د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د افغان متقاعدینو ستونزې؛ نعمان: طالبان دې زمونږ حقوق راکړي


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر متقاعدینو د اعتراض انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر متقاعدینو د اعتراض انځور

یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ ۱۵ میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د دوی حقوق نه دي ورکړل شوي.

د پخواني حکومت یو متقاعد کارکوونکی محمد نعمان دی.

هغه وايي، اقتصادي وضعیت یې تر دې بریده ښه نه دی چې نه شي کولای د راروان ژمي لپاره سونګ توکي واخلي.

د هغه په خبره، واړه ماشومان په کور کې لري او بې له سکرو او لرګیو د ژمې تېرول به ورته سخت وي.

دی د طالبانو له حکومت غواړي چې حقوق یې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: "دوه کاله وشول چې تقاعدي مې نه دی اخیستې. اوس له بېلابېلو ستونزو سره مخ یم، اقتصادي ستونزې لرم، روغتیايي ستونزې. اوس هوا هم سړه شوې ده. هیله ده چې زمونږ د حقوقو د راکولو برخې ته پاملرنه وشي."

یو بلی متقاعد کارکوونکی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، تقاعد د دوی حق دی او باید ورکړل شي.

هغه وویل: "مونږ شاوخوا څلوېښت کاله وطن ته خدمت کړی. په تېرو حکومتونو کې زمونږ د تقاعد حقوق په خپل وخت راکول کېدل، خو دا دوه کاله کېږي چې نه دي راکړل شوي. مونږ ډیرو ستونزو سره مخ یو، اوس د کور کرایه، خوړو ته پیسې او د سونګ توکو د رانیولو وس نه لرو."

د متقاعدینو ټولنه هم د دوی ستونزې تايیدوي.

د دغې ټولنې رییس افندي سنګر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د دوی هڅو په دې برخه کې کومه پایله نه ده ورکړې او متقاعدین په بد اقتصادي وضعیت کې دي.

سنګر وايي: "مونږ څو ځله خپل غږ پورته کړ چې د دوی حقوق باید ورکړل شي، دوی نور کار نه شی کولای. د دوی زامنو هم چې پخوا کارونه کول اوس په کور ناست دي. اوس دوی د خوړو لپاره څه نه لري، د کور کرایه او د ژمي لپاره سونګ توکي چې خپل کورنه ګرم کړي."

متقاعدین وايي، دوی له بېلابېلو قانوني لارو هڅه وکړه، لاریونونو او اعتراضونه یې وکړل خو هڅو یې نتیجه ورنه کړه.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنه ځواب نه کړه.

خو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر دولتي اژانس د حقمل له قوله لیکلي و چې د متقاعدینو د حقونو د ورکړې طرحه جوړه شوي او توشېح لپاره د طالبانو مشر ته استول شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال په افغانستان کې د متقاعدینو د کره شمېر په تر لاسه کولو بریالی نه شو، خو د تقاعدینو ټولنه وايي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د رسمي شمېرو له مخې د ملکي متقاعدینو شمېر ۹۲۲۵۴ او د پوځي هغو شمېر ۵۶۶۲۷ وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG