د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

میدان وردګ کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ د خونې پرانیستل او د ښځینه سوداګرو ستونزې


د یو شمېر افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون - ارشیف
د یو شمېر افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون - ارشیف

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ په میدان وردګو ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پرانستلو خبره کړې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر سوداګرې ښځې وايي کاروبار یې کمرنګه او د تولیداتو لپاره یې د صادراتو زمینه برابره نه ده.

د میدان وردګو ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړې لیلما امرخېل وايي، دوی دا خونه خکه جوړه کړې چې د سوداګرو ښځو ستونزو ته په کې رسېدنه وشي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

" موږ غواړو چې له دوی سره هم مرستې وشي، د فعالیت او کار زمینه ورته برابره شي،دوی باید وپېژندل شي او د سوداګریو د خونو غړیتوب ولري او دوی جواز واخلي چې رسمي کار او فعالیت وکړي."

خو يو شمېر سوداګرې ښځې وايي چې د پخوا په پرتله يې کاروبار کمرنګه شوی دى.

د یو شمېر ښځینه سوداګرو تولیدات
د یو شمېر ښځینه سوداګرو تولیدات

له دې ډلې د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې انیسې ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ کارونه څه نا څه مخکې ځي،تېر کال یو څه وه چې دوبۍ ته مو صادرات درلودل او سږ کال په دې برخه کې تر اوسه څه نه لرو."

یو شمېر نورې سوداګرې ښځې هم د صادراتو لپاره د زمینې نشتوالی د دوی د کار پر وړاندې د خنډونو یو لامل بولي.

په کابل کې د لاسي صنایعو یوه سوداګره خدیجه وايي:

"په کافي اندازه بازار نشته، پلور پېر نشته، پیسې نشته، په هغې کچې چې مخکې به پلور او پېر کېده، واردات او صادارات به کېدل،اوس مهال په هغې اندازه نه کېږي."

له دې ډلې ښځو، غنچه ګله چې په هرات ولایت کې د شاتو د تولید په برخه کې کار کوي، ازادي راډیو ته یې وویل:

" له بده مرغه چې بازارونه خراب شول، په خلکو کې پیسې ورکې شوې،زموږ عمومي ستونزه دا ده چې له بده مرغه بازار نه لرو، مخکې نندارتونونه ډېر وه کولای مو شول چې نندارتونونو کې ګډون وکړو او خپل محصولات وپلورو."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې "UN Women"د سه شنبې په سهار په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په ننګرهار ولایت کې سوداګرو ښځو د دې ادارې له ځانګړې استازې الیسون داودیان سره کتلي او د ښځو په رهبرۍ د سوداګرۍ او بازارونو ته یې د لاسرسي لپاره د مالي او تخنیکي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ښځینه صنعت کارانې د تولیداتو لپاره یې د بازار غوښتنه لري
ښځینه صنعت کارانې د تولیداتو لپاره یې د بازار غوښتنه لري

د سوداګرو ښځو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه مو د طالبانو د حکومت چې د ښځو پر فعالیت او کار یې سخت بندیزونه لګولي، د دوی د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وپوښت، خو نوموړي ځوابد دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتننې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د دوشنبې په ورځ په میدان وردګو کې د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ د ریاست د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت د اسلامي شریعت د اصولو پر بنسټ ښځو ته د سوداګرۍ اسانتیاوو په برابرولو ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د حمل میاشتې په پای کې په یوه راپور کې ویلي وو چې د سوداګرو ښځو فعالیتونو د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې دغو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، خو د بازار او پانګې د نشتوالي په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG