د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

متقاعد مأمورین وايي د تقاعد د خزینې ریاست‌يې کارونه تر میاشتو ځنډوي


سره له دې چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له تېرو دوو کلونو راهیسې د متقاعدینو د ستونزو د هواري خبره کوي، خو متقاعدین لا هم په دې برخه کې د پرتو ستونزو او ننګونو څخه شکایت کوي.

يو شمېر متقاعدین په نیوکو سره وايي چې د تقاعد د خزینې ریاست کارونه په ډېر خنډ او ځنډ سره پر مخ ځي چې له امله‌یې د متقاعدینو کارونه په میاشتو میاشتو ځنډېږي.

له دې ډلې دوو تنو متقاعدو مأمورینو ازادي راډيو ته وویل:

"نوم مې عبدالقیوم دی، دلته چې موږ راځو کله په يوه او کله په بله شعبه ګرځو خو ستونزه مو نه‌حلېږي، بس همدا خبره کوي چې نن راشه سبا راشه، زه په‎خپله ګوډ یم او تګ راتګ راته ډېر ستونزمن دی."

"نوم مې سید عباس دی، دلته چې راځو راته وايي چې ته لاړ شه بیا يوه میاشت وروسته راشه، همداسې دا درې څلور میاشتې کېږي چې زه ځم او راځم."

دا په داسې حال کې ده چې ډېری متقاعدین اړ دي چې د خپل تقاعد د چارو د خلاصولو لپاره کابل ته راشي.

دغه متقاعدین وايي، د تقاعد په ریاست کې له ستونزو سربېره دوی د لارې او د اوسېدو په برخه کې هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی له حکومته غواړي چې د يادې ستونزې د هواري لپاره جدي اقدامات وکړي څو هغه متقاعدین چې کلونه-کلونه‌يې د خپل وطن لپاره خدمت کړی خپل حقوق په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د متقاعدینو د ستونزو د هواري او د فساد د مخنیوي په هدف د تقاعد د پروسې د بایومټریک کولو خبره وکړه.

د تقاعد ریاست د خزینې رئیس ګل محمد منتظر بیا د تقاعد په پروسه کې د ځند او اوږدېدو لامل د تخصیص په وخت نه‌رسېدل او د بایومټریک وسایلو کمښت په ګوته کوي.

نوموړی وايي:

"دوه-درې عمده لاملونه دي چې دغه پروسه‌يې ستونزمنه کړې، لومړی د بایومټریک سیسټم دی چې موږ يو لک او لس زره کسان بایومټریک کوو، دویم دا چې موږ ۳۴ زره کسان له سره تثبیتوو او په دې اړه څېړنه کوو او درېیم د تخصیص ستونزه ده چې په وخت سره نه‌رسېږي."

خو د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د مالیې وزارت د متقاعدینو د تخصیص د ورکړې په برخه کې ستونزه نه‎لري او دوی په دې برخه کې په وخت سره اجرأت کړي دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

ښاغلي عبدالرحیمزي دا شان وویل چې که د تقاعد د خزینې ریاست په دې برخه کې د تخصیص له مشکل سره مخ وي، نو د مالیې وزارت ته دې مراجعه وکړي.

د افغانستان د تقاعد ریاست د معلوماتو له مخې د ټولو دولتي مأمورینو د تقاعد سن ۶۵ کاله او د خدمت موده ۴۰ کاله ده او هر دولتي مأمور د خپل خدمت په اندازه د تقاعد په نوم کلنی معاش ترلاسه کوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG