د روزنې کورس له پوره کولو وروسته، هغه اوس په يو ډېر لوى انلاين شرکت آمازون کې کار کوي.

هغې وویل: "زه ډېرې لويې هيلې لرم، زما یو لوی خوب دا و چې زه جراحه ډاکتره شم، مګر اوس زما هيله بدله کړه او زما ټوله هیله آنلاین سوداګرۍ ده او زه غواړم سوداګره شم."

مسکا وايي، د هغه بې سوادي په دې مانا ده چې د افغانستان راتلونکی نسل به بې سواده پاتې شي.

مسکا زیاتوي، د یوې نجلۍ بې سواديه پاتې کېدل د ټولنې د فلج کېدو لامل کېږي او ټولنې ته ناسالمه اولاد وړاندې کوي.

مسکا د طالبانو له حکومته غواړي چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

نوموړې همدا راز له افغان نجونو چې له لوړو زده کړو پاتې دي، غوښتي چې هيلې له لاسه ورنه‌کړي او د خپلې پوهې او مهارتونو د ودې لپاره له هر فرصت څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۰۰۰ ورځې مخکې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د خپلې واکمنۍ له بيا ځلي پیل سره په خپلو لومړيو بنديزونو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

که څه هم طالبانو په وار وار ویلي چې د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په کړنلارې په جوړولو بوخت دي او دې برخه کې د خپل مشر امر ته په تمه دي، خو د پوهنې فعالین دا څرګندونې بهانې بولي.

د پوهنې یوه فعال ابراهیم شینواري ازادي راډيو ته وویل: "په دې اداره کې داسې کسان هم شته چې د شريعت له مخې د نجونو د زده‌کړې اجازه نه ورکوي او له دې کار سره سخت مخالف دي، له بلې خوا د دې احتمال شته چې دوی (طالبان) د دې کار لپاره سياسي دليل ولري او سياسي کړنې له مخې امتيازات غواړي امتیازات د کړنلارې مسئله یوه بهانه ده، کړنلارې په یو ساعت یا یوې ورځ کې جوړېږي، په دې موده کې به په زرګونه کړنلارې به جوړې شوې وې، دا دليل نه‌شي کېدى."

د پوهنې فعال ابراهیم شینواری
د پوهنې فعال ابراهیم شینواری

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نظر هم واخلي، خو بريالي نه‌شو.

تر دې مخکې د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Wome) ویلي وو چې افغانستان د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره چې له ښوونځیو بې برخې دي د "نجونو د هیلو په هدیره" بدل شوی.

طالبانو ښوونځیو ته د نجونو د تګ د منع کولو سربېره، ښځې په ډیرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو هم راګرځولي دي.

طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو د دوی دا ادعا د ښځو او نجونو په ګډون اکثره افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه ده.

د "زده‌کړې په تمه نه پاتې کېږي" په نوم د ملګرو ملتونو د یوې ادارې شمېرنې له مخې چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې خپره شوې راغلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۸۰٪ یعنی ۲.۵ میلیونه مستحقې نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG