د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

د بخښنې نړیوال سازمان: اړتیا ده څو "جنسیتي توپیر" د جرم په توګه وپېژندل شي


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان غواړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جنسیتي اپارټایډ یا جنسیتي توپیر د جرم په توګه وپېژندل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د هغو رژیمونو په وړاندې د مبارزې په موخه د هڅو د پیاوړتیا لپاره چې په سیستماتیک ډول د جنسیت پر بنسټ ظلم ترسره کوي، اړتیا ده چې د نړیوالو قوانینو له مخې جنیستي اپارټایډ "جنسیتي توپیر" د جرم په توګه وپېژندل شي.

د دغه سازمان له لوري د دوشنبې په ورځ په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې د بخښنې نړیوال سازمان د عمومي منشي اګنس کالامارد له قوله راغلي چې دوی د افغانستان او ایران په ګډون او له دې هاخوا د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض د رسمیت پېژندلو د غوښتنې د مخکښانو له کمپاین سره یوځای کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه نه ده توانېدلې چې په ښځو، نجونو او جنسیت بدلو د تپل شوي اوسیستماتیک ظلم او جبر ته په کافي اندازه رسېدنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بخښنې نړيوال سازمان د جرم په توګه د جنسیتي اپارټايډ پېژندنه چې په خبره یې د نړیوال قانون یوه لویه تشه بلل کېږي، ملاتړ کوي.

خو د جنسیتي اپارټایډ اصطلاح څه معنا لري؟

سیدي وايي: دا مهال طالبانو په افغانستان کې ښځې چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، په سیستماتیکه توګه لرې کړي اوهغوی یې د ښځې‌توب له امله له خپلو ټولو مدني حقونو بې برخې کړې دي.

د بشري حقونو فعال واسع سیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "جنسیتي اپارټایډ په دې معنا دی چې د ځینۍ هېوادونو حاکمان د ټولنې د یوې ځانګړې طبقې پر وړاندې د رنګ، پوستکي یا د وګړو د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک چلند کوي؛ مثلاً دا مهال طالبانو په افغانستان کې ښځې چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، په سیستماتیکه توګه لرې کړي اوهغوی یې د ښځې‌توب له امله له خپلو ټولو مدني حقونو بې برخې کړې دي."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم پر دې موضوع ټینګار کوي او وايي چې د جرم په توګه د جنسیتي اپارټایډ پېژندنه به یې د ترسره کوونکو د محاکمې زمینه برابره کړي.

د ښځو د حقونو فعالانه نظیفې حقپال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که دا مسئله په رسمیت وپېژندل شي، د دې زمینه به برابره کړي چې د جنسیتي تبعیض سرغړونکو سره قانوني چلند وشي."

یوې بلې فعالې کویتا صدیقي وايي: "موږ په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ د عاملانو محکمې ته د راکاږلو غوښتونکي یو، همدارنګه د دې اوسني کړکېچن وضعیت بدلون چې په هېواد کې روان دی، کله چې طالبان حکومتولي کوي باید د ښځو د حقونو د دفاع لپاره ځانونه ژمن کړي او دوی ته په خپل حکومت کې هم ځای ورکړي."

ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

تر دې مخکې هم د افغان ښځو د حقونو فعالانو، له ایراني ښځو سره په ګډه په نړیوالو قوانینو کې د جرم په توګه د جنسیتي اپارټایډ یا جنسیتي توپیر د پېژندنې غوښتنه مطرح کړې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو دوی پر افغانستان په بیا واکمنېدو سره په تیرو درېیو کلونو کې د نورو بندیزونو او محدودیتونو تر څنګ د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو، په ښوونځیو کې له شپږم ټولګی پورته او په پوهنتونونو او نورو تعليمي مرکزونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG