د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د افغانستان په ځینو خصوصي ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د شمېر له کموالي شکایت


د افغان نجونو یو ټولګی- تصویر له ارشیفه
د افغان نجونو یو ټولګی- تصویر له ارشیفه

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو مسوولان وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د دوی د زده‌کوونکو په شمېر کې هېڅ زیاتوالی نه دی راغلی.

په افغانستان اقتصادي ناورين پر نورو برخو د اغېز تر څنګ د خصوصي ښوونځیو پر فعالیتونو هم اغېز غوړولی دی.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د يو شمېر خصوصي ښوونځيو مسوولان وايي، د جمهوري نظام د کلونو په پرتله په دې وروستيو درېیو کلونو کې د دوى د زده‌کوونکو په شمېر کې هېڅ زياتوالى نه دى راغلى او ان يو شمېر زده کوونکي يې کورنیو دولتي ښوونځيو ته سه‌پارچه کړي.

دوی د دې کار لامل د کورنیو د اقتصادي ستونزو زیاتوالي بولي.

په مزارشریف کې د ارمان بلخ خصوصي ښوونځي مدیر امین الله حکیم یار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په خصوصي ښوونځيو کې بايد هر کال د زده کوونکو شمېر زيات شي، خو د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله زياتوالى نه‌شته. کله چې مو ښوونځى جوړ کړ، ٦٠ زده کوونکي وو، بل کال دا شمېر دوه چنده شو، راتلونکی کال ۲۵۰ زده‌کوونکي راغله داخلې لپاره، خو دا شمېر دې دریو کلونو کې نه دی زیات شوی."

د حافظ نورغزنه خصوصي ښوونځي مشر حسیب‌الله ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر زده‌کوونکي د فیس ورکولو د نه توان له امله د کورنیو له‌خوا یې دولتي ښونځيو ته سې پارچه شوي دي.

هغه وايي: "لس يا پنځلس کسان دولتي ښوونځيو ته لاړل، که‌نه ډېر لايقه او راضي هم وو نمرې يې لوړې وې ويل يې اقتصادي وضيعت مو ښه نه دى دولتي ښونځيو ته لاړل."

د دې خصوصي ښوونځيو مسوولان وايي چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره سره فعالیت کوي خو لګښتونه نه شي پوره کولای، ځکه د دوی په وينا ډېرو بېوزلو کورنيو ته يې د زده‌کړو زمينه برابره کړې ده.

يو شمېر کورنۍ هم وايي چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دی او د شخصي ښوونځيو د فيس پيسې نه‌شي ورکولى.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره نجونې یوازې تر شپږم ټولګي زده کړې کولی شي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره نجونې یوازې تر شپږم ټولګي زده کړې کولی شي

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي حمید ازادي راډيو ته وویل، غوښتل یې چې خپله لور په یوه خصوصي ښوونځي کې شامله کړي، خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېده.

هغه وايي: " دندې نه‌شته او د بېکارۍ کچه لوړه شوې ستونزې ورځ تر بلې زياتېږي. يوه لور مې ده، په دولتي ښوونځي کې مې داخله کړه، په خصوصي ښوونځي کې مې د هغې د نوملیکنې او ثبت توان نه درلود."

دى زياتوي، سره له دې چې په دولتي ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو، کتابونو، ودانۍ، مېز او چوکيو د کمښت ستونزې شته، خو په خبره یې اړ دي چې خپل ماشومان دغو ښوونځيو ته واستوي.

د کابل ښار يوې اوسېدونکې حميرا ازادي راډيو ته وويل، ورور يې په يوه شخصي ښوونځي کې و، خو د اقتصادي ستونزو او د پلار د بې روزګارۍ له امله يې دولتي ښوونځي ته سې پارچه کړ.

هغه وايي: "ورور مې درې کاله په یوه خصوصي ښوونځي کې زده‌کړې کولې، خو تېر کال له دې امله چې زموږ مالي وضيعت ښه نه و او پلار مې د ښوونځي فیس نه شوای ورکولای، هغه مو دولتي ښونځي ته سه‌پارچه کړ."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغو ستونزو او په افغانستان کې د خصوصي ښوونځيو د شمېر په اړه د خصوصي ښوونځيو د ټولنې له مسوولانو سره خبرې وکړي، خو بريالی نه شو.

خو د دې ټولنې مسوولانو تېر کال په افغانستان کې د ثبت شويو خصوصي ښوونځيو شمېر ٣٦٠٠ ښودلى و او هغه مهال يې ويلي وو چې سلګونه خصوصي ښوونځي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي راتګ وروسته د دولتي او خصوصي ښوونځیو دروازې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوي چې د خصوصي ښوونځیو د مسوولانو په وینا د دوی پر فعالیتونو یې منفي اغېز کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG