د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

چین کې اسیایي سیالۍ؛ افغان تکواندو کار خپل تاجکستاني او جاپاني سیالان مات کړل


د افغانستان د تکواندو لوبغاړی، محسن رضایي
د افغانستان د تکواندو لوبغاړی، محسن رضایي

د چین په اسیایي لوبو کې افغان تکواندوکار محسن رضایي خپل تاجکستاني او جاپاني سیالان مات کړل.

د اسیایي لوبو د جوړولو کمیټې د معلوماتو له مخې، رضایي په لومړۍ سیالۍ کې تاجکستاني سیال نورالله مرادوف ته دولس- د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې جاپانی سیال په دوه پرله پسې پړاونو کې مات کړ.

له دې سره محسن رضایي د دغو لوبو په اتو غوره تکواندو کارانو کې راغی او کوارټرفاینل ته یې لاره پیدا کړه.

د چین اسیایي لوبې، چې د بېلابېلو ورزشي څانګو زرګونه لوبغاړو په کې برخه اخیستې، د سپتمبر په ۲۳مه پېل او د اکتوبر تر ۸مې نیټې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG