د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د نجونو له ګډون پرته د بلې کانکور ازموېنې اعلان؛ " بیا مو هیلې په سیند لاهو شوې"


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د ازموېنې ملي ادارې لخوا د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموېنې د نېټې له اعلانولو وروسته یو شمېر نجونې وايي چې په دې اعلان سره یې یو ځل بیا ټولې هیلې له منځه ولاړې.

له زده کړو بې برخې نجونې وايي د دوی له چمتووالي سره سره، دوه کاله کیږي چې دا ازموېنه د نجونو له حضور پرته ترسره کیږي.

که څه هم د طالبانو حکومت د ازموېنې ملي ادارې دا نه دي ویلي چې ایا طالبان به سږ کال نجونې په کانکور ازموېنه کې ګډون ته پرېږدي که‌ نه، خو تېر کال د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویلي و چې نجونې تر بل امر په کانکور کې د ګډون اجازه نه لري.

د دغه وزارت ویاند ضیاالله هاشمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه هم د راپور تر خپرېدو ځواب نه کړه.

د بغلان ولایت اوسیدونکې او له زده کړو بې برخې شوې زده کوونکې، لیدا ازادي راډيو ته وویل:

" کله چې په لسم ټولګي کې وم د کانکور ازموېنې چمتووالی مې پیل کړ څو خپلو هیلو ته ورسیږم او وکولای شم خپل د خوښې وړ پوهنځي کې زده کړو ته دوام ورکړم، خو له بده مرغه دوه کاله کیږي چې په تمه یم او موږ نجونو ته اجازه نه ده راکړل شوې. "

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولو زده کړو څخه منع شوې دي
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولو زده کړو څخه منع شوې دي

د کابل ولایت دوه تنه اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي او له نږدې درېیو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې شوي ازادي راډيو ته وویل:

" نجونې ورځ په ورځ ناهیلې کیږي او په دې پرېکړې چې سږکال به بیا په کانکور کې نجونې ګډون نه کوي نو د ښځو لپاره په افغانستان کې هیڅ ځای نشته."

" ما د خپلې راتلونکې لپاره ډېرې هیلې درلودې. کله چې زه لېسې دورې ته ولاړم د کانکور ازموېنې لپاره مې ابتدایي درسونه پیل کړل. درې کاله مې ډېر کوښښ وکړ خو اوس یوه نا معلومه او تیاره راتلونکې ځان لپاره وینم."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ازموېنې ملي ادارې، تېره ورځ د غبرګولي په درېیمه نېټه، په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموېنې نېټه، د نجونو له حضور پرته اعلان کړه.

د طالبانو حکومت د ازموېنې ملي ادارې د سرپرست، عبدالباقي حقاني د معلوماتو له مخې د سږ کال د کانکور ازموېنه به په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي چې لومړی پړوا به يې په ۱۶ ولایتونو کې د غبرګولي په ۱۷ مه، دویم به يې د کابل په ګډون د چنګاښ په لومړۍ او دویمه، درېیم پړاو به يې د چنګاښ په ۷مه او اتمه او څلورم پړاو به د چنګاښ پر ۱۴مه اخیستل کېږي.

عبدالباقي حقاني:د سږ کال د کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخیستل شي
عبدالباقي حقاني:د سږ کال د کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخیستل شي

په ورته وخت کې د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) یوې چارواکي ایدیم وسرنو افغانستان ته له خپل تازه سفر وروسته، پنجشنبه ناوخته په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې پر افغان مېرمنو د طالبانو حکومت بندیزونو ته په اشارې سره ویلي چې ۱.۴ میلیون نجونې د زده کړو له بندیز سره مخ دي.

" له ۱.۴ ملیون څخه زیاتې نجونې په مستقیم ډول له شپږم ټولګي پورته د ښځینه ښوونځیو د بندیز له امله اغېزمنې شوې. "

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او وروسته بیا په پوهنتونو کې هم ورته د تلو اجازه ورنه کړه.

که څه هم د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه له ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوې او د دې بندیزونو د لرې کولو غوښتنې هم شوي، خو طالبانو په خپله پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG