د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

طالبانو د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د خلکو پوهاوي لپاره کمېټې جوړې کړي


یو شمېر طالبان په کاپیسا کې د کوکنارو فصل د اړولو پر مهال
یو شمېر طالبان په کاپیسا کې د کوکنارو فصل د اړولو پر مهال

که څه هم ملګرو ملتونو سږکال د عقرب په میاشت کې د خپل کلني راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د کموالي یادونه کړې ده، خو په دې راپور کې دا هم ويل شوي، د جنوبي ولایتونو بر عکس چې د کوکنارو کښت په کې کم شوی، سږکال په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.

له نشه يي موادو سره د مبارزې څېړونکی ډيویډ مينسفيلډ وايي، د افغانستان په شمال او ختيځو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت علت دا دی چې، د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د نشه يي موادو له کاروباریانو سره لاس لري او د خپل مشر له فرمان څخه سرغړونه کوي.

اوس د طالبانو حکومت د خپل مشر د فرمان عملي کولو لپاره د عامه پوهاوي کمېټې جوړې کړي او د دې کمېټو غړي د عامه پوهاوي ترڅنګ، د کوکنارو د کښت ویجاړول هم څاري.

د بدخشان مرستیال والي امين الله طيب د دې کمېټو په اړه وايي، د دې کمېټو له لارې خلکو ته د پوهاوي ترڅنګ يې له بزګرو څخه دا ژمنې هم اخیستي چې کوکنار به نه کري.

طیب زیاتوي: "خلکو ژمنه کړې چې سږکال به په بدخشان ولایت کې د کوکنارو کښت ویجاړوو او له منځه به يې وړو، یانې په سلو کې سل کوښښونه روان دي چې سږکال په پسرلي کې کوکنار له منځه ځي او صفر کېږي."

د طالبانو د حکومت د بدخشان ولایت ځايي چارواکي ادعا کوي چې د دوی نظامیانو په تېرو دوو اوونیو کې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې زر جريبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي، خو په نورو ولسوالیو کې واورو او بارانونو د دوی عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د څېړنو پر بنسټ، په افغانستان کې تر ننګرهار وروسته بدخشان دوهم ولایت دی چې د ۱۴۰۲ شمسي کال په پسرلي کې ډېر کوکنار پکې کرل شوي وو.

هغه بزګران چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د مني د فصل پر مهال ژمنه ځنې اخيستې چې په راتلونکي پسرلي کې به کوکنار نه کري شکایت کوي چې د بديل کښت په برخه کې له مرستو پرته د کوکنارو له کښت څخه منع شوي دي.

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ یو بزګر عین الدین وايي چې کوکنار يې د بېوزلۍ له امله کرل، خو اوس له مرستې پرته د کوکنارو له کښت څخه منع شوی دی.

عین الدین ازادي راډیو ته وویل: "په کال کې یوه بوجۍ غنم ورکوي، هغه هم که نماینده ګانو ته خدای توفيق ورکړي راکوي يې، که نه نو نماینده ګان يې خپله خوري. سره نه نشته، سره نه ورکوي. یوه بوجۍ غنم ورکوي، هغه هم داسې مهال ورکوي چې د کار او کښت وخت تېر شوی وي، که مجبوري نه وي خلک له شوق څخه کوکنار نه کري، ځکه چې ګوزاره يې نه کېږي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو عملیات دوام لري، خو دې وزارت د ملګرو ملتونو په ګډون، هيڅ يوه خپلواک بنسټ ته اجازه نه ده ورکړې چې دا بهير له نژدې څخه وڅاري.

د دې راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره دا لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG