د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د افغانستان په خصوصي ښوونځیو کې کوم درسي نصاب تدریسېږي؛ ستونزې او ښېګڼې یې څه دي؟


ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي
ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي

د افغانستان د خصوصي ښوونځيو يو شمېر زده‌کوونکي وايي، د اکسفورډ په نوم ښوونیز سیستم چې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره جوړ او په انګليسي ژبه دی، د دوی لپاره اغېزمن نه‌دی.

د بېلابېلو ولايتونو د خصوصي ښوونځيو زده‌کوونکو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، دا سيستم چې په ډیری خصوصي ښوونځیو کې د پوهنې وزارت د نصاب تر څنګ تدریس کېږي سره له‌دې چې سخت دی، د کانکور ازموينې لپاره هم د دوی په درد نه‌خوړي.

غني‌الله په ننګرهار ولايت کې دیوه خصوصي ښوونځي زدوه زده‌کوونکی وايي: "زه په يو شخصي ښوونځي کې زده‌کړې کوم، دا چې موږ ته په اکسفورډ سيستم باندې درسونه يو څه ستونزمن دي. که چېرې افغاني نصاب وي او خپله مورنۍ ژبه کې راته تدريس وشي، نو ډېره به ښه وي."

په ورته مهال په کابل ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی عبدالوهاب وايي:" اکسفورډ يو داسې سيستم دی چې افغانستان کې د زده‌کوونکي په درد نه‌خوري، ستړی کوونکو او بې‌اغېزې سيستم دی او دې سيستم نه د کانکور په ازموينه کې هم ګټه، نه اخيستل کېږي نو ځکه زده‌کوونکو ته په درد نه‌خوري."

دوی دغه شان ادعا کوي چې ياد سيستم دومره سخت دی چې افغانستان کې يې ډېری ښوونکي د تدريس وړتيا نه‌لري.

خو داسې زده‌کوونکې هم شته چې اکسفورډ په نوم سيستم ښه او معياري بولي.

ارشیف: په جوزجان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي
ارشیف: په جوزجان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

کاپيسا کې د يو خصوصي ښوونځی زده‌کوونکي احمدالله ازادي راډيو ته وويل: "اکسفورډ سيستم يو ښه او يو نړيوال سيستم دی، څنګه چې د افغانستان په ډېری ښوونځيو کې دا سيستم لرو او تدريسيږي."

د خصوصي ښوونځيو يو شمېر مسوولان بیا د زده کوونکو انتقادونه او ادعاوې نه مني، وايي چې دوی د افغانستان د معارف نصاب ترڅنګ له اکسفورډ په نوم سيستم د مرستندویه درسي موادو په توګه د زده‌کوونکو د سويې لوړلو لپاره ځينې مضامين ټاکي.

کندهار کې د ويسا خصوصي ښوونځي مدير خيرالله نېکمل ازادي راډيو ته وويل: "دا نصاب موږ اېډېټ کړی دی، ټول بهرني مسايل ترې ليرې شوي دي او پر ځای مو افغاني فرهنګ او کلتور سره عيار کړی دی، نو داسې نصاب چې د افغانستان او کلتور سره په ټکر کې نه‌وي او بېرته د اکسفورډ په سويه وي، بهترين نصاب دی."

کابل کې د هېواد بګرام خصوصي ښوونځي امر نصير احمد پوپلزی بیا وايي: "د پوهنې وزارت له‌خوا چې کوم نصاب د خصوصي ښوونځيو لپاره ټاکل شوې، يو مکمل، فرهنګ سره جوړ سيستم دی، دا سيستم د زده‌کوونکو د وړتيا او توانايي پر بنسټ جوړ شوی دی."

دا چې ولې په خصوصي ښوونځيو کې د معارف د نصاب ترڅنګ د اکسفورډ په نوم له سيستم هم ګټه اخیستل کېږي او اغېز يې څه‌دی، د ازادي راډیو وغوښتل په‌دې اړه د خصوصي ښوونځو ټولنې او د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نظر هم ولري، خو مسوولانو یې د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو مرستیال ابراهيم شينواري ازادي راډيو ته وويل، د ښوونځيو په نصاب کې له وړاندې ستونزې موجودې وې، دوی پر يوې جامع طرحې کار پيل کړی و، بشپړېدو ته نږدې وه، خو په خبره يې بشپړه نه‌شوه.

په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو مرستیال ابراهيم شينواری
په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو مرستیال ابراهيم شينواری

هغه وايي: "خصوصي ښوونځيو د معارف د نصاب ترڅنګ د اکسفورډ سيستم نه هم ځينې مضامين ټاکل، مثلاً په اوم، اتم، نهم ټولګيو کې چې ۱۸ دولتي مضامين وو، ۶ به يې له اکسفورډ اخيستل چې ۲۴کېدل، د ماشومانو لپاره ملا ماتونکی و. د نصاب اساسي ستونزه هغه وخت حلېده چې زموږ د نصاب طرحه عملي شوې وای."

شينواری دا هم وايي چې د دوی له‌خوا په جوړه شوې طرحه کې د معارف لپاره يو داسې نصاب تعريف شوی و چې د افغاني فرهنګ ترڅنګ له نړيوالو معيارونو سره برابر وي.

خو دا لا نه ده څرګنده چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت به له دې طرحې ګټه پورته کړي که نه.

XS
SM
MD
LG