د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د نجونو له حضور پرته د کانکور ازموینې لومړي پړاو پیل ته خواشیني څرګنده شوه


ارشیف: په خوست کې د کانکور له ازموینو یو انځور
ارشیف: په خوست کې د کانکور له ازموینو یو انځور

د نجونو له حضور پرته د کانکور ازموینې لومړي پړاو پیل ته یو شمېر نجونو خواشیني څرګنده کړه.

وروسته له هغې چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې لومړۍ پړاو یوځل بیا د نجونو له حضور پرته پیل شو، یو شمېر نجونې وايي، دې کار بیا هم خواشینې کړي دي.

یو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، هیلې یې د هرې ورځې په تېرېدو له منځه ځي او خپله راتلونکې تیاره ویني.

د هرات او میدان وردګو ولایتونو دوه تنه له زده‌کړو بې برخې نجونو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

د هرات زده‌کوونکې وویل: "هغه وخت مو چې کانکور ته تیاری نیوه په یوه درسي فشار کې وو شپه او ورځ مو معلومه نه وه، خو دا یو ډېر خوږ سترس و، خو اوس چې د کانکور ازموینه ترسره شوې د خواشینۍ ځای دی چې نجونو ونه‌شو کولای په‌کې ګډون وکړي."

د میدان وردګ زده‌کوونکې وايي: "دا څوم کال دی چې د نجونو خوبونه چې د لوړو زده کړو لپاره لري بیا تر پښو لاندې کېږي، که داسې مخ ته ولاړ شي نجونې ډېرې خواشینې کېږي او افغانستان د دوی لپاره یو دوزخ ګرځي."

د زده‌کړو د برخې فعالان هم د نجونو له حضور پرته د کانکور ازموینې ترسره کېدل د خواشينې ځای بولي.

له دې ډلې خوشحال روهي، ازادي راډیو ته وویل: "یقیناً چې دا ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د افغان وطن لوڼي یوځل بیا په کانکور کې له ګډون څخه بې برخې کېږي او یقیناً چې دا به ډېرې ناوړه اغېزې ولري."

ارشیف: په غزني کې د کانکور له ازموینو له بهیره یو انځور. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. طالبانو له دې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په غزني کې د کانکور له ازموینو له بهیره یو انځور. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. طالبانو له دې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د یادونې ده چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو تېره ورځ د غبرګولي په ۱۷مه په لوګر، زابل، پروان، بامیان، کاپیسا، سمنګان، پنجشېر، بادغیس، غزني، هرات، پکتیا، غور، پکتیکا، نورستان، میدان وردګ او کونړ ولایتونو کې پیل شو.

نن د غبرګولي ۱۸مه او سبا د غبرګولي ۱۹مه به د دې پړاو دویمه او درېیمه ازموینه ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت د ازموینې ملي ادارې د معلوماتو له مخې د کانکور ازموینې دویم پړاو به د کابل په ګډون د چنګاښ په لومړی او دویمه، درېیم پړاو به يې د چنګاښ په ۷مه او اتمه او څلورم پړوا به د چنګاښ پر ۱۴مه اخیستل کېږي.

یادې ادارې، ویلي چې په پام کې لري سږ کال لږ تر لږه ۷۵زره نارینه نوماندان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې جذب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په تېرو کلونو کې، ښځينه زده‌کوونکو په کانکور ازموینه کې ښې لاسته راوړنې درلودې او څو ځله یې د دې ازموینې تر ټولو لوړې نمرې ګټلې وې.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او وروسته بیا پوهنتونو ته له تګ هم راوګرځولې.

که څه هم د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه له ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوې او د دې بندیزونو د لرې کولو غوښتنې هم شوي، خو طالبانو په خپله پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG