د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د چین اسیایي سیالۍ؛ د افغانستان د ښځینه وو والیبال لوبډلې ورته چمتووالی پیل کړی


د افغانستان د ښځینه وو د والیبال لوبډله په چین کې د تمریني سیالیو پر مهال
د افغانستان د ښځینه وو د والیبال لوبډله په چین کې د تمریني سیالیو پر مهال

د اسيايي سياليو په لړ کې د افغانستان د ښځينه واليبال لوبډلې د غړو لپاره د ښه روزنيزو شرايطو د نشتوالي په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د يادې لوبډلې مسوولين وايي چې، د ښځينه واليبال لوبغاړي دغو سياليو ته چمتووالى نيسي.

د افغانستان د والیبال د پروګرام تنظيموونکي خوشال ملکزي ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبډله چې د پنجشنبې په ورځ هانګاژوی ته ورسېده، په جمنازیوم کې له تمریناتو وروسته یې د دوشنبې په ورځ په میدان کې تمرینات پیل کړل.

نوموړي وویل:

"د چين د اولمپيک د ټيم له غوښتنې سره سم موږ وکولای شو چې له نن څخه دغه تمرينات پيل کړو، هغوی به د فټنس د تيارۍ لپاره جمنازيوم ته تلل او تمرينونه به يې کول. اوس دې ته چمتو دي چې جمنازيوم ته ولاړ شي او چمتووالی ونيسي، کومه ځانګړې ستونزه نه‌شته، ټول هغه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه زموږ د ملي لوبډلې هغه افغانان دي چې په ایران کې اوسېدل، له نورو هېوادونو لکه پاکستان څخه رابلل شوي وو، په ګډه یې تمریناتي کمپ درلود او سفرونه یې وکړل. له یوې نیمې میاشتې وروسته اوس په دې سیالیو کې ګډون کوي."

ښاغلي ملکزي وویل، هیله لري چې په راتلونکي کې هغه ښځینه ورزشکارانې چې په افغانستان کې دننه دي په دا ډول سیالیو کې برخه واخلي.

تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و چې دا لوبډله د تمرین پر شرایطو خوشاله نه‌ده او ویلي یې دي چې ښايي لوبغاړي دې لوبې ته چمتو نه شي.

خو د دې لوبډلې مسوول وايي، چې په دغو سياليو کې د ګډون لپاره چمتووالی نيسي.

د افغان ښځو د والیبال لوبډله به د قزاقستان، جاپان او هانګ کانګ له لوبډلو سره سیالي وکړي.

دا هم د افغان لوبغاړو د تمریني سیالیو یوه څنډه
دا هم د افغان لوبغاړو د تمریني سیالیو یوه څنډه

د افغانستان د ښځينه والیبال لوبډلې غړې رقیه محمدي ازادي راډیو ته وویل، خوښه ده چې په دې سیالیو کې ګډون کوي.

نوموړې وایي:

"دا زما لپاره یوه نه هېرېدونکې پېښه ده او د ترکیې له سیالیو وروسته چې کله د اسلامي هېوادونو سیالۍ ترسره شوې، دا زما دویمه رسمي تجربه ده. زه ډېره خوشحاله یم چې د سترو او نویو لوبغاړو سره ګورم، دا ماته دا فکر راکوي چې زه باید د راتلونکي لپاره ډېر کار وکړم، زه لا زیاتې هڅې کوم ترڅو خپله سويه د نړۍ په کچه کړم."

د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ورزش او نورو فعالیتونو له بندیز سره سره د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم له افغانستانه بهر په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

د راپورونو له مخې، په اسیايي سیالیو کې د افغانستان د نارینه ورزشکارانو شمېر ۷۰ تنو ته رسیږي چې، په دولسو ورزشي برخو کې به له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي او د افغانستان په استازیتوب به ۱۵ ښځینه ورزشکارانې د والیبال، بایسکل ځغلونې او اتلتيک په برخه کې د خپلو سیالانو پر وړاندې سیالي وکړي.

ښځینه ورزشکارانې د افغانستان د جمهوري ریاست د المپیک د کمېټې لخوا، چې دا مهال له افغانستانه بهر فعالیت کوي معرفي شوې دي.

اسيايي لوبې په رسمي توګه د سپټمبر په ۲۳مه نېټه د ۴۵ اسيايي هېوادونو د شاوخوا ۱۲۰۰۰ ورزشکارانو په ګډون پيل شوې او د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر تر اتمې به دوام وکړي.

په دغو لوبو کې به لوبغاړي په ۴۰ بېلابېلو ورزشي څانګو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG