د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د طالبانو د تر واک لاندې المپیک کمېټې د تحریم غوښتنه؛ « طالبان باید ښځې ورزش ته پرېږدي»


یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې - ارشیف
یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې - ارشیف

د پاریس په کوربه توب د ۲۰۲۴ کال المپيکي لوبو ته شاوخوا سل ورځې پاتې دي، خو د حقونو یو شمېر فعالان او پخوانۍ ورزشکارانې د طالبانو تر کنټرول لاندې المپيک کمېټې د تحریمولو غوښتنونکې دي.

له دې ډلې یوه هم د اتن د ۲۰۰۴ کال په المپيک کې د افغانستان لوبغاړې فریبا رضايي ده.

رضايي چې دمګړۍ کاناډا کې اوسیږي وایي طالبانو د ښځو حقونو تر پښو لاندې کړي او په داسې شرایطو کې د دې په خبره اړینه ده چې د دوی تر کنټرول لاندې المپیک کمېټه په المپيکي سیالیو کې له ګډونه راوګرځول شي.

فریبا رضایي په دې تړاو رویټرز اژانس ته ویلي:

" د طالبانو په اړه ګڼو شواهدو او حقایقو ته په کتو چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي او د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په وړاندې ځپونکی چلند لري هغوی ډېر زیات خطرناکه دي. که چېرته د المپيک نړیواله کمېټه هغوی ته اجازه ورکړي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپيکي لوبو لپاره اروپا ته راشي دا د اروپا د خلکو لپاره ډېره خطرناکه ده."

خالده پوبل، د افغانستان د فوټبال پخوانۍ لوبغاړې - ارشیف
خالده پوبل، د افغانستان د فوټبال پخوانۍ لوبغاړې - ارشیف

رضايي وايي د المپيک نړیواله کمېټه دې افغان نجونې د کډوالو په ټیم کې شاملې او المپیک کې د ګډون اجازه ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یا د المپيک کمېټې چارواکو د رضایي او د ورته نورو غوښتنو په تړاو څه تبصره نه ده کړې.

د المپيک نړیوالې او اسیايي کمېټې تر دې مخکې په ځینو لوبو او ټورنمنټونو کې د طالبانو د المپيک چارواکي نه دي ورغوښتي. یواځې د کمېټې ځينې مرستیالان لکه: باور هوتک، داد محمد پاینده چې پخوا هم په المپيک کې وو لوبو ته ورغلي. په دې سربېره د پخواني جمهوري نظام پر مهال د المپیک د ملي کمېټې رییس حفیظ ولي رحیمي په اسیايي المپيک کې چې تېر ۲۰۲۳ کال د چین په هانګژو کې وشوې، د افغانستان په استازولۍ له بهره ور بلل شوی وو.

تر فریبا رضايي مخکې د بشري حقونو د څار سازمان هم د المپيک له نړیوالې کمېټې غوښتي چې د افغان مېرمنو پر ورزش د طالبانو د بندیزونو له امله د افغانستان د المپیک ملي کمېټه (NOC) تحریم کړي.

دغه سازمان تېره پنجشنبه د اپرېل ۱۱ د یوه راپور په خپرولو ټینګار وکړ دا محدودیت باید تر هغې د افغانستان د المپیک په ملي کمېټه چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، دوام وکړي چې ښځې او نجونې په ورزش کې د ګډون حق ولري.

طالبانو پر نجونو او ښځو د نورو بندیزونو تر څنګ، دوی له ورزش کولو هم منع کړې دي
طالبانو پر نجونو او ښځو د نورو بندیزونو تر څنګ، دوی له ورزش کولو هم منع کړې دي

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته ښځو او نجونو باندې د نورو محدودیتونو تر څنګ د ښځو په ورزش کولو هم بندیز ولګاوه. د دغو بندیزونو په سبب ګڼې افغان ورزشکارانې له هېواده وتښتېدې او ځینې یې وتوانېدې په نورو هېوادونو کې په سیالیو کې برخه واخلي.

د المپيک نړیوالې کمېټې بیا ویلي چې دوی له طالبانو سره په تماس کې دي او هغوی یې هڅولي چې د نجونو پر ورزش او حقونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي. د المپیک په نړیواله کمېټه کې د المپیکي کمېټو اړیکو او اتحاد مسوول جېمز مکلوډ رویټرز سره په خبرو کې زیاته کړې:

" د المپیک نړیوالې کمېټې اجرایي بورډ د افغان المپيک ملي کمېټې د تعلیق یا نه تعلیق په تړاو بیلابیل نظرونه اورېدلي. خو دا حقیقت هم ګوري چې د المپیک نړیواله کمېټه په دې باور نه ده چې د افغان ورزشکارانو د ټولنې منزوي کول دې په اوسني وخت کې یو ښه اقدام وي."

ځینو هېوادونو بیا د افغان نجونو په وړاندې د ورزش د بندیزونو په سبب یو لړ ګامونه اخیستي. له دې ډلې د افغانستان د کرکټ له ملي ټيم سره تېر کال د اسټرالیا د ټېسټ لوبې او سږ کال د شل اووریزو سیالیو لغوه کېدل د پام وړ دي. دغه ګام د یو شمېر افغان کرکټرانو کلکې نېوکې پارولې وې.

طالبان چې دا دی د واکمنۍ یې شاوخوا دوه نیم کاله کېږي د نجونو د ښوونځیو، پوهنتونو، کار او ټولنیزو فعالیتونو تر څنګ د ورزش په اړه له محدودیتونو او بندیزنو نه دي تېر شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG