د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د بدخشان بزګران: د مرستو او کوکنارو د بديل کښت د نشتوالي له امله څه نه شو کرلی


ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت د افغانستان په شمال کې د کوکنارو د کښتونو ویجاړولو په لړ کې له بدخشان ولایت څخه پيل کړی دی.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت د ځايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په دې ولایت کې په ۱۴۰۲ شمسي کال کې په درې پنځوس زره هيکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وه. کله چې په هلمند ولایت کې دا کښت ۹۰ سلنه را کم شو تر هغه وروسته د کوکنارو د کښت په لړ کې ننګرهار لومړی او بدخشان دوهم ولایت بلل کېږي.

اوس د طالبانو حکومت یوه کمېټه جوړه کړې او د دې کمیټې غړي د بدخشان ولسوالیو ته تللي چې په ورته وخت کې بزګرو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ، د کوکنارو د کښت ویجاړول هم وڅاري.

د بدخشان د والي مرستیال قاري امین الله طیب په ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو پر مهال وويل: "سر له نن څخه چې په څومره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي، ټول کښتونه يې ويجاړېږي."

که څه هم د بدخشان ولایت بزګران دا مني چې د کوکنارو کښت په ښځو او نارینه وو کې اعتیاد ډېر کړی دی، خو وايي بېوزلۍ دې ته اړ کړي چې د کوکنارو کښت ته دوام ورکړي.

د جرم او ارګو ولسوالۍ دوه بزګران چې نه غواړي په راپور کې يې نوم یاد شي ازادي راډيو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

یو بزګر وویل: "دلته کار نشته او خلک بېوزله دي، څرنګه چې سږ کال د نشه يي موادو بیه لوړه شوې ده، هغه خلک چې له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راغلي دي ځمکې په اجاره اخلي او د دې لپاره کښت او کار په‌کې کوي چې ژوند يې ښه شي."

بل بزګر وویل: "باید د کوکنارو د کښت منع کولو په بدل کې له موږ سره څه مرسته وکړي او په بدل کې يې زعفران یا انجه راکړي چې موږ يې وکرو."

په فراه ولایت کې د طالبانو حکومت له بکوا ولسوالۍ څخه د کوکنارو د کښت ويجاړول پيل کړي او په تېره اوونۍ کې يې درې جريبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.

په کندهار او هلمند ولایتونو کې دوې اوونۍ مخکې د کوکنارو ویجاړولو لړۍ پيل شوې او اوس دا عملیات د کندهار و ارغنداب او هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د امنيې قوماندان شمس الله شمشاد د کوکنارو اړولو د عملیاتو پر مهال رسنیو ته وويل: "له نهو شپو راهيسې زموږ کمپاین دوام لري، تر دې مهاله له پنځو څخه بیا تر اووه جريبه پورې د کوکنارو کښتونه ویجاړ شوي او زموږ کمپاین اوس هم دوام لري، يوازې همدا نن دوه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د سترې محکمې د متحدالمال پر عملي کولو ټينګار کوي، د دې متحدالمال له مخې که هر بزګر کوکنار وکري، له شپږو میاشتو څخه نيولې بیا تر یوه کاله پورې زنداني کېږي، خو بزګران وايي چې د طالبانو حکومت د خپل مشر د فرمان خلاف تر اوسه له دوی سره د بديل کښت په برخه کې مرسته نه ده کړې.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG