د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د کوسوو د افتخاري مډال ګټونکې افغان مېرمنې: نړۍ د افغان ښځو غوښتنو ته پام کړى


ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د کوسوو د جمهوري رياست د افتخاري مډال ګټونکې افغانې مېرمنې وايي، داسې ښکاري چې نړۍ د افغان مېرمنو غوښتنو ته پام کړى دی.

د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې، چې د کوسوو د جمهورى رياست له‌خوا يې د افغان ښځو افتخاري مډال تر لاسه کړى، وايي، داسې ښکاري چې نړۍ د افغان ښځو هیلو ته پام کړی دی.

د دوی په وینا، د دغه مډال د ورکړې په مراسمو کې د جنسیتي توپیر په اړه هم بحث شوى چې دا د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ د افغان مېرمنو غوښتنو پام کړى.

د کوسوو د جمهوري رياست افتخاري مډال د دوشنبې په ورځ د اپرېل ۱۵مه د کوسوو د ولسمشر ویوسا عثماني له‌خوا د ښځو د سولې او امنيت فورم WPS په غونډه کې د افغان ښځو د زړورتیا او مبارزې د درناوي په خاطر افغانو ښځو ته ورکړل شوى.

عارفه فاطمي یوه له هغو مېرمنو چې دغه مډال یې اخیستی، ازادي راډيو ته وویل: "دا ډول پروګرامونه د دې ښکارندويي کوي چې شته داسې کسان چې د افغانستان په اړه فکر کوي، بله مهمه خبره چې پرون مو د افغانستان په اړه دې جنسيتي توپير په اړه دې غونډه کې بحث درلوده، ښکاري چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښځو غوښتنو ته پام کړى او دا هيله بخښونکى ګام دى."

د دې مډال د ګټونکو په وینا، ټاکل شوې وه چې له افغانستان هم څلور څلور ښځې په دې مراسمو کې ګډون وکړي چې د دوی په ټکو د طالبانو حکومت کوسوو ته د دغو د تګ مخه نیولې وه.

زهرا نادر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د افغانستان له ښځو هم یوه ښځه ګډون وکړي، خو طالبانو د دې لپاره چې محرم يې نه درلود دوی ته اجازه ورنه کړه چې دې غونډې کې ګډون وکړي."

د کوسوو بیرغ
د کوسوو بیرغ

يوه له دغو څلور مېرمنو چې ټاکل شوې وه له افغانستان څخه په دغو مراسمو کې برخه واخلي دا خبر مني نوموړې د امنيتي ستونزو له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته يې وويل: "موږ شاوخوا څلور ښځې وو چې د کابل له هوايي ډګر څخه د اپرېل په ١٣مه نېټه دوبۍ ته او له دوبۍ څخه استانبول ته او له استانبول څخه پرستینا ته پرواز درلود له بده مرغه د اسلامي امارت له خوا اجازه را نه کړل شوه، ځکه چې له موږ محرم نه وو."

د هغې په وينا، له دوى سره درې نارينه هم وو چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پرته له کوم خنډ او ځنډ نه د سفر اجازه ورکړل شوه او دوى له تګ راوګرځول شوې.

ازادي راډیو په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو تر څنګ هغوی له محرم پرته د لرې وان سفر کولو منع کړي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې لیمې امیري افغان مېرمنو ته د کوسوو هېواد له‌خوا د زړورتیا افتخاري مډال ورکول د دغه هېواد له‌خوا د افغان مېرمنو له حقونو څخه د ملاتړ یاد کړ او ویې ویل چې افغان مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره دا ډول مرستو ته اړتیا لري.

هغه وايي: "لکه څنګه چې طالبانو د دوی ټول حقونه تر پښو لاندې کړل او د دوی ټولو حقونو څخه یې سترګې پټې کړې، نو دا ټول موارد يې پام مې نيولي او افغانو ښځو ته يې دا جايزه ورکړې افغان مېرمنې دا ډول ملاتړ او لاسنيوي کـونکو ته اړتیا لري."

دا دویم کال دی چې د کوسوو هېواد د ښځو، سولې او امنیت د نړیوال فورم په غونډه کې ښځو ته د جمهوري رياست د زړورتیا مډال ورکوي.

تېر کال دغه مډال د اوکراین ښځو ته ورکړى و.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ټول حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د نورو بندیزونو په ګډون د هغوی د کار او زده کړې د بنديز په اړه د طالبانو حکومت د نړیوالو له پراخ غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په همدې او نورو دلايلو له د طالبانو حکومت د بشري حقونو په پراخه سرغړونې تورن دى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG