د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

په تبعید کې تر یو چتر لاندې د ماشومانو د ادبیاتو برخه کې د فعالیتونو د دوام غوښتنه وشوه


په امریکا کې یوه لیکوال په پښتو او دري ژبو افغان ماشومانو لپاره کتابونه لیکلي دي.
په امریکا کې یوه لیکوال په پښتو او دري ژبو افغان ماشومانو لپاره کتابونه لیکلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته له دغه هېواده کډه شوي د ماشومانو د ادبیاتو ځینې لیکوال وايي، اړتیا ده چې په تعبید کې هم په یاده برخه کې فعالیتونه ونه درېږي او د امکان په صورت کې تر یو چتر لاندې کار وشي.

د ماشومانو د ادبیاتو یو شمېر افغان لیکوالان اندېښنه لري چې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او له دغه هېواده په ډېری برخو کې د کادرونو په کډوال کېدو سره د ماشومانو د ادب په برخه کې رامنځته شوې نسبي پرمختک بیا ټپ نه‌شي.

یو شمېر دوی وايي، اړتیا ده چې په تعبید کې هم په یاده برخه کې فعالیتونه ونه درېږي.

د قلم لار ټولنې له‌خوا افغان ماشومانو ته وېشل شوي کتابونه. ارشیف
د قلم لار ټولنې له‌خوا افغان ماشومانو ته وېشل شوي کتابونه. ارشیف

فرانسې ته کډه شوې ماشومانو ته د کیسو لیکوالې خالدې تحسین ازادي راډیو ته وايي: "زما په نظر هغوی چې په تعبید کې کار کوي، که یو ګډ بنسټ جوړ کړي چې لیکوال تر یو چتر لاندې راټول شي، دا سمه ده چې هر یو په بېل هېواد کې دی او هر خوا ویشل شوي یوو، خو مونږ کولای شو د ټولنیزو شبکو له لارې دا کار وکړو."

اغلې تحسین وايي، په دې توګه به لیکوال خپل فعالیت ولري، کتابونه به یې چاپ شي او افغان ماشومانو سره به یې اړیکه نه پرې کېږي.

لندن ته کډه شوی ماشومانو ته د کیسو لیکوال نورګل شفق هم د ماشومانو ادبیاتو ته د کار په دوام ټینګار کوي، په خبره یې هغه که په منفرد ډول یا هم تر یو چتر لاندې وي.

شفق وویل: "په وطن کې هم چې وو بېلابيل بنسټونه په بېلابیلو ډولونو سره لګیا وو، که منفرد وي که د یو چتر لاندې، کار دې وشي، د ماشوم ادبیاتو ته چې کوم کار روان و، هغه دې نه درېږي."

شفق وايي، دا چې نن سبا کډوالي ډېره شوې او په بهر کې افغان ماشومان د خپلې مورنۍ ژبې د هېرولو له اندېښنې سره هم مخ دي، د ماشومانو ادبیاتو ته کار ډېر مهم دی.

دا غوښتنې داسې مهال دي چې د ویکيپدیا ویبپاڼې د معلوماتو له مخې نن د جون لومړۍ نېټه په شاوخوا پنځوسو هېوادونو کې د ماشوم د ورځې په توګه نمانځل کېږي.

لیکوال او شاعر پیرمحمد کاروان، چې ماشومانو ته یې ګڼ شعرونه لیکلي او دا مهال هم په افغانستان کې دی، د ماشومانو د ادبیاتو د ارزښت په اړه وايي: "د ماشومانو لپاره ادبیات یا د ماشومومانو لپاره کتابونه، که شعر وي، که کیسه وي که ډرامه وي چې د ماشوم د فطرت او د دوی له مزاج سره برابره وي، دوی ته ډېره ګټه رسوي، ځکه ماشومانوب د انساني ژوند د تهداب لومړنۍ خښته ده."

لیکوال او شاعر پیرمحمد کاروان
لیکوال او شاعر پیرمحمد کاروان

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په اکثرو برخو کې له افغانستانه د کادرونو د وتلو په بهیر کې په ډېر شمېر هغه لیکوال او د بنسټونو مسوولان چې د ماشومانو ادبیاتو لپاره یې کار کولو هم بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول.

د ماشومانو د ادبیاتو ملي ټولنه، د ماشومانو د ادبیاتو کور او مصور خپرندوی بنسټ په پلازمېنه کابل او یو شمېر نور خپرندویه بنسټونه په ولایتونو کې فعاله وو.

دغه شان یو شمېر نړیوالې موسسې هم وې چې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې یې کار کاوه.

خو شته یو شمېر لیکوال او بنسټونه چې لا هم په افغانستان کې دي او په یاده برخه کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG