د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

کابل ښاريان: په ګڼه ګوڼه کې د طالبانو له‌خوا پر مجرمينو د ډزو له امله عام وګړي ژوبليږي


طالب عسکر
طالب عسکر

کابل ښاریان د خلکو په ګڼې ګوڼې او چیک پاینټونو کې د طالب ځواکوونو لخوا په مجرمینو ډزې کول او په پایله کې عام وګړو ته زیان رسول د اندېښنې وړ ګڼي.

د کابل په میرویس میدان مېنه (کوټه سنګي) کې تېره ورځ د پوهنتون د استاد او خبریال شیرشاه عزیز مشر یوازینی زوی د طالبانو او غلو ترمنځ یو پر بل په ډزو کې وژل شوی.

د ښاغلي عزیزي د یو همکار په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو په یوه غله د خلکو په منځ کې ډزې وکړې او په پایله کې یې درې کسه عام وګړي ووژل شو او یو ټپي کړ.

له دې چې د استاد عزیزي کورنۍ سره په خبرو بریالي نشو خو د نوموړي یو همکار شمس چې له تېرو لسو کلنو راهیسې له ښاغلي عزیزی سره ګډ کار کوي ازادي راډیو سره په خبرو کې یې وویل، چې نوموړي همدا یو زوی درلود.

نوموړي وويل: "ماښام ورته ناوخته زنګ راغی چې زوی دې زخمي شوی دی چې کله هلته لاړو زوی یې شهید شوی و، پېښه خو داسې مهال وشوه، چې طالبانو په کوټې سنګي سیمه کې کوم غل مشخص کړی او هغې پسې یې منډه کړې بیا ډزې شوي په تبادله ډزو کې همدغه ځوان شهید شو او ګنو ارمانونو سره خاور ته لاړه."

ارشيف
ارشيف

د ښاغلي شمس په خبره، دغه ځوان چې سږ کال یې د کانکور ازموینې لپاره چمتوالی هم درلود او غوښتل يې لوړې زده کړې وکړي خو نوموړي دغې هیلې ته ونه رسېد.

له دې سره هم‌مهاله ادعا کېږي، چې د کابل په درېیمه امنیتي حوزه اړوند بنايي سیمه کې هم تېره شپه ناوخته یو کس د طالبانو په چیک پاینټ په ډزو وژل شوی دی.

دغه خبر یو شمېر خبریالانو په ټولنیزو پاڼو کې لاس په لاس کړی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ او د کورنیو چارو وزارت په دې اړه تازه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې خو له دې وړاندې یې د ورته پېښو د پلټونو خبره کړې وه.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په عامه ځایونو او چیک پاینټونو کې د طالب ځواکونو له‌خوا پر مشکوکو کسانو ډزې کول د دوی غیری مسلکيتوب ښېي.
دوی په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نومونه یې په راپور کې واخیسيل شي وايي: "طالبان باید د پولیسو د روزنې په برخه کې اقدام وکړي او دوی سم وروزي، دوی ته باید دا وپوهول شي چې عامو خلکو سره څه ډول چلند وشي، دوی باید وپوهول شي چې د مجرم او عامو خلکو ترمنځ څنګه تفکیک وشي، په دې برخه کې جدي روزنې ته اړتیا ده."

خلک وايي، په ګڼه ګوڼه کې پر تورنو کسانو ډزې کول د طالبانو په غير مسلکيتوب دلالت کوي، انځور - ارشيف
خلک وايي، په ګڼه ګوڼه کې پر تورنو کسانو ډزې کول د طالبانو په غير مسلکيتوب دلالت کوي، انځور - ارشيف

دغه راز د کابل ښار يو بل اوسېدونکی چې دا هم خپل نوم خپرول نه‌غواړي وايي: "د طالب ځواکونو له‌خوا په عامه ځایونو کې په مجرم ډزې کول دا ښېي چې دوی څومره خپلسري دي، عامه ځایونو کې باید د مجرم د نیولو لپاره وايي ډزې هم ونه‌شي، دا لومړۍ پېښه نه ده چې رامنځته کېږي د طالبانو له حاکمیته د هېواد په ډېرو سیمو کې داسې پېښې شوي او باید مخه یې ونیول شي."

"عامه ځایونو کې باید د مجرم د نیولو لپاره وايي ډزې هم ونه‌شي"

وروسته له هغه چې، د طالبانو د عملیاتو، تلاشیو او نیونو پر مهال د خلکو د وژنو، شکنجو او ځورونو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شول د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب په ۷مه د کابل امنیه قوماندانۍ ته په تازه لارښود کې د شپې د عملیاتو او پرخلکو د ډزو نه کولو امر وکړ.

د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو د حکومت ویاند خالد ځدران هغه مهال د دغه لارښود په اړه ازادي راډیو ته وویلي و، دې لارښود کې د تورنو کسانو د نیونو پر مهال د شکنجو، ځورونو او سپکاوي نه کولو هم ویل شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې طالب ځواکونو ته د ګزمې او پېرې پر مهال پر هېڅ چا د فیر کولو اجازه نه‌شته خو که تر برید لاندې راځي په هغه صورت کې د ځان د دفاع لپاره د ډزو حق لري.

XS
SM
MD
LG