د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د روژې جام سیالیو پيل؛ ښځینه ورزشکارانې: طالبانو موږ له ورزشه محرومې کړې یوو


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په کابل او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د روژې جام سیالیو لړۍ پیل شوې ده.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې چارواکي وايي، د روژې جام سیالۍ په روژې میاشت کې د لوبغاړو لپاره د سالم مصروفیت رامنځته کولو او د ورزشي تمریناتو د زمینې برابرولو په موخه پیل شوې دي.

د دې کمېټې د نشراتو رئیس اتل مشواڼي ازادي راډيو ته وویل:

" سږکال هم په بېلابېلو ولایتونو او برخو کې مو د روژې جامونه درلودل چې تر اوسه دوام لري. د بېلګې په توګه: په خوست، ننګرهار، غزني، پروان، پکتیا او پکتیکا، په هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې د روژۍ په مناسبت ورزشي تورنمنتونه پیل شوي دي. "

هغه زياته کړه، دغه سيالۍ د فوټبال، واليبال، کبډي، کرکټ، فوټسال او نورو بېلابېلو برخو کې پيل شوي او دوام لري.

د افغانستان د تکواندو د لوبډلې مشر روزونکی، بشیر تره‌کی هم وايي چې د تکواندو فدراسیون په مرکز او ولایتونو کې د روژې جام سیالۍ پیل کړې دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" سږکال هم د افغانستان د تکواندو فدراسیون دا سیالۍ پیل کړي. په دې سالیو کې له کاپیسا، کندز، پروان او کابل په ګډون له بېلابېلو ولایتونو څخه سلو لوبغاړو له یو بل سره سیالي ترسره کړه. فدراسیون هر کال دا سیالۍ ترسره کوي او تل دوام لري."

جلال اباد - د روژې د کرکټ سیالیو یو مخکینی تصویر
جلال اباد - د روژې د کرکټ سیالیو یو مخکینی تصویر

خو يو شمېر ښځينه ورزشکارانې وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته شاوخوا درې کاله کېږي چې له ورزشي تمریناتو او د رمضان کپ په څېر سياليو کې له ګډون څخه محرومې شوې دي.

د جیو جیټسو د ملي لوبډلې غړې، ارزو احمدي چې د طالبانو له بیا واکمنیدو او د نجونو پر ورزش له بندیز وروسته یې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډواله شوه، د روژې جام په سیالیو کې د ګډون په اړه وویل:

" د جمهوریت پر مهال به موږ د روژې جام سیالۍ درلودې، چې د کابل د کلپونو تر منځ به ترسره کېدې او ډېری لوبغاړو به پکې ګډون کاوه. خو له بده مرغه درې کاله کیږي چې له دې سیالیو څخه لیرې یوو، کله چې د دې ډول سیالیو د ترسره کیدو وخت راځي په موږ خورا سخته تېریږي او په یادونو یې زړه صبروو. "

په افغانستان کې یوه ښځينه ورزشکاره، روینا وايي چې د روژې په میاشت کې ورزش د دوی د روغتیا او د استرس د لرې کولو لپاره ګټور دی.

نوموړي په تېر کې د روژې په میاشت کې د خپلو ورزشي تمریناتو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

" په روژه کې به مو یو نیم ساعت تمرین کاوه. د روژۍ په میاشت کې به ورزش زموږ پر بدن ښه اغېز درلود، چې د سترس د کمېدو، د زده کړې ځواک د ډېریدو او زموږ د بدن د فزیکي وړتیا د لوړیدو لامل کیده. موږ د طالبانو له حکومته غواړو چې موږ ته د ورزش کولو اجازه راکړي. "

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د زده کړو، کار او ورزش په ګډون نجونې او ښځې له ګڼو حقونو محرومې شوې دي
د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د زده کړو، کار او ورزش په ګډون نجونې او ښځې له ګڼو حقونو محرومې شوې دي

اغلې روینا وویل چې له ورزش څخه لیرې پاتې کېدل یې ځوروي او دې مسئلې یې په روان هم منفي اغېز کړی دی.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د نشراتو رئیس اتل مشواڼي په ښځېنه ورزشکارانو د بندیزونو د لیرې کولو او په سیالیو کې د هغوی د ګډون په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې د روژې جام سيالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر دې وړاندې د بېلابېلو لوبو يو شمېر لوبغاړو د طالبانو حکومت لخوا د اسانتياوو د نه برابرولو او د لازم ملاتړ له نشتوالي شکايت کړی و.

د دې تر څنګ، ښځينه لوبغاړو هم څو څو ځله د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوی پر ورزش او په کورنيو او بهرنيو سياليو کې يې پر ګډون بنديز لیرې کړي، خو په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو په څه کم درېیو کلونو کې په دې برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG