په افغانستان کې له زده کړو بې برخې یو شمېر نجونې په دې باور دي چې په بهر کې د زده کړو په برخه کې د فعالو بنسټونو هڅې په هېواد کې دننه د نجونو د زدکړو پر وړاندې د بنديزونو د لرې کولو په برخه کې اغېزمنې تمامېدای شي.
د دوى له ډلې دوو زده کوونکو هما رجبي او فریده چې له زده کړو بې برخې شوي، ازادي راډیو ته وویل چې له دې بنسټونو د جدي او عملي اقداماتو غوښتونکې دي.
"زما غوښتنه له نړیوالې ټولنې او نړیوالو تعلیمي بنسټونو څخه دا ده چې د تعلیمي بنديزونو د کمولو لپاره یوه لاره ومومي او ژر تر ژره جدي او عملي اقدامات وکړي."
"په افغانستان کې مېشتې نجونې د ځان لپاره څه نه شي کولی، ځکه دلته يې څوک غږ نه اوري، خو که نړيوال بنسټونه د نجونو د زده کړې لپاره خپلې هڅې فعالې وساتي، د دې امکانات شته چې له ٧٠ تر ٧٥ سلنې اغېزمنې وي."
دا غوښتنې وروسته له هغې راپورته کېږي چې په دې وروستيو کې په ډنمارک کې د "دانش افغان" بنسټ د زده کړو د حقونو د فعال مطيع الله ويسا د فعاليتونو ستاينه وکړه او هغه ته يې د دې ادارې د "اکشن ايوارډ " او نغدي جايزه ورکړه.
د دې ټولنې بنسټ ایښودونکې نجیبه اکبري عمر چې له پنځو کلونو راهیسې په ډنمارک کې د افغانستان د زدکړو په برخه کې کار کوي وايي، په افغانستان کې د پوهنې د حق لپاره د هڅو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د ټولو هغو کسانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې دننه له زده کړو بې برخې دي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
"ستونزې ډېرې دي، خو بیا هم هڅه کوو چې هېڅکله ماته ونه منو. زموږ موخه دا ده چې خپل هېواد له بې سوادۍ، بې وزلۍ او ستونزو څخه وباسو، نو د هغو شرایطو په اساس چې په افغانستان کې شتون لري، موږ به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو. "
مطیع الله ویسا په افغانستان کې د زدکړو د حقونو یو له فعالانو څخه دی چې تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د مشکوکو فعالیتونو په تور نیول شوی و او د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې له اوه میاشتني بند وروسته له زندانه خوشې شو.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو حکومت یو شمېر نور د زدکړو فعالان نیولي دي.
دا مهال احمد فهیم عظیمي چې نوموړى هم د زدکړو د حقونو یو فعال دی، د طالبانو په بند کې دی.
وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو بياځلي په افغانستان کې واک تر لاسه کړ تر شپږم ټولګي پورته يې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې پوهنتون ته د نجونو او ښځو پر تګ هم بندیز ولګاوه.
تر دې وړاندې هم يو شمېر افغان نجونو او ښځو، په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې.
خو د طالبانو حکومت دغو غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی او د دې بنديزونو د دوام تر څنګ یې تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامی شریعت په چوکاټ کې خوندي دي؛ هغه څه چې افغان نجونو، ښځو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه وو.