د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د طالبانو حکومت د ځینو ادارو کارکوونکي: د دوو میاشتو معاشونه مو نه دي اخیستي


د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مالیې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مالیې وزارت

د طالبانو حکومت د یو شمېر دولتي ادارو کارکوونکي د دوی په معاشونو کې د ځنډ له امله شکایت کوي.

په افغانستان کې د یو شمېر دولتي ادارو کارکوونکي وايي، د طالبانو حکومت دوی ته د دوو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي چې له دې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې معاشونه یې ورکړي.

امېد چې په پلازمېنه کابل کې ښوونکی دی، ازادي راډیو ته یې وویل: "زه دولتي دنده لرم، د ثور میاشتې معاش مو نه دی اخیستی، د کور کرایه لرو، په رښتیا ورته ډېره اړتیا لرو، د معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله ډېر جنجالونو کې یوو."

د یوې بلې دولتي ادارې کارکوونکى چې نه غواړي د موضوع د حساسيت له امله یې په راپور کې خپل او د دندې ځاى نوم یاد شي، د ورته ستونزې يادونه کوي.

د طالبانو د یوې ادارې کارکوونکی وايي: دا مهال زه له دوکاندار، نانوايي او د ګازو له دوکان پوروړی یم، بس همدا فکر کوم چې کله به مو معاش راشي، نو اسلامي امارت باید هڅه وکړئ چې معاشونه زر راورسوي.

هغه وویل: "زموږ ستونزه دا ده چې معاشونه ځنډېدلي د هر چا ذهن او فکر معاشونو خواته دی. دا مهال زه له دوکاندار، نانوايي او د ګازو له دوکان پوروړی یم، بس همدا فکر کوم چې کله به مو معاش راشي، نو اسلامي امارت باید هڅه وکړئ چې معاشونه زر راورسوي."

د یو بلې دولتي ادارو کارکوونکې، چې د کورنۍ مشره او ګټيالۍ ده او دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم او د کار ځای یاد شي، ازادي راډيو ته وویل: "دوه میاشتې کېږي چې موږ ته يې معاشونه نه دي راکړي، د کور ټول لګښتونه مې په غاړه دي، پلار مې مړ شوی."

د دغو ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند ولي حقمل وپوښتل شول، خو د راپور تر خپرېدو پورې يې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د جوزا میاشتې په لومړیو کې په دوه میاشتې ځنډ سره د ۱۴۰۳ مالي کال کلنۍ بودجه تصویب کړه.

د دولتي اداراتو د کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې د ځنډ خبره په داسې حال کې کېږي چې د ورځني خرڅ تر څنګ ډیری دوی په کرايي کورونو کې ژوند کوي او باید میاشت په میاشت د کور خاوند ته کرایه ورکړي.

په تېر جمهوري نظلم کې هم کله کله د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې ځنډ رامنځته کېده چې هغه مهال یې د بودیجې د تصویب په بهیر کې ځنډ په ګوټه کېده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کډوالو نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" ویلي چې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دى.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې سږ کال شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه انسانان چې د افغانستان د ټولو وګړو له نیمايي ډېره برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو په ستنېدو او وروستيو اورښتونو او سيلابونو ته په کتو ياد شمېر لا زیات شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG