د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

ملګري ملتونه: نړۍ باید سمدستي پر افغان ښځو د ظلم او ستم د پای ته رسولو لپاره ګام پورته کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، نړۍ باید سمدستي پر افغان ښځو او نجونو د ظلم او ستم د پای ته رسولو لپاره ګام پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي: "هغه ظلم چې افغان ښځې او نجونې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې ورسره مخ دي د اندازې او نسلي اغېزو له پلوه ساری نه لري."

د دغه بنسټ په بیان کې راغلي چې د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونو او کار باندې یو لړ بندیزونو په روان نسل مخرب تاثیرات پرېښي او یوه بېلګه یې په وروستیو کې د امیندوارو ښځو د مړینې لږ تر لږه پنځوس فیصده زیاتېدل دي.

دې بنسټ دا مسئله له ښوونځیو د څه باندې یو میلیون نجونو او له پوهنتونو د څه باندې یو لک نجونو او ښځو د ممانعت د تاثیراتو سره تړلې بللې ده.

طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. طالبانو له دې مخکې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیزهم لګولی دی.
طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. طالبانو له دې مخکې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیزهم لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اروپايي ټولنې په ملتیا د جون په لسمه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د جنسیتي پروفایل یا پيژندګلوۍ بشپړې پایلې خپرې کړي دي.

دغه څېړنیز راپور کې راغلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو د جنسیت د مساواتو په برخه کې لاسته راوړنې او اساسي برخې په څه باندې اویاوو فرمانونو، بیانونو او چلندونو سره له منځه وړي.

په خپرو شویو ارقامو کې ښودل کېږي چې دمګړی یواځې یو فیصده افغان ښځې په ټولنه کې پر نورو د نفوذ لرلو یادونه کوي حال دا چې نږدې ټولې نورې د بېواکۍ یا نفوذ د بایللو خبره کوي.

په دغې څېړنه کې دا ادعا هم شوې چې د سروې د ګډونوالو اته فیصده خلکو ویلي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې لږ تر لږه یوه ښځه یا یوه نجلۍ پېژني چې د ځان‌وژنې هڅه یې کړې ده.

همدارنګه اتلس فیصده ښځو بیا ویلي چې په درېیو میاشتو کې له کوره بهر نه دي وتلي او نورې ښځې او خورلڼې یې نه دي لیدلي.

طالبانو پارکونو، تفرېح‌ځایونو، ورزشي کلبونو او ګڼو نورو عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۱۹مه په کابل کې د سینګارتونونو مسوولانو د طالبانو د بندیز په غبرګون دغه اعتراضه غونډه کړې وه.
د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۱۹مه په کابل کې د سینګارتونونو مسوولانو د طالبانو د بندیز په غبرګون دغه اعتراضه غونډه کړې وه.

دا سربېره په دې چې ښځې د کار او زده کړو له حقونو تر ډېره محرومې ګرځول شوي دي.

د ښځو د حقونو فعالې فرزانې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید نور له پيغامونو او څېړنو تېره شي او د افغان ښځو د ملاتړ لپاره واقعي او عملي ګامونه پورته کړي.

د ښځو د حقونو فعاله مېرمن بارکزۍ وايي: کله چې یوه ښځه معاش کور ته راوړي هغه قدر هم پیدا کوي او اختیارات هم پیدا کوي. کله چې ښځې د کور په کنج کې بېکاره ناستې وي هغه ښځې هېڅ قدر نه لري او ټولنه کې ځای نه لري.

مېرمن بارکزۍ وايي: "کله چې ټوله دنیا په موږ ولاړه یئ وايئ چې د تاسو حقوق، حد اقل تاسو خو موږ ته یو څه وکړئ، یو فعالیت خو وکړئ، موږ ته کسبونه شروع کړئ، موږ ته فابریکې جوړې کړئ، کار آموزيانې شروع کړئ. کله چې یوه ښځه معاش کور ته راوړي هغه قدر هم پیدا کوي او اختیارات هم پیدا کوي. کله چې ښځې د کور په کنج کې بېکاره ناستې وي هغه ښځې هېڅ قدر نه لري او ټولنه کې ځای نه لري."

اخوا د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې دغې څېړنه کې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره د ښځو د مدني ټولنو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره د دوامداره بودیجې برابرول وړاندیز شوي.

همدارنګه په سپارښتنو کې د جنسیت د مساواتو د هڅو د تمویل یادونه شوې ده.

د دغو وړاندیزونه یوه برخه وايي چې باید د تبعیضي چلندونو د عادي ګڼلو له مسئلې ډډه وشي.

همدارنګه په ټولو برخ کې د بشر او ښځو حقونه په پام کې ونیول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG