د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

تر ټولو نقض شوی شدید مورد د افغان نجونو پر ز‌ده‌کړو بندیز وبلل شو


ارشیف: د طالبانو له لوري له زده‌کړو محروم کړای شوې یوه زده‌کوونکې
ارشیف: د طالبانو له لوري له زده‌کړو محروم کړای شوې یوه زده‌کوونکې

د رواداري په نوم د بشر د حقونو سازمان وايي، په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو تر ټولو نقض شوی شدید مورد په دغه هېواد کې د نجونو زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز دی.

نن د جون میاشتې لومړۍ نېټه د ماشومانو نړیواله ورځ ده چې تقریباً په ۵۰ هېوادونو کې دا ورځ د ماشومانو لپاره د ښه ژوند برابرولو، د هغوی د حقونو ساتلو او د حکومتونو او اړونده بنسټونو له لوري یې د ستونزو د حل لپاره یې د اقداماتو ورپام کولو په هدف نمانځل کېږي.

خو په افغانستان کې ماشومان په څه وضعیت کې دي؟

د رواداري په نوم د بشر د حقونو سازمان وايي، په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو تر ټولو نقض شوی شدید مورد په دغه هېواد کې د نجونو زده‌کوونکو پر زده کړو بندیز دی.

د دغه سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "اوس په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو تر ټولو لوړ نقض د نجونو د حقونو نقض دی چې له زده‌کړو محرومې دي، دا هغه نقض دی چې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري، دوی د نجلۍتوب له امله له خپل اساسي حق، له زده‌کړو محرومې شوي."

اغلې اکبر وايي، دغه سازمان مخکې په خپل راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د نقض یو شمېر نورو مسایلو ته هم اشاره کړې وه چې په کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له امله اجباري ودونو ته د دوی اړې کېدل او له امله یې ترمنځ د ځانوژنې د پېښو زیاتېدل، د بېوزلي او جبري کار او له دوی د جنسي استفادې او په نظامې برخه کې د ګټې اخیستلو موارد شامل دي.

هغه ادعاوې چې د طالبانو حکومت په تېره کې رد کړي دي.

د رواداري په نوم د بشر د حقونو سازمان مشره شهرزاد اکبر
د رواداري په نوم د بشر د حقونو سازمان مشره شهرزاد اکبر

دا په داسې حال کې ده چې له زده‌کړو محرومې یو شمېر افغان نجونې هم وایي دا چې د زده‌کړو حق له دوی اخیستل شوی له رواني فشارونو سره یې مخ کړې دي.

د میدان وردګو ولایت او کابل ښار دوو اوسېدونکو چې د لسم او نهم ټولګیو زده کوونکې وې، د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د میدان وردګ اوسېدونکې وايي: "د نجونو چې ښوونځي تړل شوي، خصوصاً هغوی چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې اوسېږي، د کورنیو له‌خوا له رواني فشارونو سره مخ شوي، په زوره ودونو ته مجبورېږي. زه خپله خپل کلي کې داسې نجونې پېژنم چې واړه عمر کې زیات عمر لرونکو ته واده شوې، ژوند یې ورتریخ کړی دا ټول له امله دې امله چې پر موږ زده‌کړې بندې شوې."

د کابل اوسېدونکې وویل: "زه د یوې زده‌کوونکې په توګه دا ویلی شم چې دا د زده‌کړو بندیزونو له رواني فشارونو سره مخ کړي یوو او دا په نورو اړخونو هم منفي اغېز کولای شي. زه د طالبانو له حکومته غواړم چې موږ ته دې بېرته د زړه کړو (ښوونځیو) زمینه برابره کړي."

نېږدې زر ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په ورته وخت د بشري حقونو کارپوه او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ غړی ماهر مومند وایي، د طالبانو حکومت باید د ماشومانو د حقونو اړونده بنسټونو ملاتړ وکړي چې دوی ته د ښه ژوند برابرولو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مومند وايي: طالبان دې هېواد کې د اقتصادي حالت ښه کېدو او پر ځان بسیاینې ته کار وکړي، د هغو موسسو او بنسټونو ملاتړ دې وکړي چې د ماشومانو حقونو ته کار کوي او دوی ته دې ستونزې نه جوړوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د دې لپاره چې د ماشومانو ژوند خوندي شي د اقداماتو په اړه ویلی شو چې نجونو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره شي. طالبان دې هېواد کې د اقتصادي حالت ښه کېدو او پر ځان بسیاینې ته کار وکړي، د هغو موسسو او بنسټونو ملاتړ دې وکړي چې د ماشومانو حقونو ته کار کوي او دوی ته دې ستونزې نه جوړوي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغان ماشومانو د ستونزو، د نجونو د زده‌کړو د بندیزونو او د دوی د حقونو د تامینولو لپاره د اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، وړاندې یې بیا ویلي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونو پلي کېدو ته ژمن دي.

مخکې تر دې هم ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا "سېف د چلډرن" پرون د مې په ۳۱مه وویل چې له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسې چې په افغانستان کې طالبانو بیاځلې واک ترلاسه کړی، حالات نور هم خراب شوي او دا مهال افغان ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده چې د ماشومانو نړیواله ورځ په لومړي ځل ۱۹۲۵ کال کې په جینیوا کې د ماشومانو د هوساینې په اړه د یو نړیوال کنفرانس په ترڅ کې اعلان شوه چې هر کال په اکثرو هېوادونو کې د جون په لومړی نېټه نمانځل کېږي، خو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې بیا په ۱۹۵۰ میلادي کال کې د نومبر ۲۰مه نېټه د ماشومانو د حقونو په ورځ نومولې چې په ځینو هېوادونو کې ان تر یوې اوونۍ یا د نومبر له ۲۰مې نېټې تر ۲۷مې پورې نمانځل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG