د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د کارګر نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغان کارګران د کاري فرصتونه له کمښته شکایت کوي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر کارګران د کار په تمه شېبې شمېري.
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر کارګران د کار په تمه شېبې شمېري.

نن چهارشنبه د ثور ۱۲مه او د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د کارګرانو د سرښندنو د یادولو او د ښه کاري شرایطو د رامنځته کولو، د عادلانه حقونو "معاشونو" او د کارګرانو د ملاتړ په موخه نمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي: "د کارګرو حقونه بشري حقونه دي."

د کار نړیوال سازمان یا "آی‌ایل‌او" د افغانستان څانګې هم د دې ورځې په مناسبت په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دا ورځ د نړۍ او افغانستان د کارګرانو د مبارزې او تاریخي لاسته راوړنې لپاره مهمه بولي او د کارګرانو د حقونو، له دوی سره د عادلانه چلند، د دوی د کرامت ساتنې، درناوي او د مساوي فرصتونو څخه یې دفاع کوي.

دا ورځ چې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې د امریکا په شیکاګو ایالت کې د کارګرانو له‌خوا د خپلو کاري ساعتونو د تعدیل په موخه په پرله‌پسې عدالت غوښتنو پیل شوه، په نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې دننه افغان کارګر د کاري فرصتونو، د بیمې خدمتونو او د دوی د درملنې له نشتوالي او ټیټ عاید له امله شکایت لري.

ارشیف: د کندهار د خښتو په یوه بټۍ کې کارګران
ارشیف: د کندهار د خښتو په یوه بټۍ کې کارګران

فرید مبارز، چې په جوزجان ولایت کې له خپلو وروڼو سره د مستري توب یا د موټرو د ترمیم دوکان لري، ازادي راډیو ته یې وویل چې دوی له ښوونځي هم پاتې شول او په دې کار بوخت شول، خو په دې کار کې هم کومه ګټه (عاید) نه پیدا کوي.

هغه وویل: "په یوه کور کې دیارلس کسان له همدې ورکشاپ څخه ډوډۍ خورو. په ورکشاپ کې هم کاري شرایط ښه نه دي، کاروبار په کمېدو دی."

د افغانستان په هرات ولایت کې یوه کارګر ګل احمد ازادي راډیو ته وویل: "زه هره ورځ په ۲۵۰ افغانیو یا تر دې کم کار ته ځم، په کورنۍ کې اووه کسان زما پر غاړه دي، د کور کرایه ده، کار نه‌شته، چې ګذر (واټ یا سړک) ته د کار لپاره لاړ شم کله کار پیدا کېږي او کله هم ټوله اوونۍ بېکاره یم."

نجيبه، چې په مزارشريف کې پیرکي پلوري او د طالبانو د حکومت له‌خوا د کار له بنديزونو سره هم مخ ده، وايي، هڅه کوي چې د خپلې څلور کسیزې کورنۍ خرڅ پوره کړي خو نه یې شي کولای.

هغه وايي: "دا زموږ لپاره ډېره ستونزمنه ده، ځکه موږ تر سيوري لاندې کار کوو، ټول ژمی مو دلته کار کاوه، اوس هوا ښه ده. يوه اوونۍ وړاندې ډېره ګرمي وه، په ډېره سختۍ مې کار وکړ."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کارګري یوازې په نارینه‌‌وو او ښځو پورې محدوده نه ده، بلکې په دغه هېواد کې شمېر کارګر ماشومان هم شته چې ډېری یې په درنو کارونو بوخت دي.

ارشیف: په فاریاب کې کارګر ماشومان
ارشیف: په فاریاب کې کارګر ماشومان

د افغانستان د کارګرو ملي اتحادیې یا امکا تر دې مخکې ویلي وو چې تر یو میلیون ډېر افغان ماشومان د بېوزلۍ له امله سختو او درنو کارونو ته اړ دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کار اداره یا "آی‌ایل‌او" وايي چې شاوخوا ۷۰ سلنه کارګر د اقلیم د بدلون له امله اغېزمن شوي دي.

دغې ادارې د اقلیم د بدلون پر مهال د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا په تامینولو په ټینګار خپله ویبپاڼه کې په خپور شوي راپور کې ویلي چې د اقلیم د بدلون پایلې او په نړۍ کې د ناروغیو زیاتوالي د میلیونونو کارګرانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کار اداره د معلوماتو له مخې، د نابرابرۍ ختمول، بېوزلي، د زده کړې لپاره د مساوي فرصتونو رامنځته کول، د رسمي او غیر رسمي کارګرانو خوندیتوب، د کاري چاپېریال او د کارګرانو ټولنیز خوندیتوب هغه موخې دي چې د پایداره راتلونکي لپاره او د ټولو کارګرانو د ټولنیز عدالت لپاره یې د حکومتونه له لوري ملاتړ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا د واکمنۍ وروسته د بېکارۍ کچه لوړه شوې، ښځې له دولتي دندو لرې شوي او اوس په افغانستان کې یو شمېر بې روزګاره ځوانان د کار موندلو لپاره له هېواده د قاچاق له لارې د سیمې هېوادونو ته ځي، کله کله ان خپل منزل ته رسېدو مخکې مړه کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG