د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

مک کال: طالبانو افغانستان نجونو او ښځو ته" په تر ټولو ظالم هېواد " بدل کړی


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د نړۍ تر ټولو ظالم هېواد دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۳ نېټه د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې وویل چې امریکا دې د خپلو متحدینو په همکارۍ د طالبانو پر حکومت فشار راوړي څو طالبان د افغانستان د بې ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونه ودروي.

د ښاغلي مک کال په وینا، د طالبانو په "ظالمانه" واکمنۍ کې افغانستان له یوه انساني ويجاړونکي ناورین سره مخ دی.

مایکل مک کال په دې غونډه کې وویل:

" له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي، ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوي. موږ پوهیږو چې طالبان په ډېره وحشتناکه توګه مذهبي اقلیتونه او د مطبوعاتو ازادي ځپي."

جمهوري غوښتونکی مک کال چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې له سر سختو منتقدینو دی زياته کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه او ټول پرمختګونه او د دیموکراسۍ د ودې لپاره د سختې مبارزې وروسته ټولې لاسته راوړنې د بایډن د یو اړخیزه په شاتګ له پرېکړې وروسته له لاسه ولاړل.

هغه څه چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې تل رد کړي دي.

ښاغلی مک کال دغه شان زياتوي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د افغان ښځو او ماشومانو پر ځای طالب جنګیالیو او د دوى د وفادارانو جېبونو ته ځي.

مک کال : د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د افغان ښځو او ماشومانو پر ځای طالب جنګیالیو او د دوى د وفادارانو جېبونو ته ځي.
مک کال : د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د افغان ښځو او ماشومانو پر ځای طالب جنګیالیو او د دوى د وفادارانو جېبونو ته ځي.

نوموړي د طالبانو له خوا د امريکا د پخوانيو افغان همکارانو د نيولو او غچ اخيستې يادونه هم وکړه زياته يې کړه چې امريکا بايد د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې ددې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

خو تر دې وړاندې د طالبانو حکومتي چارواکو په څو ځلي ویلي چې په افغانستان کې د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې هم، د خپلو حقونو د محرومیتونو له دوام اندېښمنې دي.

د پروان ولايت يوه اوسېدونکې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي:

"د یوې مور په توګه، دا چې زه په کور کې کېناستم خپله دنده مې له لاسه ورکړه ډېره نه ځورېږم خو دا چې زما دوه ځوانو لوڼو خپلې زده کړې پای رسولې وې په وروستي کال کې يې زده کړې پرې بندې کړې. دا ما ډېره ځوروي."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره نجونې او ښځې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو حق نه لري
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره نجونې او ښځې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو حق نه لري

د ښوونځي زده کوونکې مبشره چې د طالبانو د حکومت د بنديزونو له امله له ښوونځي محرومه ده ازادي راډيو ته وويل:

"نن ورځ موږ په داسې بد حالت کې یوچې ټولو افغان نجونو ته یې بیان سخت کار دی. البته، ډېرې افغان نجونې رواني ستونزې لري او په خپګان اخته دي ځکه چې دوی نشي کولی خپلو هیلو او موخو ته ورسیږي."

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په سرغړونې تورنېږي.

تر دې وړاندې هم طالبان په څوځلي د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو د حقونو په برخه کې له ۵۰ ډېر فرمانونو په صادرولو چې له امله یې په افغانستان کې ښځې او نجونو له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې شوي، د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره مخ شوي دي.

خو د طالبانو حکومت په دې برخه کې تر اوسه خپله تګلاره نه ده بدله کړې او له خپل دریځه نه دی اوښتی.

XS
SM
MD
LG