د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د خوړو او کرنې سازمان: ۶۰ سلنه افغانان د خوراکي موادو د پېرلو وس نه لري


ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته د وچې ډوډۍ لپاره منتظرې بېوزله مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته د وچې ډوډۍ لپاره منتظرې بېوزله مېرمنې او ماشومان

د خوړو او کرنې سازمان وايي چې شپېته سلنه افغانان د خوراکي موادو د پېرلو وس نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې له یوې سروې وروسته وویل چې تر نیمايي ډېر افغانان د خوراکي موادو د رانیولو وس نه لري.

دې سازمان په خپل فصلي راپور کې د اړتیاوړ شیانو په رانیولو کې د خلکو بې‌وسي او پرله‌پسې وچکالۍ په افغانستان کې د اکثرو خلکو لپاره دوه مهم اقتصادي ټکانونه بللي دي.

د خوړو اوکرنې سازمان په خپل راپور کې ویلي چې ډېری کورنۍ عاید نه لري او په پورونو ژوند کوي.

ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزلې کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزلې کورنۍ دسترخوان

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان دا راپور د سږ کال د جنورۍ د ۲۴مې او د فبرورۍ د ۲۸مې ترمنځ په ټول افغانستان کې له زرګونو خلکو سره د مخامخ خبرو پر اساس ترتیب کړی دی.

د دغه راپور پر اساس، په افغانستان کې ډېری خلک د خوراکي موادو له لوړ قیمت او وچکالۍ څخه ځورېدلي دي.

د سروې پر اساس، ۶۰ سلنه د خوراکي توکو د لوړې بیې له امله او ۵۸ سلنه د وچکالۍ له امله په تنګسه کې دي. سربېره پر دې، لس سلنه خلک پرته له کوم عاید څخه ژوند کوي.

تېره میاشت د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" وویل، په افغانستان کې په هرو سلو کسانو کې ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

یو شمېر کورنۍ، چې له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي، شکایت کوي چې د خوړو او ژوند کولو لپاره څه نه لري او د مرستو غوښتنه کوي.

ارشیف: بېوزلۍ د نیمرزو دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې کړې دي.
ارشیف: بېوزلۍ د نیمرزو دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې کړې دي.

له هغه وخته چې طالبانو واک تر لاسه کړی، او په افراطي پالیسیو یې ښځې له تعلیم او کار څخه راګرځولي، وضعیت خراب شوی دی.

د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د خپل راپور د چمتو کولو لپاره یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له شاوخوا ۹۵۰۰ کسانو سره مستقیمې خبرې کړي دي.

سروې ښيي چې د عاید کمښت، چې د پېرودلو لپاره د خلکو وړتیا محدودوي، کورنۍ په تېره بیا هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي، د خوړو په موندلو کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوې دي.

د خوړو او کرنې سازمان وايي چې تر ۹۰ سلنه ډېر افغانان د عاید له کموالی سره مخامخ دي، او شاوخوا ۶۰ سلنه کسانو، چې د دوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي، ویلي چې دوی هیڅ عاید نه لري.

وروستیو سېلابونو او له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د لکونو کډوالو ایستلو هم د افغانانو کړاوونه زیات کړي او د کار فرصتونه یې نور هم محدود کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG