د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

اوچا: د کورنیو سرپرستانې ښځې د افغانستان تر ټولو ډېر زیانمن شوي خلک دي


کندهار کې یوه کارګره ښځه - ارشیف
کندهار کې یوه کارګره ښځه - ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سه شنبې په ورځ د مۍ په ۲۸ نېټه په خپل یو تازه راپور کې د کورنیو ښځینه سرپرستانې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې تر ټولو زیان منونکې ډله بللې ده.

د راپور له مخې، دغه ښځې چې د کورنیو د نارینه سرپرستانو په پرتله زیاتې د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي، د بېړني ژوند پر میکانیزم باندې تکیه دي چې د دوی د لوڼو له وخت وړاندې د ودونو او د ماشومانو د درنو کارونو لامل ګرځي.

اوچا دا هم ویلي چې ښځې د افغانستان د اړمنو وګړو ۲۴ سلنه جوړوي.

د دغه سازمان په خبره، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو په لګولو، د ښځو او نجونو ټول بشري حقونه نقضېږي چې دا په نړۍ کې د ښځو د حقونو په تر ټولو جدي ناورین بدلېږي.

اوچا ټینګار کړی چې افغان ښځې او نجونې له وېرې او تبعیض پرته د زده کړو او کار حق لري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د کورنیو یو شمېر ښځینه سرپرستانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل بد اقتصادي وضعیت له امله شکایت وکړ.

په کابل کې د یوې کورنۍ سرپرسته نفیسه د خپل ژوند د وضعیت په اړه وايي:

" یوه کورنۍ چې یو نارینه ونه لري، البته ټولې نړۍ ته معلومېږي چې په ژوند کې له څومره ستونزو سره مخ ده، او زه تل ناروغه یم، له درملو پرته ژوند نه شم کولی، درمل خورم، موږ خپل ژوند په ډېره سختۍ مخ ته بیایو."

د مزارشريف ښار اوسېدونکې فاطمه هم وايي، له ۲۱ کلونو راهيسې يې د وړکتونونو په رياست کې دنده ترسره کړې، خو له يو کال راهيسې بې دليله له دندې ګوښه شوې ده.

دا چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، ازادي راډیو ته یې وویل:

" یو کال کیږي چې وزګاره او په کور یم، زه خپله د کورنۍ نفقه ګټونکې هم وم چې په هماغه عاید مو خپل ژوند مخې ته بېوه، موږ د کورنۍ پنځه غړي یو او هیڅ چا هم موږ ته پاملرنه کړې نه ده."

یو شمېر بېوزلې افغانې مېرمنې - ارشیف
یو شمېر بېوزلې افغانې مېرمنې - ارشیف

د حبیب یار خیریه بنسټ د فرهنګي چارو مسوول عزیز احمد مولوي زاده چې د ده په خبره په خپلو فعالیتونو کې د کورنیو سرپرستو ښځو او یتیمو ماشومانو ته لومړیتوب ورکوي،وايي د کورنيو د ښځينه سرپرستانو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې، چې د دغو کورنيو ماشومانو له لوري سخت او درانه کارونه زيات شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د خپلو مرستو رسونوپه پروګرامونو کې، تل لیدلي هغه کورنیو چې نارینه سرپریت یې نه درلود دغه کورنۍ د هغو کورنیو په پرتله چې نارینه سرپرستان یې درلودل زیاتې مرستو ته اړې دي، ځکه د ښځو لاسرسی کم دی او هغوی ته د نارینو په پرتله د کار زمینه دومره برابره نه ده."

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت د لسګونو نورو ممانعتونو او محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو دولتي او ټولو غیر دولتي ادارو او ارایشګاوو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې ښځې او نجونې تر شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې له زده کړو هم محرومې ګرځول شوې دي.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

تر دې وړاندې هم څو ځلې د کورنیو ښځینه سرپرستانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو د حکومت له خوا د کار د بندېدو له امله د دوی اقتصادي وضعیت خورا کمزوری شوی دی.

XS
SM
MD
LG