د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

نیویارک ټایمز: افغانستان کې ځنګه سړۍ جنرالي ترلاسه کوي؟


افغانستان ښايي خپلو لیکوته د کافي سرتېرو په جذبولو کې ستونزه ولري خو جنرالان پریمانه لري، نیویارک ټایمز ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې ليکي:

افغانستان په خپل تشکیل کې د جنرالۍ تر رتبې پورې نژدې زر پوځي افسران لري چې دا شمېره د امریکا د متحدوایالتونو په نسبت چې پوځ یې له دغه درې چنده لوی دی، زیاته شمېره ده.

د ورځپاڼې په وینا له دغه تشکیل بهرهېڅ څوک نه پوهېږي چې د جنرالانو شمېرپه دې هېواد کې څومره دی.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

د نوېو کسانو نومونه د جنرالانو په فهرست کې په داسې چټکۍ ور زیاتېږي چې د جګړې له واقعیتونو سره سرنه خوري، د جګړې هغه ډګر چې د افغانستان د ملي اردو، پولیسو او د استخباراتو درې نیم سوه زره کسیز ځواک پرله‎پسې خپل غړي او ترخپلې ولکې لاندې سیمې له لاسه ورکوي. د دغه بهیر خلاف بیا خلک ډېر کم تقاعد کېږي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د متحدو ایالتونو حکومت چې د افغان پوځ ډېرمسؤلیت ورله غاړې دی، نه شي کولای چې د جنرالانو شمېر کم کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټونکی جان سوپکو وایي، موږ نه پوهېږو چې څه شمېر سرتېرو او پولیسو ته تنخواوې ورکوو، په دې هم نه پوهېږو چې څو تنه جنرالان دي.

سوپکو وایي، دا د خواشینې خبره ده چې له پنځلسو کلونو وروسته دلته وضعیت دا ډول دی.

نیویارک ټایمز د سوپکو له خولې لیکې چې ویلي یې دي، جنرالي ښه رتبه ده کله چې هغه واخلئ له ډېرې ښې تنخوا او نورو امتیازاتو او تقاعد څخه برخمن کېږئ.

نیویارک ټایمز د دې پوښتنې له مطرح کولو سره چې ځنګه سړۍ جنرالي ترلاسه کوي؟ لیکي:

یو شمېر یې په پوځ کې د لسیزو سخت کار په نتیجه کې دغه رتبه ترلاسه کړې او په پرله‎پسې حکومتونو کې ژوندي پاتې شوي خو نور بیا له ډېرو اسانه لارو دغه منصب ته رسیدلي دي.

نیویارک ټایمز وړاندې د یوه مورد یادونه کوي او لیکي:

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو او د کمونیستي رژیم له نړېدو سره چې پرهېود انارشي حاکمه وه، په یوه شپه کې په سلګونو جنرالان وزېږېدل.

انټرنشنل بیزنس ټایمز:

انټرنشنل بېزنس ټایمز ورځپاڼې د طالبانو له لوري د یوې مور د اعدامېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې طالبانو په بادغیس ولایت کې یوه ښځه چې دوه ماشومان یې لرل، په دې خاطر په عام محضر کې اعدام کړل چې له خپل لومړي مېړه یې طلاق اخیستی او له بل سره یې واده کړی و.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ د بادغیس ولایت د آب کمر ولسوالي میده قُل کلي کې شوې ده او وسله‎والو طالبانو تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې مخکې په تېرو کلونو کې په ځلونو ښځې په ورته تورونو سنګسار کړي دي.

XS
SM
MD
LG