د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

ننګرهار کې لاریون ولې تاوتریخجن او د طالبانو په ډزو مرګ ژوبله واوښته؟


د افغانستان په نقشه کې ننګرهار ولایت - ارشیف
د افغانستان په نقشه کې ننګرهار ولایت - ارشیف

د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ د باریکاب په سیمه کې طالب ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې کړي چې له امله یې د عیني شاهدانو په وینا، د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

یوه لاریون کوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته د سیمې د تخلیې وویل شول خو دا چې دوی بل چېرته د سرپنا لپاره هیڅ ډول ځای نه لري نو مجبوراً یې په لاریون لاس پورې کړو چې وروسته طالبانو پر دوی ډزې وکړې او څو تنه یې ترې ووژل.

" په دې سیمه کې موږ اوسیږو، خو طالبان راغلل او وې ویل چې دا ځایونه باید خالي کړئ ځکه دلته ګمرک جوړیږي، موږ د دې لپاره چې زموږ غږ واورېدل شي او حکومت پاملرنه راته وکړي لاریون وکړو، خو طالبان راغلل او پر موږ یې ډزې وکړې او کسان یې شهیدان کړل، زموږ غږ باید واورېدل شي، موږ خو بل ځای د سرپنا نه لرو، چرته لاړ شو، دلته ډېر غریب او بې چاره خلک ژوند کوي."

یوه بل لاریون کوونکي په لیکلي بڼه ازادي راډیو ته هم دا خبرې کړې دي.

د سیمې یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې دا ځمکه د تېر جمهوري حکومت پرمهال د ګمرک د نوې ودانۍ لپاره ځانګړې شوې وه، خو د دې په خبره د سیمې خلک دعوه لري چې ځمکه د دوی ده او دوی یې قباله هم لري.

لاریون او پېښه د تورخم - جلال اباد پر لویه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده
لاریون او پېښه د تورخم - جلال اباد پر لویه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده

دغه سرچینې وویل چې په سیمه کې مېشتو کوچیانو د د طالبانو حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې پرون ۵ شنبه لاریون وکړ او د تورخم - جلال اباد لاره یې هم د درې ساعتونو لپاره وتړله چې وروسته تاوتریخوالی رامنځته شو.

سرچینې دا هم وویل چې اوس مهال په سیمه کې وضعیت نورمال دی او د سیمه ییزو اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي په دې اړه زموږ اړیکه ځواب نه کړه، خو په تورخم کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر عرفات مهاجر فرانس پرس اژانس ته ویلي چې طالبانو د دغې سیمې اوسېدونکو ته وویل چې کورونه تخلیه کړي چې د ګمرک د ودانۍ جوړېدو ته لاره پرانیستل شي، خو «د سیمې خلکو شخړه پیل کړه» چې په کې « یو طالب مقام او څو نور کسان، چې دا ځمکې یې (په ناقانونه) توګه نیولې، ووژل» شول.

نوموړي د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی ښودلی.

مهاجر دا نه دي ویلي چې دغه مرګ ژوبله څه ډول رامنځته شوې او طالب مقام څوک دی، خو په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې د لاریون پر مهال ډزې کیږي او لاریون کوونکي تښتي.

څو ورځې وړاندې بدخشان کې د کوکنارو د فصل اړولو پر وخت هم د طالبانو په ډزو د څو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و چې پر ضد یې اعتراضونه وشول
څو ورځې وړاندې بدخشان کې د کوکنارو د فصل اړولو پر وخت هم د طالبانو په ډزو د څو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و چې پر ضد یې اعتراضونه وشول

دا مظاهره په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې په شمالي ولایت بدخشان کې هم د طالبانو پرضد مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې وه چې دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې وروسته له هغې سیمه ییزو کسانو لاریون وکړ چې طالبان یې د کوکنارو د اړلو لپاره د دوی سیمو ته ورغلل.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلۍ واکمنۍ وروسته په مظاهرو او لاریونونو یو لړ بندیزونه لګېدلي او د طالبانو حکومت ویلي چې باید د هر لایون یا اعتراض مخکې دوی په جریان کې پرېښودل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG