نړۍ
ایران؛ اورلګېدو ۶ تنه افغان کارګران سخت ټپیان کړي
![ایران کې اور لګېدنه](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-99f9-08dc15b7f203_w250_r1_s.jpg)
ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د فارس ولایت په یوه فابریکه کې د اور لګېدو په پېښه کې ۶ افغان کارګر سخت ژوبل شوي دي.
ایراني رسنیو پرون (دوشنبې) د فارس ولایت د مرکز شېراز د اطفایې عمومي ريیس هادي عبدي پور په قول وویل چې په فابریکه کې اور د یکشنبې په ورځ وشوه، اور وروسته ووژل شو او ټپیان یې روغتون ته یووړل شول.
ده د ژوبل شویو کارګر وضعیت ښه وباله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روسیې د څو هوایي ډګرونو فعالیتونه نن د امنیتي ګواښونو له کبله وځنډېدل
![د روسیې د ولادي قفقاز هوايي ډګر (آرشیف)](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-c414-08dcacfb286d_w250_r1_s.jpg)
د روسیې د اوو هوایي ډګرونو فعالیتونه نن سهار وختي د امنیتي ګواښونو له امله د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي وو.
د استراخان، ولادي قفقاز، ولګاګراد، ګروزني، کالوګا او اولیانوفسک په هوایي ډګرونو کې د الوتنو د کیناستو او پورته کیدو بهیر د دوو ساعتونو لپاره درول شوی و.
په ۲۰۲۲ کال کې پراوکراین د روسیې د جګړې له پیل راهیسې لیدل شوي چې ځینې وختونه د حملو د ګواښ له کبله د روسیې په یوشمیرهوایي ډګرونو کې فعالیتونه ځنډول کېږي.
د روسیې پوځ پرخپل ټلګرام چینل په یوه بیان کې لیکلي چې تیره شپه یې د ولګاګراد، کالوګا، روستوف اوسراتوف ښارونو د پاسه د اوکراین ۴۰ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
په کالوګا کې پریوې صنعتي فابریکې د بې پیلوټه الوتکې د ټوټو د راپرېوتو په نتیجه اورلګیدلی دی. اوکراین د روسیې په وړاندې جګړه کې د روسیې د خاورې دننه اکثراً د بریدونو لپاره له بې پیلوته الوتکو کار اخلي.
حماس نن درې نور اسراییلي برمته خوشې کړل
![حماس نن درې تنه اسراییلي یرغمل په خان یونس کې سره صلیب ته وسپارل](https://gdb.rferl.org/8e922c70-d3b1-424f-46ee-08dd4a80b3ca_w250_r1_s.jpg)
د حماس له خوا یرغمل شوي درې اسرایلیان چې نن د غزې په تړانګه خوشې شول، اسراییل ته ورسیدل. د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې له مخې اسراییل به هم نن د ورځې په وروستیو کې سلګونو فلسطیني بندیان آزاد کړي.
دغه درې اسراییلیان به چې د غزې په خان یونس سیمه کې د نړیوال سره صلیب استازیو ته له سپارل کیدو وروسته د اسراییل په جنوب کې یوه پوځي مرکز ته لیږدول شوي، هلته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
د اسوشیتید پریس خبري آژانس د راپور له مخې د دواړو لورو ترمنځ اوربند چې نژدې څلور اونۍ مخکې نافذ شوی، په وروستیو ورځو کې وروسته له هغه له خطرسره مخامخ شو چې حماس اسراییل له شوې هوکړې په سرغړونه تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې نور اسراییلي یرغمل به خوشې نه کړي.
اسراییل د دې ګواښ په غبرګون کې په غزه کې د جګړې د بیرته پیلولو ګواښ وکړ. خو حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، له مصري او قطري چارواکو سره تر خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ وویل چې یرغمل به آزاد کړي. دې ډلې وویل چې منځګړو د ټولو خنډونو د لیرې کولو ژمنه ورسره کړې او ویلې یې دې چې اسراییل به خیمو، طبي وسایلو او نورو اړینو توکو ته اجازه ورکړي چې غزې ته ولیږدول شي.
د حماس اړوند د بندیانو د چارو ادارې ویلي چې اسراییل به د درې یرغملو په بدل کې نن ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشې کړي چې ۳۶ پکې په عمري بند محکوم شوي بندیان دي.
حماس درې اسراییلي برمته او اسراییل سلګونه فلسطیني بندیان خوشې کوي
![رام الله، د فبروري لومړۍ نېټه- د اسراییل له بنده خوشې شوی فلسطینی](https://gdb.rferl.org/528cde30-6b11-4082-9c8b-74fa72de6320_w250_r1_s.jpg)
په پام کې ده چې د حماس له خوا یرغمل شوي درې نور اسرایلیان نن د غزې په تړانګه خوشې شي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې له مخې، اسراییل به هم نن د ورځې په وروستیو کې سلګونه فلسطیني بندیان آزاد کړي.
د اسوشیتید پرس آژانس د راپور له مخې د دواړو لورو ترمنځ اوربند چې نژدې څلور اونۍ مخکې نافذ شوی دی، په وروستیو ورځو کې وروسته له هغه له خطر سره مخامخ شو چې حماس ډلې اسراییل له شوې هوکړې څخه په سرغړونه تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې روانه اونۍ به نور اسراییلي یرغمل خوشې نه کړي.
اسراییلو د دې ګواښ په غبرګون کې په غزه کې د جګړې د بیرته پیلولو ګواښ وکړ. خو حماس له مصري او قطري چارواکو سره تر خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ وویل چې یرغمل به آزاد کړي.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي وویل، منځګړو ورسره د ټولو خنډونو د لیرې کولو ژمنه کړې او ویلې یې دې چې اسراییل به خیمو، طبي وسایلو او نورو اړینو توکو ته اجازه ورکړي چې غزې ته ولیږدول شي.
د حماس اړوند د بندیانو د چارو ادارې ویلي چې اسراییل به د دریو یرغملو په بدل کې نن ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشې کړي چې ۳۶ پکې په عمري بند محکوم شوي بندیان دي.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره؛ ایران د یورانیمو غني کول، د وسلو د جوړولو کچې ته نژدې کړي
![د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي](https://gdb.rferl.org/011cb7ce-373c-4dab-988d-90b3db71be9b_w250_r1_s.jpg)
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر خبرداری ورکوي چې ایران د غني شویو یورانیمو میاشتنی تولید د وسلو د تولید کچې ته نژدې کړی او د دې هیواد د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره فرصت ډیر کم دی.
د IAEA عمومي رییس رافایل ګروسي پرون (د فبروري ۱۴مه) د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې وویل چې تهران د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو میاشتنی تولید نږدې اووه چنده زیاتوي.
ګروسي له رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې "په راتلونکو څو اونیو کې چې دا اداره د ایران د اټومي پروګرام په اړه خپل بل راپور خپروي، ایران به تر۶۰ سلنې پورې غني شوي شاوخوا ۲۵۰ کیلوګرامه یورانیم ولري."
هغه زیاته کړه "دا یوه څرګنده نښه ده چې موږ یې باید جدي وبولو او نور وخت ضایع نه کړو." ګروسي ټینګار وکړ چې باید پرایران تمرکز وشي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د دې میاشتې په پیل کې د ولسمشر ټرمپ اداره او تهران وهڅول چې ډیالوګ ته دې مخه کړي ترڅو په اټومي خبرو کې پرمختګ وشي.
زیلینسکي؛ اوکراین د امریکا له مرستې پرته د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت نه شي کولای
![د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي](https://gdb.rferl.org/39f7346c-aa77-4775-b26f-08dd4a80fec4_w250_r1_s.jpg)
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د امریکا له پوځي مرستو پرته اوکرایین د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت نه شي کولی.
ښاغلي زیلینسکي دا خبره، پرون د (فبرورۍ۱۴مه) په هغه مرکه وکړه چې د مونشن په نړیوال امنیتي کنفراس کې د هغه له وینا وړاندې خپره شوه.
د هغه په ټکو، اوکرایین به د روسیې په وړاندې د بقا لپاره له "ډير ډير ستونزمن" حالت سره مخامخ شي.
زیلینسکي په دې مرکه NBC ان بي سي نیوز ته ویلي، که څه هم دوی د خپلو پوځي تجهیزاتو تولید پیل کړی، خو په ټکو يې، د امریکا د مرستو نه شتون پرې نه جبرانیږي.
د مونشن نړیوال امنیتي کنفراس چې پرون جمعه پیل شو، اجنډا يې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسول دي.
جې ډي ونس؛ اروپا له خپلو اصلي ارزښتونو څخه لیرې شوې ده
![د امریکا مرستیال ولسمشر د مونشن په امنیتي ناسته کې د خبرو پرمهال](https://gdb.rferl.org/4c69242a-31ff-4985-b12f-fa7fde372600_w250_r1_s.jpg)
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د مونشن امنیتي کنفرانس ته په وینا کې ویلي دي چې په اروپا کې د بیان آزادي په شاتګ کړی دی.
په داسې حال کې چې د دې غونډې تمرکز تر دېره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ پر هڅو و، ښاغلي ونس وویل، اروپا له امریکا سره له خپلو اصلي ارزښتونو څخه لیرې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د ده اندیښنه د روسیې یا چین له لوري له ګواښونو څخه نه بلکې دا ده چې اروپا ته له دننه څخه ګواښونه کېږي یعنې له خپلو ځینو اساسي ارزښتونو څخه په شاتګ ګواښ ورته کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر دا هم وویل چې په اروپا کې د بیان آزادي په شا تللې ده. ونس او ولسمشر ټرمپ دواړو له دې مخکې هم په اروپا کې د بیان د آزادۍ، په ځانګړي ډول د نفرت خپروونکو ویناوو او ناسمو معلوماتو د مخنیوي لپاره د ټولنیزو رسنیو د قوانینو پر څرنګوالي انتقادونه کړي وو.
ونس همداراز اروپا ته د هغو کډوالو د ننوتو په اړه هم خبرداری ورکړ چې امنیتي سوابق یې نه دي کتل شوي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې په مونشن ښار کې یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي پر خپل موټر د یوې مظاهرې کډنوال لاندې او ۳۶ کسان یې ټپیان کړل.
حماس او اسراییل د بندیانو د تبادلې په لړ کې نن نور کسان خوشې کوي
![د فبروري اتمه- د سره صلیب کاروان د بندیانو د تبادلې لپاره په غزه کې](https://gdb.rferl.org/7efec498-2317-48af-9c3f-6171abcd80b0_w250_r1_s.jpg)
فلسطینۍ حماس ډلې د هغو دریو اسراییلي برمته وو نومونه اعلان کړل چې په پام کې ده نن شنبې د بندیانو د تبادلې په بل پړاو کې خوشې شي.
دا کسان چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د حماس ډلې د پراخ برید پرمهال یرغمل شوي وو، د اسراییلو له زندانونو څخه له ۳۰۰ د ډېرو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کېږي.
د حماس په مشرۍ فلسطیني وسله والو ډلو له خوا د دریو اسراییلي برمته وو د نومونو اعلان ښيي چې په غزه کې حساس اوربند به پرځای پاتې وي.
له فلسطیني وسله والو سره د اسراییلي سرتېرو په ګډون پاتې ۷۳ تنه یرغمل تقریبا ټول نارینه دي او ګومان کېږي چې ښايي نیمايي به یې مړه شوي وي.
اسراییلو او حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د جنوري له ۱۹مې نېټې راهیسې چې په غزه کې اوربند اعلان شوی، تردې دمه پنځه ځلې اسیران تبادله کړي دي. په دې ترڅ کې ۲۱ اسراییلي یرغمل او ۷۳۰ فلسطیني بندیان خوشې شوې دي.
افغانه فرشته جامي د داعش سره د یوځای کېدو هڅې په تور مجرمه وپېژندل شوه
![د فرشته جامي دا عکس د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو خپور کړی دی](https://gdb.rferl.org/b13a7664-90b6-4fb9-466b-08dd4a80b3ca_cx0_cy1_cw0_w250_r1_s.png)
د بریتانیايي چارواکو په وینا، فرشته جامي، چې غوښتل یې له بریتانیا څخه افغانستان ته لاړه شي او د داعش ډلې سره یوځای شي، د محکمې لهخوا مجرمه وپېژندل شوه.
د بریتانیا پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لیسټر ښار محکمې پرون (پنجشنبه) فرشته جامي مجرمه وبلله. د پولیسو په وینا، دغه ۳۶ کلنه ښځه د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو مجرمه پېژندل شوې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، فرشتې جامي د ځان او خپلو ماشومانو لپاره افغانستان ته د یو طرفه سفر ټکټونه اخیستي وو او غوښتل یې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شي.
د پولیسو له قوله، د هغې له کور څخه نغدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.
همداراز، د بریتانیا پولیسو په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ پر ټولنیزو شبکو سختدریځه او تاوتریخوالي ته هڅونکي مواد خپاره کړي دي.
فرانسې د سوریې په اړه لا زیاتو اقداماتو ته چمتووالی اعلان کړ
![](https://gdb.rferl.org/8c541f1d-b8f1-4f1b-baf7-7445c962a0d4_w250_r1_s.jpg)
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په پاریس کې د سوریې نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وویل چې فرانسه چمتو ده چې د سوریې په جګړه کې د سختدریځو ډلو پر ضد لا زیات اقدامات وکړي.
هغه ټینګار وکړ:«سوریې ته باید ایران پلوه ملېشې بیا را نه شي.»
مکرون وړاندیز وکړ چې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې د «سوریې دیموکراتیک ځواکونه» دې د سوریې له ملي ځواکونو سره یو ځای شي.
ده همداراز د سوریې له موقت حکومت څخه وغوښتل چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف سره د سختدریځو ډلو پر ضد همکاري وکړي.
یاد کنفرانس، چې د اروپايي او عربي چارواکو په ګډون جوړ شوی و، د بشار اسد د حکومت له پرزېدو وروسته د سوریې په اړه درېیمه نړیواله ناسته وه.
په دې غونډه کې د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني، هم ګډون درلود.
ولسمشر ټرمپ د تعروفو او مالیو فرمان لاسلیک کړ
![](https://gdb.rferl.org/a1ef301f-277f-45a5-a0fb-c879743b9c6f_w250_r1_s.jpg)
د امریکا ولسمشر د «متقابل تجارت او تعرفو» فرمان لاسلیک کړ.
د دې فرمان پر اساس به امریکا ته د هغو هیوادونو پر وارداتي توکو مالیې او تعرفې لګول کېږي چې د امریکا پر صادراتو تعرفې لګوي.
دونالډ ټرمپ د پنجشنبې (د سلواغې ۲۵مه) په ماښام، د دې فرمان د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته وویل:
«د انصاف د تامین لپاره» یې دا پرېکړه کړې.
ده همداراز وویل، دا د ټولو لپاره عادلانه ده، هېڅ هېواد شکایت نه شي کولای.
ټرمپ زیاته کړه:
«نور هېوادونه زموږ څخه مالیې اخلي، نو زه غواړم همدومره مالیې له دوی واخلم.»
دونالډ ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ومنله چې دا پالیسي کېدای شي لنډمهاله انفلاسیون رامنځته کړي، خو په پایله کې به یې د امریکا د سوداګرۍ بازار ته وده ورکړي او هر ډول تجارتي ناانډولي به له منځه یوسي.