د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د متقاعدانو شکایت؛ طالبانو مو د معاشونو د راکړې ژمنه نه ده عملي کړې


له ارشیفه د یو شمېر افغان متقاعدانو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغان متقاعدانو تصویر

په افغانستان کې ۱٤۰۲ کال داسې مهال مخ په ختمېدو دی چې د متقاعدینو ټولنه وايي درې کاله کیږي چې متقاعدينو ته د دوی حقوق نه دي ورکړل شوي.

د دې ټولنې مشر افندي سنګر د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه چې نېږدې وختونو کې به د متقاعدينو حقوق ورکړي، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره لا یې هم درک نه‌شته.

هغه زیاتوي:

" نن په افغانستان کې تر ټولو غريب او بې وزله خلک متقاعدين دي چې سپېن ږيري شوي او نور کار نشي کولى، ځینې متقاعدين سخت کارونه کوي او ناروغان دي. ښاغلي مجاهد صاحب هم موږ ته ويلي وو. چې دوی خپل مشر ته طرحه استولی او ډېر ژر به د متقاعدینو حقوق ورکړل شي خو له شپږو میاشتو څخه زیات وخت واوښت معاشونه یې لا هم نه دي ورکړل شوي."

ښاغلي سنګر ازادي راډيو ته زياته کړه چې په تېرو درېيو كلونو كې ډېرو متقاعدينو سختې ورځې تېرې کړي او په ژمي، روژه او اختر کې له ستونزو سره مخ وي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته افغان متقاعدینو بیا- بیا د معاشونو له نه ورکولو شکایت لري - تصویر له ارشیفه
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته افغان متقاعدینو بیا- بیا د معاشونو له نه ورکولو شکایت لري - تصویر له ارشیفه

یو شمېر متقاعدینو او د هغوی کورنیو هم ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې د تقاعدحقوقو د نه‌شتون له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

عبدالواسع په کابل کې یو له تقاعد شويو څخه دى چې ازادي راډیو ته وویل:

" ما ۴۵ کاله د معارف په مطبعه کې دنده ترسره کړې، له شپې تر سهاره پورې مې کار کاوه، اوس چې تقاعد شوی یم، درې کاله کېږي چې په بې ورلۍ او بېچارګۍ کې ژوند کوم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې اوس د روژې د مبارکې میاشتې لپاره زمونږ تقاعد راکړي."

د یوې بلې متقاعدې کورنۍ مشره رونا وايي، د خپل مړ شوي خاوند د تقاعد په پیسو ژوند تېروي، خو له هغه وخته چې د هغه د تقاعد حقوق یې نه دي اخيستي، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

" له څو کلونو راهیسې چې مې خپل د میړه تقاعد نه دى اخيستى. موږ له ډیرو ستونزو سره مخ يو موږ په کرايي کور کې ژوند کوو. تیر ژمي کې موږ د سونګ لپاره هیڅ نه درلودل، اوس په روژه کې موږ مناسب خواړه نه لرو. کله چې ماشومانو ته مې ګورم زړه مې درد کوي تر سهاره ويښه پاتې کېږم."

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د متقاعدینو د تقاعد د حقوقو د ورکړې په برخه کې د پرمختګونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ټويټر ( ایکس) سپېس له لارې په يوه پیغام کې ویلي وو چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې ټول قانوني پړاونه بشپړ شوي او ډېر ژر به د دوی حقوق ورکړل شي.

افغان متقاعدینو څو څو ځلې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوی د حقوقو د نه ورکړې په اړه شکایتونه کړي او ان څو ځلې یې لاریونونه او اعتراضونه هم کړي، خو د طالبانو د حکومت له خوا د دوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG