د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

پر زده‌کړو د طالبانو بندیز؛ ځينې نجونې او ښځې: دا بندیز ورځ تر بلې عادي کېږي او نړۍ له یاده ایستلي یوو


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌‌کړو بندیز ولګاوه. طالبانو له دې مخکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز لګولی دی.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌‌کړو بندیز ولګاوه. طالبانو له دې مخکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز لګولی دی.

افغان نجونې او ښځې وايي، اندېښمنې دي چې د طالبانو له‌خوا پر زده‌کړو بندیز ورځ تر بلې عادي کېږي او نړۍ دوی له یاده ایستلي دي.

د کابل اوسېدونکې او په یوولسم ټولګي کې له زده‌کړو محروم کړای شوې یوه زده‌کوونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي: "زموږ د نجونو د زده‌کړو مسئله ورځ په ورځ د خلکو له یاده وځي."

هغه خپله راتلونکې تیاره ویني او زیاتوي: "موږ ته هېڅ پام نه کوي او دا اوس ټولو ته منل شوې ده چې په افغانستان کې به یواځې نارینه درس وايي. راتلونکی مې راته تیاره ښکاري."

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له بندیز څخه نږدې ۹۹۰ ورځې تېرېږي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او څه موده وروسته یې د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پرمخ وتړلې.

ټاکل شوې چې یوه اوونۍ وروسته د کانکور ازموینې واخیستل شي، خو دا به هم د نجونو له حضور پرته وي.

له زده‌کړو یوه محروم کړای شوې زده‌کوونکې وايي: د ښځو د زده‌کړو مسئله هم افغانانو او هم نړۍ هېره کړې ده.

له لوړو زده کړو بې برخې یوې نجلۍ، چې دا هم د کابل اوسېدونکې ده، خو نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "دا هرڅه ډېر ناهیلې کوونکي دي. زما په نظر دا اوس دا موضوع ورځ په ورځ د خلکو له ذهن څخه وځي او دا لکه یوه ټاپه چې وهل کېږي چې په افغانستان کې به یواځې نارینه درس وايي او د ښځو د زده‌کړو مسئله هم افغانانو او هم نړۍ هېره کړې ده."

افغان نجونې او ښځې دې ته اندېښمنې دي چې د طالبانو له‌خوا پر زده‌کړو بندیز ورځ تر بلې عادي کېږي او نړۍ دوی له یاده ایستلي دي.

خو د زده‌کړو د برخې فعالان بیا وايي چې د نجونو د زده‌کړو موضوع یوه بنسټیزه او نه هېرېدونکې موضوع ده.

یو له دوی څخه فضل هادي وزین ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان خلک د علم او پوهې تږې دي نو زه فکر نه کوم چې د نجونو د ښوونځيو بندیز به خلکو ته یوه عادي پدیده وګرځي او خلک به دا هېر کړي چې نجونې په کور کې پاتې دي او دا یوه نه هېرېدونکې خبره ده."

د یادونې ده چې بېلابیلو نړیوالو سازمانونو او د هېوادونو چارواکو هم وخت په وخت د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار حق موضوع یاده کړې او د طالبانو په حکومت یې غږ کړی چې دا بندیزونه لرې کړي.

دغه شان دا خبره د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې هم یاده شوې، خو د طالبانو حکومت لا هم دا بندیزونه نه دي لرې کړي.

له زده‌کړو یو محروم کړای شوې زده‌کوونکې
له زده‌کړو یو محروم کړای شوې زده‌کوونکې

په تېره اپرېل میاشت کې له اروپايي هېوادونو یو ۱۴ کسیز پلاوی چې دوه مېرمنې هم په کې شاملې وې افغانستان ته سفر کړی و چې طالب چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د نجونو د منځنیو ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې وکړي.

خو پلاوي تر راستنېدو وروسته د اپرېل میاشتې په ۲۹مه په یوه اعلامیه کې وویل، دوی ملت ته په دې برخه کې زېرې نه لری، خو د طالبانو حکومت چارواکو ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به دې ستونزې ته هم د حل یوه لاره مومي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت مخکې هم په وار وار دا خبره کړې او ویلي چې د نجونو زده‌کړو ته به یوه طرحه جوړوي، خو د نېږدې درېیو کلونو په تېرېدو لا هم دا طرحه نه ده جوړه شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG