د بشري حقونو د څار سازمان د المپیک له نړیوالې کمېټې یا "آیاوسي" غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک پر ملي کمېټې د ښځو پر ورزش د محدودیت له امله بندیز ولګوي.
یاد سازمان د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتي چې د افغان مېرمنو پر ورزش د طالبانو د بندیزونو له امله د افغانستان د المپیک ملي کمېټه تحریم کړي.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو ټینګار وکړ چې دا محدودیت باید تر هغې د افغانستان د المپیک په ملي کمېټه چې د طالبانو لهخوا اداره کېږي، دوام وکړي چې ښځې او نجونې په ورزش کې د ګډون حق ولري.
په راپور کې زیاته شوې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د المپیک نړیوالې کمېټې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک له ملي کمېټې سره مالي مرسته کړې.
د دغه سازمان په ټکو، د طالبانو د لومړې واکمنۍ په یوه برخه کې هم د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۳م کلونو ترمنځ د افغانستان د ملي المپیک کمېټه په سیالیو کې د ښځو د ګډون د بندیز له امله د المپیک د نړیوالې کمېټې لهخوا تحریم شوې وه او د افغانستان ټیمونو د المپیک په نړیوالو سیالیو کې د ګډون حق نه درلود.
دا راپور چې د افغانستان، مالي، هایتي او جاپان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې "د ښځو ورزشکارانو پر وړاندې د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي اسناد" تر پوښښ لاندې راولي، په ورزش کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي لپاره چمتو شوی دی څو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شي.
د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې زیاته کړې، له هغو افغان ورزشکارانو سره د مرکو پر بنسټ چې په افغانستان کې پټې دي او یا په نورو هېوادونو کې کډوالې دي، ډېری ښځینه ورزشکارانې چې په جلاوطنۍ کې دي د افغانستان د ملي لوبډلې په توګه د په رسمیت پېژندلو غوښتونکي دي.
په همدې حال کې په اروپا کې یوه افغانه ورزشکاره او د افغانستان د سوکوهنې یا بوکسېنګ د ملي لوبډلې پخوانۍ غړې سعدیه برومند وايي چې د روزنې او په ورزشي سیالیو کې د ګډون لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړې ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان د المپيک پر ملي کمېټې د مالي محدوديتونو لګول به د بندیزونو په لرې کولو کې ډېر اغېزمن نهوي.
هغه زیاتوي: "دوی کولای شي له هېواده بهر د کډوالو یو ټیم جوړ کړي او د هغوی ملاتړ وکړي څو لږ تر لږه هغه کسان چې تمرین کوي او کولای شي سیالیو کې ګډون وکړي، سیالیو ته ولېږي او کله چې د افغانستان وضعیت ښه شي نجونۍ وکولای شي له لومړنۍ کچې پیل وکړي او ملي ټيم ته راشي."
د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو تر څنګ د ښځو په ورزش کولو هم بندیز ولګاوه چې ځینې یې په افغانستان کې دي او ځینې یې له هېواده وتلي او په دې توانېدلي چې په انفرادي ډول په نورو هېوادونو کې په سیالیو کې ګډون وکړي او لاسته راوړنې ولري.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په زرګونه ښځې او نجونې د ورزش له حقه محرومې شوې او طالبانو لوبغاړي له تاوتریخوالي سره مخ کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړه چې له دې وروسته یو شمېر ښځینه افغان ورزشکارانې پټې شوې او هڅه یې وکړه چې د هغوی د مډالونو او ورزشي جامو په ګډون د ورزش اړوند شواهد لهمنځه یوسي.
د بشري حقونو د څار سازمان په دې راپور کې د ښځينه ورزشکارانو د جنسي ځورونې د قضیو په اړه هم بحث کړی او د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پخواني رییس کرام الدین کریم لهخوا د یو شمېر ښځینه ورزشکارانو د جنسي ځورونې د قضیې په نه تعقیبولو انتقاد کړی او لیکلې یې دي، کریم هیڅ کله له دې امله نه دی نیول شوی.
کرام الدین کریم پر ده لګېدلي تورونه بې بنسټه وګڼل، خو د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د یو میلیون ډالرو جریمې لګولو ترڅنګ د فوټبال اړوند هر ډول فعالیتونو کې یې هغه له ګډونه منع کړ.
کریم د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان فوتبال د ښځينه ملي لوبډلې پر یو شمېر غړو په جنسي ځورونې تورن او د تعقیب لاندې و.