د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

یو شمېر ورزشکارانې: د طالبانو لخوا له ورزشي ادارو ایستل شوې او ګڼو ستونزو سره مخ یوو


له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د شنبه‌های ارغواني په نوم غورځنګ یو شمېر اعتراض کوونکو ښځینه ورزشکارانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه سرپټي ځای کې اعتراض وکړ او د ښځینه ورزشکارانو د ستونزو د هواري غوښتنه یې وکړه.

هغوی د مارچ اتمې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په درشل کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته ښځې د ورزشي له ادارو څخه ایستل شوي او اوس په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ياد شوي غورځنګ مسوولې مریم معروف اروين ازادي راډيو ته وویل:

"د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته، په تېرو نږدې درې کلونو کې افغاني ټولنه کې یو له ډېرو زیان منونکو له ډلې ښځینه او نجونې ورزشکارانې دي، چې لویه برخه یې په ایران، پاکستان او له بده‌مرغه په افغانستان کې بندې پاتې دي. دوی له امنیتي ګواښونو، د طالبانو له ګواښونو، کورني تاوتریخوالي، اجباري ودونو او د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه له نا هيلۍ څخه کړيږي."

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ غړو په خپله اعلاميه کې په افغانستان، ایران او پاکستان کې بند پاتې ښځینه ورزشکارانو ته د بشردوستانه ویزو د ورکولو غوښتنه هم کړې.

دوی دغه شان د فوټبال له نړیوال فدراسیون (فیفا) او د المپیک له نړیوالې کمېټې وغوښتل چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د بدني روزنې پر ریاست او ورزشي فدراسیونونو فشار راوړي چې د ښځينه ورزشکارانو لپاره د ورزش او په سیالیو کې د هغوی د ګډون زمینه برابره کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، ښځې له نورو ورزشونو څه چې ان پارکونو ته د قدم وهلو لپاره د تلو اجازه هم نه لري- ارشیف
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، ښځې له نورو ورزشونو څه چې ان پارکونو ته د قدم وهلو لپاره د تلو اجازه هم نه لري- ارشیف

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان د ورزشي ادارو چارواکو تازه د ښځو او نجونو د ورزش په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې د مناسب چاپېریال له برابرولو وروسته به ښځینه ورزشکارانو ته د فعاليت اجازه ورکړل شي.

په همدې حال کې یو شمېر ښځينه ورزشکارانې چې په افغانستان، ایران او پاکستان کې ژوند کوي، ازادي راډیو سره يې د خپلو ستونزو په اړه خبرې کړي.

له‌دې ډلې، روینا چې د جوجیتسو ورزشکاره ده او اوس هم په افغانستان کې ژوند کوي، وویل:

"له‌دې امله چې موږ ورزش نه‌شو کولی، دې کار زموږ پر مورال ډېر اغېز کړی دی. په لومړي سر کې کله چې زموږ کلب وتړل شو، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شو. زه ناهيلې یم چې هیچا زموږ ملاتړ نه‌دی کړی او زموږ اقتصاد هم ښه نه‌دی، چې وکولی شم بهرني هېواد ته ولاړه شم."

يوه بله ښځينه ورزشکاره چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې ياد شي وايي، دوه مياشتې کېږي چې له افغانستانه وتلې او ايران ته تللې ده.

نوموړې له افغانستانه د وتلو د لامل په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زما یوازینۍ هیله دا وه چې وکولای شم د ورزش برخه کې پرمختګ وکړم، خو زه ډېره خفه وم، زما هیڅ څه نه خوښېدل، زه همېشه د کور په يوه کونج کې ناسته وم، دا وضعيت زما لپاره ستونزمن و او موږ تر اوسه تمرين نه‌دی کړی."

د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې افغان نجونو او ښځو په ورزشي برخه کې هم پراخې لاسته راوړنې لرلې - تصویر له ارشیفه
د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې افغان نجونو او ښځو په ورزشي برخه کې هم پراخې لاسته راوړنې لرلې - تصویر له ارشیفه

آرزو احمدي، د جیوجیټسو ورزشکاره چې له دریو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي وايي چې په کډوالۍ کې له نامعلوم برخلیک سره مخ ده:

"موږ په پاکستان کې له تمريناتو څخه ليرې یو، ځای او اسانتیاوې نه‌شته، زه نه‌شم کولی چې د کلب فيس ورکړم، د ناڅرګند ژوند او راتلونکي سره مخ يو، زه د المپيک له نړيوالې ادارې څخه غوښتنه کوم چې مهرباني وکړئ زما په څیر مېرمنو او هغه چې موږ سره په يوه کتار کې دي، مرسته وکړئ."

افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې هغوی، پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو تر څنګ د ښځو پر ورزش هم بندیز ولګاوه، چې په دې سره یو شمېر ښځینه ورزشکارانې له افغانستانه ووتلې، خو يو شمېر یې لا هم په خپل هيواد کې له بې‌برخليک وضعيت سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG