د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

عربستان د بهرنیو کارګرو د کفالت سیستم لغوه کوي


د عربستان بیرغ
د عربستان بیرغ

سعودي عربستان د بهرنیو کارګرو د کفالت سیستم لغوه کوي، دغه هېواد کې لسګونه زره افغان کارګر شته چې خپل کفیل ته د ویزې د هر ځل تمدید لپاره پیسې ورکوي او د هر سفر اجازه ترې اخلي.

ریاض د کار او شغل په تګلاره کې د اصلاحاتو ژمنه کړې او وایي چې د کفالت سیستم به ختم کړي.

د کفالت سیستم کارګر له خپل سعودي څښتن سره وصل کوي. پر دې ډېر انتقادونه شوي او حتی دې سیستم ته عصري غلامي ویل شوې ده.

د بشري سرچینو او ټولنیزې پرمختیا وزارت په ټویټر کې لیکلي دي چې د مارچ له ۱۴مې وروسته به بهرنیان د کار د بدلون او بهر ته د سفر لپاره دې ته اړتیا نه‌لري چې له خپل کفیل څخه اجازه واخلي.

په سعودي عربستان کې ۱۰ میلیونه بهرنیان ژوند کوي.

د بشري حقونو ډلو بیا بیا له ریاض څخه غوښتي وو چې د کفالت سیستم لغوه کړي. د سعودي عربستان د بشري سرچینو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې وایي چې له دې نوې هڅې سره به کاري چاپېریال ښه شي.

د دې وزارت مرستیال وزیر سطام الحربي روېټرز اژانس ته وویل چې دا هڅه به دې ته لاره پرانیزي چې هغه کارګر بازار ته جذب شي چې ښه مهارت لري، همداراز به په خپله سعودیانو ته د کار او شغل امکانات زیات شي.

بهرني کاګران د کرونا ویروس له امله وزګاره شوي
بهرني کاګران د کرونا ویروس له امله وزګاره شوي

سطام الحربي زیاتوي چې له کارګرو سره به د ظرفیت او مهارت له مخې تړونونه وشي.

د نوې پرېکړې له مخې به د کارګر او د هغه د څښتن ترمنځ رابطه د یوه معیاري تړون له مخې تنظیم شي چې حکومت به تأیید کړی وي.

کارګران به اجازه لري چې د کار د څښتن له اجازې پرته له دولتي ادارو سره انلاین اړیکي ونیسي.

د سعودي عربستان د بشري سرچینو وزارت غواړي چې تر راتلونکي پسرلي پورې د بهرنیو کارګرانو تړونونه تأیید کړي.

سعودي عربستان چې سږ کال د «جي ۲۰» یا د نړۍ د سترو ۲۰ اقتصادي ځواکمنو هېوادونو مهالنۍ مشري کوي، د خپل خصوصي سکټور د ښه‌والي لپاره هڅې کوي.

ریاض غواړي چې د تېلو پر صادراتو تکیه کمه کړي او د همدې لپاره‌یې د ۲۰۳۰ لرلید په نوم د اقتصادي او اجتماعي اصلاحاتو یوه هڅه پيل کړې ده.

XS
SM
MD
LG