د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

طالبان د ښځو په سپکاوي، محرومیت، د هغوی پر وړاندې په تبعیض او تفکیک تورن ګڼل شوي


ارشیف: په کابل کې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یو نوی راپور خپور شوی دی.

د ریچارډ بینېټ نوی راپور پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ویبپاڼه کې خپور شوی چې په‌کې طالبان د نجونو او ښځو انساني کرامت ته په سپکاوي، د هغوی د محرومیت او د هغوی په وړاندې په تبعیض او تفکیک تورن ګڼل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ دا ۲۱مخیز راپور د طالبانو د حکومت ټولې هغه کړنلارې او دریځونه ننګولي چې له امله یې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

بینېټ طالبان تورن کړي چې د ښځو پر وړاندې یې د محدوونکو پالیسیو په لګولو سره د جنسیت له مخې د ظلم یو بنسټیز سیسټم رامنځته او عملي کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ

هغه د بېلګې په توګه د ۲۰۲۳م کال له جون راهیسې د طالبانو له‌خوا د ځینو هغو پالیسیو یادونه کړې چې د ښځو او نجونو حقونه یې لا پسې مات کړي دي.

د ۲۰۲۳م کال په جون کې د بینېټ په خبره طالبانو بهرنۍ نادولتي موسسې د تعلیمي پروګرامونو له مخته وړلو منع کړل چې په‌کې محلي ټولګي هم شاملېږي.

د راپورونو په اساس د کندهار په ولایت کې سلګونه هغه محلي ټولګي تړل شوي چې یونېسف تمویلول او په‌کې له ښوونځيو محرومې زرګونه نجونې او هلکان په زده کړو بوخت وو.

بینېټ وړاندې په دغه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز د جبري ودونو، پر نجونو د ظلم او ستم د زیاتېدو پر هغوی د جنسي تېري او جنسي ځورونې پېښې زیاتې کړي او ورسره په نسلي لحاظ د افغانستان په ټولنه کې دا پدیده داسې ناوړه عواقب لري چې جبران به یې سخته وي.

ریچارډ بینېټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د ظلم او ستم پر وړاندې غږ پورته کړي او طالبانو دا کړنې د جنسیت په اساس د انسان ضد جنایت په توګه وپېژني.

هغه خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه د طالبانو د درولو لپاره کوټلي ګامونه پورته نه کړي د هغوی دا کړنې به خورا بدې نسلي اغېزې پرېږدي چې ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.

اخوا د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار د ریچارډ بینېټ له دغه تفصیلي راپور هرکلی کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار

هغې ویلي افغان ښځې او نجونې حس کوي چې نړۍ هېرې کړي او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور دا راپور د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د دې په خبره جنایتونو جدیت په ډاګه کوي.

طالبانو لا د دې راپور تر لیکلو پورې د ریچارډ بینېټ د دغه راپور په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی حکومت بیا مخکې اکثر هغه راپورونه رد او یا د افغانستان له واقعیتونو لرې بللي وو چې د طالبانو حکومت او چارواکي په‌کې د ښځو او بشري حقونو په نقض تورن پېژندل شوي وو.

تازه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم چې د روسیې د کازان په کوربه توب د پوهنې په یوه نړیوال فوروم کې د طالبانو د پوهنې د وزیر حبیب الله اغا په ملتیا ګډون کړی د نړۍ ځينې هېوادونه تورن کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

د عکس ښي لور ته د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا او چپ لور ته د دوی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې دا مهال یې په روسیه کې په یوه غونډه کې برخه اخیستې ده.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا او چپ لور ته د دوی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې دا مهال یې په روسیه کې په یوه غونډه کې برخه اخیستې ده.

د ندیم او حبیب‌الله اغا په مشرۍ وزارتونه او تر هغه ورپورته د طالبانو رهبري له ښوونځیو او لوړو زده کړو د میلیونونو افغان نجونو د محرومیت اصلي مسوولان بلل کېږي.

دوی د نړۍ له پرله‌پسې غوښتنو او فشارونو سره سره د تعلیم او لوړو زده کړو په برخه کې له خپل دریځ نه دي په شا شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG