د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د ماشوم د ادبیاتو د ودې لپاره د مرستو د جلبولو صندق پرانېستل شو


د ماشوم د ادبیاتو د ودې او پراختیا لپاره د مالي مرستو د جلبولو صندق پرانېستل شو.

په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د ماشوم د ادبیاتو د کور مشر اجمل تورمان وویل، هڅې یې پیل کړي چې د هېواد د ماشومانو د ذهني سالمې ودې لپاره، د دوی د ذوق او استعداد سره سم، فرهنګي کارونه وکړي.

په غونډه کې د ځینو دولتي او غیردولتي موسسو استازو دغه هڅه وستایله او ژمنې یې وکړې چې په دې برخه کې به مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ماشوم د ادبیاتو لپاره لږ کار شوی، خو د ماشوم د ادبیاتو د کور مسوولین وايي، هڅې کوي چې په د هېواد کې د فرهنګ دغه وروسته پاتې برخه پیاوړي کړي.

د ماشوم د ادبیاتو د کور مشر اجمل تورمان د شنبې په ورځ په کابل کې د ماشوم د ادبیاتو د کور د مالي مرستې د صندق د پرانیستلو پر مهال وویل، د ماشوم د ذهني او جسمي سالمې ودې لپاره، د ماشوم د ادبیاتو دودول ضروري دي او هڅې کوي چې په دې برخه کې، مثبت بدلونونه رامنځته شي.

ښاغلي تورمان زیاته کړه:

"موږبه په نږدې راتلونکې کې د هغو لیکوالو او رسنیو لپاره چې په ۱۳۹۴ کې د ماشوم ادبیاتو ته کار کړی، دوی ته د ستاینلیکونو او جایزو پروګرام جوړ کړو. هڅه کوو د یو سمینارله لارې لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو څخه وغواړو چې د زده کړو او تحصیل په نصاب کې د ماشوم ادبیات ځای کړي. موږ ستاسې د ماشومانو لپاره د ادبیاتو په برخه کې نه ستړي کیدونکې هڅې کوو."

ښاغلي تورمان وویل، په دې برخه کې یې له څو کلونو راهیسي هڅې جاري ساتلي خو اوس مهال چې د ماشوم د ادبیاتو کور، په رسمي توګه په کار پیل کړی، د دولتي او غیر دولتي موسسو مالي او تخنیکي مرستې به یې، پر فعالیتونو مثبت اثر وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرعبدالباري جهاني وویل، د ماشومانو د سالمې فکري روزنې لپاره، د ماشوم د ادبیاتو دودول ضروري دي.

ده ژمنه وکړه چې د ماشوم د ادبیاتو له کور سره به، مالي او مشورتي مرستې وکړي:

"ادب د ټولنې د کلتوري سطحې د لوړولو تر ټولو ښه تعارف کوي،په افغانستان کې د کوچنیانو، ځوانانو او د ښځو د ادبیاتو لپاره لږ کار شوی، ماشومان خاصو ادبیاتو ته ضرورت لري، موږ دا هڅه ستایو او د وزارت د وسې پورې به ورسره مالي او مشورتي مرستې وکړو."

د افغانستان د جمهور ريیس اشرف غني فرهنګي سلا کار اسداله غضنفر وویل، د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ لومړني بنسټونه د ماشوم له سالمې روزنه او له علم او ادب سره د دوې له بلدولو سره تړلي دي،همدارنګه تاکید یې وکړ چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وشي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت استازي وویل، هڅې به وکړي چې د زده کړو په نصاب کې، دغې برخې ته ځاې ورکړل شي.

که څه هم په افغانستان کې د معلوماتي تکنالوژۍ او د تلویزیونو رامنځته کیدو د ماشومانو پام وراړولې خو کورنۍ وايي چې د ماشوم ادبیات، که کیسې وي که شعرونه، که روزنیز رسمونه وي او که دې ته ورته نور څه وي، د ماشوم پر تهذیب او راتلونکو کړو وړو او روحي وضعیت ډیر اثر کولای شي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG