د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

"په افغان حکومت کې ځینې دولتي څوکۍ د شخصي ملکیتونو په څېر کاریږي"


خلک وايي، په افغان حکومت کې اوس هم ځینې دولتي څوکۍ د شخصي ملکیتونو په څېر کاریږي.

که څه هم حکومت له دې وړاندې ویلي چې ټولې مقررۍ باید د ازاد رقابت له لارې وشي او د دې لپاره یې د اداري اصلاحاتو کمیسیون او د سیمه ییزو ارګانونو اداره رامنځ ته کړې؛ خو خلک وایي، په ځینو ګمارنو کې اصول تر پښو لاندې کېږي.

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې اوس هم د حکومت په تشکیلاتو کې؛ داسې څوکۍ شته چې د شخصي ملکیت او جایداد په څېر کارول کېږي.

د حکومت په تشکیلاتو کې د دې ډول څوکیو بېلګې ډیرې دي؛ خو د خلکو له نظره پټې پاتې شوي دي.

د کونړ اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې داسې دولتي څوکۍ شته چې د هغې د مسوول د لېرې کېدو؛ تبدیلېدو او تقاعد وروسته، هماغه څوکۍ د هغه زوی یا ورور ته پاتې شوې ده.

د دې ولایت د مدني ټولنې غړي شعیب غروال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په کوړ کې داسې پُستونه شته، لکه د کونړ د سولې شورا چې پلار یې مړشو او پرځاې یې زوی راغی؛ په یوشمېر ولسواليو کې هم دا مثالونه شته چې پلرونه یې مړه شوي او پرځای یې زامن پر هماغو پستونو مقررشوی دي.

د کونړ د ګمرک ریيس دوه کاله مخکې تقاعد شو؛ پرځاې یې زوی راغی. سربیره پردې د عامې روغتیا رييس لاړ او پرځاې یې ورور مقررشو."

د زابل ولایت اوسیدونکی رحیم الله رحیمي وايي؛ په دې ولایت کې دولتي څوکۍ نه یوازې دا چې د قومونو په واک کې وي؛ بلکې، له پلار څخه زوی او له ورور څخه ورور ته هم پاتې شوي دي.

ده ازادي رادیو ته وویل:

د زابل په مرکزکې شته، په ځینو ریاستونو او ادارو کې داسې پستونه شته چې پلاریې ځنې لیرې شوی او په ځاې یې زوی یا وراره مقررشوی دی.

ځینې مدیریتونه هم شته چې ورور او وراره یې ورته معرفي کېږي. زه يې نومونه نه شم اخیستلای، خو په اطلاعاتو او فرهنګ او د کلیو د پراختیا په څانګو کې شته."

یوازې د زابل او کونړ ولایتونه نه دی چې ځینې دولتي څوکۍ په کې له پلاره زوی او یا له ورورڅخه ورورته لېږدېدلي؛ بلکې په بدخشان ولایت کې هم د دې ډول څوکیو بیلګې موجودې دي.

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا مرستیال ضیاء الدین واثق؛ سره له دې چې د دغو څوکیو د مسوولینو د نومونو له افشاء کولو یې ډډه وکړه؛ خو له ازادي راډیو سر ه یې په خبرو کې، له ستونزې انکار، ونه کړ:

"زه دا تاییدوم، په یو پست کې شل کاله کیږي چې یو کس په کې کار کوي؛ د نفوسو د احوال د ثبت په اداره کې شته او همدارنګه په ځینو نورو ادارو کې هم شته چې د خپلې کورنۍ غړي په کې مقرروي؛ دا نه یوازې په بدخشان، بلکې د هیواد په ټولو سیمو کې لیدل کیږي."

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون د دارالانشاء رييس سید ذبیح الله ساویز ازادي راډیو ته وویل، دا کمیسیون په یو زرو درې سوه دوه اتیایم لمریزکال کې جوړشوی او تراوسه شاوخوا دوه لکو دولتي کارکوونکو د دې کمیسیون د ازاد رقابت په اساس؛ د ارزونې قانونې پړاوونه تېر کړي او د دولت پر مختلفو څوکیو ګمارل شوي دي.

خلکو د دې ډول مقرریو بیلګې په کابل کې هم لیدلي دي.

کله چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته، د هغه زوی صلاح الدین رباني دې څوکۍ ته ونوموه؛ د یو شمېر خلکو له انتقادونو سره مخ شو.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، د ولایتونو د تشکیلاتو چارې د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو په خپلواکې ادارې پورې تړلي دي.

د دې ادارې چارواکي وايي، د سیمه ایزو ارګانونو مسوولین د اصلاحاتو د نوي ریفرم په اساس له ارزونې وروسته؛ پر پستونو ګمارل کیږي.

د دې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده ازادي راډیو ته وویل:

"د سیمه ییزو ارګانونو مستقله اداره په تشکیلاتو کې پر اصلاحاتو ا و د ریفرمونو په جوړولو کار کوي؛ ټولې مقررۍ چې کېږي، دا اداره یې څاري، که له خلکو سره اسناد وي موږ به یې تعقیب کړو. بیاهم موږ هڅه کوو چې د استخدام پروسه شفافه کړو."

سره له دې چې حکومت پر دولتي څوکیو د کارکوونکو د مقررولو لپاره؛ د ریفورمونو، ازاد رقابت او د ارزونې د پروسې خبرې کوي؛ خو خلک وايي چې په مقرریو کې واسطې، پیژند ګلوۍ، ژبني، قومي، سیمه ییزو او سیاسي ملحوظات هغه نیمګړتیاوې دي چې پر دولتي څوکیو یې د کارکوونکو د ګمارلو د پروسې شفافیت زیانمن کړی دی.

خو حکومت ژمنه کړې چې دا پروسه به شفافه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG