د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د نجونو د زده کړو په تړاو پر طالبانو د ملي او نړیوالو فشارونو تازه لړۍ


Afghanistan Education
Afghanistan Education

که څه هم د طالبانو حکومت د نجونو پر تعلیم او تحصیل د خپلو لګول شویو محدودیتونو له لیرې کولو سره لېوالتیا نه ده ښودلې، خو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دغو نجونو په ملاتړ هڅې روانې دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوه ډله افغان او بهرنیو فعالانو، په یوه انلاین کمپاین کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

«د هغوی د نړۍ یا Their World» په نوم وېبپاڼه کې د نړۍ له بېلابېلو برخو ګڼو کسانو دغه انلاین کمپاین ته لاسلیکونه ورکړي دي.

د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د خلاصولو د هڅو په لړ کې د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د جرګګۍ دوولسو غړو چې دوې یې ښځې وې، له بېلابېلو اروپايي هېوادونو افغانستان ته خپل دوولس ورځنی سفر پرون پایته ورساوه.

خو داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت د نجونو پر تعلیم او تحصیل د لګولي محدودیت له کمولو یا لیرې کولو سره لېوالتیا نه ده ښوولې.

د دغه کمپاین جرګه ګۍ پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي:

" د نجونو د ښوونځيو په اړه که څه هم موږ بريالي نه شولو، چې هېوادوالو ته په دې سفر کې د پرانيستو زېری راوړو، خو مشرانو کلکې ژمنې وکړې چې دغې ستونزې ته به په لنډ وخت کې د حل لاره پيدا کوي."

د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین ویاند حکمت الله حکمت چې په دې سفر کې ملګری و، پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

" زموږ هیله دا ده هغه ژمنې چې دوی زموږ سره په دې سفر کې کړي، د هغوی په تعقیب کې جدي وي. د دې لپاره چې دا کار دوام پیدا کړي، جرګه ګۍ پرېکړه وکړه، چې په راتلونکي کې به اړیکې ساتي او له نړیوالو سازمانونو سره به هم دا موضوع شریکوي چې په ګډه د دې ستونزې حل لار پیدا شي."

نن ۹۵۶مه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د نور تعلیم مخه نیولې ده.

طالبانو د ۱۴۰۱لمریز کال په لیندۍ یا قوس میاشت کې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې

له تعلیم او تحصیل بې برخې پاتې شوې نجونې وايي، هره ورځ په دې هیله دي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پرمخ پرانیستل شي.

د دوولسم ټولګي یوه زده کوونکې وايي:

" زموږ درسونه شروع شوي نه دي او معلمانې مو نه شته. د دوولسم ټولګي زده کوونکې وم، خپل درسونه مې بیا نه دي ویلي. له دوی [طالبانو] هیله کوم چې موږ درسونو ته پرېږدي. سبا پوهنتون ته ځو، که درسونه سم ونه وایم نیمګړې به وي او سم به پوهنتون نه شو ویلی."

که څه هم د طالبانو ویندویانو په وار- وار ویلي چې دوی په افغانستان کې د نجونو د زده کړو خلاف نه دي، خو طالبانو په خصوصي پوهنتونو او نورو ښوونیزو بنسټونو کې هم د نجونو د ګډون مخه نیولې ده.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم د نجونو د هر ډول تعلیم مخه نیولې وه چې دې کار یې هغه وخت هم د نړیوالو عکس العملونه پارولي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG