د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

افغانستان کې د ښځو ناوړه وضعیت؛ ښځینه فعالانو پر طالبانو د نور فشار راوړلو غوښتنه وکړه


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د ښځو د حقونو فعاله او پخوانۍ ډیپلوماته نظیفه حقپال وايي، ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه په افغانستان کې له داسې نظام سره مخامخ دي چې هېڅ ډول جوړجاړي ته غاړه نه‌ږدي.

مېرمن حقپال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په کار ده پر طالبانو له نورو لارو فشار راوستل شي چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې خپل دریځ نرم کړي.

حقپال وايي: فکر کوم نړۍ او ملګري ملتونه باید پر نورو میکانیزمونو کار وکړي چې پر طالبانو فشار راولي او د افغان ښځو په هکله د دوی پالیسي بدله کړي.

هغه وايي: "فکر کوم ملګري ملتونه او نورې ادارې د خپل وس په چوکاټ کې خپل کار کوي، خو ستونزه دا ده، دوی په افغانستان کې له داسې مستبد رژیم سره مخامخ دي چې پر دوی د افغانستان او نړۍ اعتراض کوم تاثیر نه لري. فکر کوم نړۍ او ملګري ملتونه باید پر نورو میکانیزمونو کار وکړي چې پر طالبانو فشار راولي او د افغان ښځو په هکله د دوی پالیسي بدله کړي."

د ښځو یوې بلې فعالې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر فعالانو ډول ډول محدودیتونه لګول شوي او د دوی ټلیفوني اړیکې هم څارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې چې پرون یې پر خپله ایکس‌پاڼه خپور کړی ویلي چې د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ژوند پر ټولو اړخونو ناوړه اغېز کړی دی.

په ۹ مخونو کې دغه برابر شوی راپور وايي، د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز د دې سبب شوی چې تر وخت مخکې د نجونو ودول ۲۵ فیصده، تر وخت مخکې د ماشومانو زېږون ۴۵ فیصده او د میندو احتمالي مړینه ۵۰ فیصده زیاته شي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه. له هغې مخکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه. له هغې مخکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، دغه راپور یې د کډوالۍ نړیوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما په مرسته برابر کړی او له ۲۰۲۲م کال څخه نیولې تر روان ۲۰۲۴م کاله پورې په ټولو ولایتونو کې له څه باندې ۷۰۰ ښځو سره د مرکو پر اساس برابر شوی دی.

طالبانو، څه کم درې کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د ښځو او نجونو د زده کړو او کار تر څنګ پر دوی ډول- ډول نور محدودیتونه لګولي دي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مک‌کال، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو ظالم ځای بللی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مک‌کال
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مک‌کال

هغه د امریکا له حکومت او متحدانو غوښتنه کړې وه چې پر طالبانو فشار راولي، څو د افغانانو د حقونو له سرغړونو لاس واخلي.

طالبانو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړي، د نجونو او ښځو پرمخ یې د پوهنتونو دروازې تړلي، ښځې په اکثرو دولتي ادارو، په ملي او نړیوالو بنسټونو دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې کار نه شي کولی او په وروستي مورد کې یې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG