د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د کارګر نړیواله ورځ؛ د بهرنیو ځواکونو وتل افغان کارګران اندېښمن کړي


یو شمېر افغان کارګران
یو شمېر افغان کارګران

په افغانستان کې سږ کال د کارګر نړیواله ورځ یا د مې لومړۍ نېټه، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره برابره شوه.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په همدې ورځ پیل شول.

کار ګران او د دوی ټولنې اندېښمنې دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به بهرنۍ مرستې کمې، ناامني به ډېره او د کارګرو وضعیت به خراب شي.

عطامحمد له څلورو کلونو راهیسې یوه خصوصي شرکت کې کار کوي وايي، له نورو ستونزو سره-سره، له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل یوه بله مسئله ده چې کارګران به له ستونزو سره مخ کړي.

یو شمېر افغان کارګران
یو شمېر افغان کارګران

دی وايي: "زه باوري یم، کله چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې دي او موږ کار نه لرو، ستونزې مو ډېرې دي، طبیعي ده که بهرنی ملاتړ لږ شي، د کار زمینې به هم کمې شي او ښايي کارګران له ډېرو ستونزو سره مخ شي."

یوازې دی نه دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د کار پر نشتوالي اندېښنه ښيي، بلکې د افغان کوریا د روزنیز مرکز رییس جلال الدین هشام هم په دې باور دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د بې کارۍ کچه لوړه شي.

هشام زیاته کړه: "په خواشینۍ سره یوه ستونزه چې موږ یې په افغانستان کې لرو، د کار کموالی دی، که له روزنیزو بنسټونو فارغیږي او که نور دي، ټول له ستونزو سره مخ وي، له هېواده د نړیوالو ځواکونو وتل به د بې کارۍ ګراف لوړ کړي."

دغه ورځ پیړۍ مخکې د امریکا په شیکاګو کې د کارګرانو د اعتصاب له ورځې نه چې د کاري ساعتونو د زیاتوالي پر ضد یې کړې وه، پیل شوه.

دغه ورځ هر کال په ټوله نړۍ او افغانستان کې نمانځل کېږي، خو سږ کال له افغانستانه د بهرنیوځواکونو له وتلو سره سمه شوه.

افغان کارګران
افغان کارګران

د افغان کارګرانو د یوې ټولنې یوه غړي شهزاده مشال ازادي راډیو ته وویل: "د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به ګڼ شمېر افغان کارګران وزګار شي. د بې کارۍ بحران مخ په زیاتېدو دی، دا بحران د نا امنۍ نه وروسته ناوړه بحران دی چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي."

بل خوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به نه یوازې د بې کارۍ کچه لوړه نه شي، بلکې د کار ډېرې زمینې به برابرې شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي وویل: "دا هغه خبرې، اندېښنې او توطېي دي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې هم اورېدل کېدې، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې کوم بهرني ځواکونه له افغانستانه وتل، ویل کېده چې افغانستان تباه کېږي، اوس دا خبرې او ستونزې نشته، موږ ملت ته ډآډ ورکوو څنګه چې مو تېر کال د بې کارۍ کچه کمه کړه، انشاءالله په راتلونکو کلونو کې به نوره هم کمه شي."

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده روبینا شهابي
د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده روبینا شهابي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې د ۱۷میلیونو ۲۳۷ زرو کسانو له ډلې نه ۵ میلیونه ۷۱۷ زره په کاربوخت دي چې ۴ میلیونه يې نارینه او ۹۵۵ زره یې ښځې دي.

د دغې ادارې ویاندې روبینا شهابي ازادي راډیو ته وویل، د بې کارۍ کچه اوس ۱۸،۵ سلنه ده. د دې په خبره په ۱۳۹۹ کال بې وزلي۴۷ اعشاریه ۱سلنه او تورم ۲،۳ سلنه و چې د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې هر کال ډېری افغانان د کار موندلو په نیت هېواد پریږدي او له خطره پر ډکو لارو هڅې کوي چې بهرته لاړ شي.

اوس ډېر لږ کارګران په کارونو بوخت دي، روښانه نه ده چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به یې برخلیک څه کېږي؟

XS
SM
MD
LG