د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

کابل کې ملي او نړیوال نندارتون؛ ۲۰۰ غرفې ښځینه‌وو ته ځانګړې شوي


په افغانستان کې د یوه نندارتون څنډه
په افغانستان کې د یوه نندارتون څنډه

د صنعت اوونۍ اوه ورځنی ملي او نړیوال نندارتون نن یکشنبه په کابل کې پرانیستل شو.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي، په دې نندارتون ۸۰۰ غرفې اېښودل شوي، چې ۲۰۰ یې ښځو ته ځانګړې دي.

دغه نندارتون چې د ثور تر ۲۸مې به دوام وکړي، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان د نړیوال نندارتون د مرکز له خوا جوړ شوی دی.

د نندارتون جوړونکي وايي چې ګډونوالو خپل تولیدات په ۸۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي چې ۲۰۰ یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

د افغانستان د نړیوال نندارتون د مرکز د عامه اړیکو مسوول منصور یوسفزي د دغه نندارتون د جوړېدو د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل: "دغه نندارتون د افغانستان له صنعتي سکټور څخه د ملاتړ، د هېواد د اقتصاد پر ځان بسیا کېدو او د افغانستان د صنعتي سکټور د نړیوال کېدو په هدف جوړ شوی دی."

د نوموړي په وينا، په دغه نندارتون کې د صنعت، کرنې، کانونو، ټکنالوژۍ، مخابراتو او بانکدارۍ د برخو سوداګر ګډون کوي.

هغه زياته کړه، په دې نندارتون کې پر کورنيو شرکتونو سربېره د ايران په ګډون د نورو هېوادونو يو شمېر شرکتونو هم برخه اخيستې ده.

یو شمېر سوداګر او صنعتکاران د دغه نندارتون جوړېدل د خپلو تولیداتو د معرفۍ او د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم بولي او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې د صنعت برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

ارشیف: په کابل کې د یوه نندارتون څنډه چې افغاني ښځینه جامې په کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
ارشیف: په کابل کې د یوه نندارتون څنډه چې افغاني ښځینه جامې په کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

د پامیر کولا شرکت مسوول محمد شعیب شینواري ازادي راډیو ته وویل، په نندارتون کې د خلکو ګډون او ورنه هرکلی پراخ و او دا به د دې لامل شي چې خلک د خپلو هېواد له کورنیو تولیداتو سره اشنا شي.

شینواری وايي: "دا هم د صنعتکارانو او هم د عامو خلکو لپاره خورا ګټور دی. عام خلک پوهېږي چې زموږ هېواد څه تولیدوي او معلومات ترلاسه کوي."

د دغه نندارتون یوې بلې ګډونوالې وحیدې شېرزاد ازادي راډیو سره خبرو کې، د ورته نورو نندارتونونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.

هغه وايي: "زما شرکت زعفران، د شات او لاسي صنایعوو او دغه شان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو دی. که دا ډول پروګرامونه ژر جوړ شي، دا به د ټولو شرکتونو لپاره لویه لاسته راوړنه وي. زه هیله لرم چې سوداګر په دې پروګرامونو کې لاسته راوړنې ولري."

بل خوا د ټکنالوژۍ په برخه کې یو سوداګر او د دغه نندارتون یو ګډونوال احمد وایل محمود د تولیدي فابریکو لپاره له لوړ مالیې او د جواز له فیس څخه شکایت وکړ.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "البته ستونزې شته، که څه هم اوسنی حکومت لږ ښه دی، له موږ سره مرسته کوي، خو موږ د دوی لا ملاتړ غواړو، ځکه چې کله موږ په یوه ځای کې فابریکه جوړه کړو، مالیه او جواز یې مونږ ته لږ ګران پرېوځي."

د صنعت اوونۍ ملي او نړيوال نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې مخکې تر دې د غويي په ۶مه د افغانستان او قزاقستان ګډ نندارتون هم جوړ شوی و.

د افغانستان د نړيوال نندارتون د مرکز د شمېرو له مخې، په تېر کال کې د قطر، عمان، ايران، ترکيې، قزاقستان او ترکمنستان په څېر هېوادونو سره د افغاني محصولاتو نږدې لس ګډ نندارتونونه جوړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به په ازبکستان او ایران کې هم ګډ نندارتونونه جوړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG