د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

بدخشان کې د طالبانو پر رنجر چاودنه؛ لږ ترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي


د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

د طالبانو دحکومت له لوري په بدخشان ولایت کې د سیمه‌ییزو خلکو د اعتراضونو د ارامولو له اعلان وروسته نن د دې ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د طالب ځواکونو د موټرو په یو کتار بمي چاودنه شوې ده.

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې د طالبانو د حکومت د نشه یي توکو د مبارزې ریاست د ځواکونو پر رنجر موټر چاودنې لږترلږه درې کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ احسان الله کامګار پېښه تایید کړې او رسنیو ته یې په استولې اعلامیه کې ویلي: "نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې په فیض اباد ښار اړوند د جوزون په سیمه کې په یو موټرسایکل کې ځای پرځای شوي د چسپکي ماین په داسې وخت کې چاودنه کړې چې د پوليسو د ځواکونو کاروان د کوکنارو د له‌منځه وړلو په مقصد له دغه سړک څخه تېرېدل. د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې درې تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي."

خو الجزیرې تلوېزیون د دغه ولایت د یوې امنیتي سرچینې له قوله لیکلي په دې برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو پر سر له معترضو خلکو سره د رامنځته شوې شخړې د حل اعلان کړی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت د کوکنارو د کښتونو د اړولو په سر له ځایي خلکو سره د جنجال پای ته رسېدو خبر ورکړی
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت د کوکنارو د کښتونو د اړولو په سر له ځایي خلکو سره د جنجال پای ته رسېدو خبر ورکړی

د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت پرون سه شنبه د می په اومه رسنیو ته وویل: " وره هېڅ ستونزه نه ده پاتې او زموږ ځواکونه چې هلته د کوکنارو د له‌منځه وړو لپاره تللي وو، ټول سپین ږیري، علما، قومي استازي او بزرګران چې دلته راغلي وه، له موږ سره یې ژمنه وکړه چې موږ به له دوی سره همکاري کوو او موږ خپله به هلته چې کوم کوکنار پاتې دي ټول به له منځه وړو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله ایکس پاڼه ورته خبرې لیکلي او زیاته کړې: "هغه کسانو ته چې په دې شخړو کې ورته زیان رسېدلی، د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وشي."

ځایي خلکو هم ازادي راډیو ته د دوی او طالبانو تر منځ د رامنځته شوې شخړې حل تایید کړ، خو دوی وایي چې پرېکړه شوې په دې شخړه کې د دوو وژل شویو کسانو قاتلین به محکمې ته سپاري.

د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الدین مبارز ازادي راډیو ته ددې تفاهم د مواردو په اړه وویل: "دوی (طالبانو) ژمنه وکړه چې د دوو وژلو شویو عبدالباسط او نظام الدین قاتلین به محکمې ته سپاري، بله ژمنه یې یې دا وکړه چې دا تاریاک او کوکنار به یوازې د همدې ولسوالیو سیمه ییز چارواکي له منځه وړي، خلکو هم وویل تر هغه چې قاتلین محکمې ته نه وي سپارل شوي څوک یې د کوکنارو کښتونه له منځه نه شي وړلی."

د بدخشان د وروستیو اعتراضونو یوه څنډه
د بدخشان د وروستیو اعتراضونو یوه څنډه

د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو او د ارګو او درایم ولسوالیو خلکو تر منځ د تېرې جمعې په ورځ وروسته له هغه په د سیمه ییزو چارواکو پر ضد په اعتراض لاس پورې کړو چې د طالبانو د حکومت د نشه یي توکو د مبارزې ریاست اړوند ځواکونه سیمې د خلکو د دغو کښتونو له منځه وړلو ته تللي وه.

دغه اقدام د خلکو د دوی (طالبانو) او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې په نتیجه کې د ارګو ولسوالۍ دوه اوسېدونکي عبدالباسط او نظام الدین ووژل شول چې له وروسته یې د خلکو غوسه راوپارېدله.

د خلکو تر اعتراضونو وروسته، طالبانو د حکومت د لوی درستیز په مشرۍ یو پلاوی دغه ولایت ولاړ او د شخړې د حل پر سر یې له ځایي خلکو خبرې پیل کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG