د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ښځو او ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د دوی پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
یونېسف د دوشنبې په ورځ د مارچ په میاشت کې د خپلو فعالیتونو په اړه یو راپور خپور کړى او ویلي يې دي چې د دغه سازمان په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز د دوی د خدماتو پر وړاندې کولو منفي اغېز کړی دی.
یونېسف په دغه راپور کې ویلي چې د مارچ په میاشت کې یې د ماشومانو د خونديتوب لپاره يې ١٩۵ زرو ۱۸۶ برخمن شويو ته خدمات وړاندې کړي چې په دې کې نږدې ۳٢زره واړه هلکان او نږدې ۲۲ زره کوچنۍ نجونې شاملې دي.
ورسره یونېسف د بشري، ټولنیزو مرستو او ټولنیزو رضاکارو په برخو کې د ۱۶۲۵ کارکوونکو د روزنې اعلان هم کړى چې د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو دوامداره بندیز د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د دوی پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۲۴مه د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون په ټولو غیردولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.
د طالبانو د حکومت له دې پرېکړې وروسته یو شمېر مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول او ځینو یې خپل فعالیتونه کچه راټيټه کړه.
یو شمېر ښځې، چې د ملګرو ملتونو د ادارو کارکوونکې وې هم وايي چې د طالبانو د حکومت دې پرېکړې د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
له دغو مېرمنو څخه یوه، چې د هرات ولایت اوسېدونکې ده او نه غواړي نوم یې په راپور کې ياد شي ازادي راډیو ته وویل: "ډېر ښه و، ما پنځه کاله معاش درلود دا واقعاً ښه و، ما خپل عاید درلود، کولی مې شو ځان وچولوم او د دې ترڅنګ مې له کورنۍ سره هم سل سلنه مرسته کړې وه مګر اوس وضعیت تغير کړى، اصلاً د ويلو نه دى."
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوه بله پخوانۍ کارکوونکې مینا وايي، نه یوازې دا چې د کار له لارې له نورو سره مرسته نه شي کولای، حتى د خپلو ماشومانو اړتیاوې هم نه شي پوره کولای.
هغې وویل: "اوس زه په کور کې وزګاره ناسته یم، موږ نهشو کولی کومې ستونزې چې په کور کې يې يې لرو حل کړو، موږ نهشو کولی د خپلو ماشومانو لګښت پوره کړو، یا هغه څه ورکړو کړو چې دوی ورته اړتیا لري او د هغه لپاره پیسې ولرو."
له دغو مېرمنو څخه يوه بله، چې اوس د ښوونکې دنده لري، وايي چې د يوې ښوونکې معاش د ژوند د لګښتونو لپاره بسنه نه کوي.
هغې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته يې وویل: "هغه عايد چې موږ د دفتر له کار څخه ترلاسه کول نو زموږ ورځنۍ اړتياوې یې پوره کولې. ما به خپل لګښتونه پوره کول او د خپلې کورنۍ سره مې هم مرسته کوله، خو له بده مرغه چې اوس هغسې دنده نه لرو. زه په ښوونځي کې ښوونکی يم، یو خصوصي ښوونځی دى، زما عاید یوازې څلور زره افغانۍ دی چې دا د ژوند اړتیاوې نه پوره کوي."
دغه ښځې د طالبانو له حکومته غواړي چې د ښځو او نجونو د کار، او زده کړو پر وړاندې دې بنديزونه لرې کړي.
په دې اړه د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نظر هم وپوښتل شو، خو د راپور تر خپرېدو پورې ځواب ترلاسه نه شو.
خو ده تر دې وړاندې نوموړي څو ځلې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ټول حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، داسې ادعا چې ظاهراً ډېرو افغان ښځو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه ده.