د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د افغانستان له دفاع وزارته د يو شمېر معلولو او متقاعدو منسوبینو غوښتنه!


د افغانستان د دفاع وزارت يو شمېر معلول او تقاعد شوي منسوبین له دغه وزارته غواړي چې حقوق یې ورته په میاشتني ډول ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت معلول او تقاعد شوي منسوبین وايي، که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د معلولو او متعاقدو سرتېرو حقوق په منظم ډول ورکړي، خو د دوی په خبره، د دفاع وزارت مسؤلینو تراوسه په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي کړي.

دوی چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسيېږي، د دوشنبې په ورځ د دفاع وزارت مخې ته اعتراض وکړ او له ياد وزارته یې د خپلو حقوقو غوښتنه وکړه.

دوو تنو معلولو سرتېرو احمد او جلال په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"هغه وخت چې موږ روغ وو، په میدان کې جنګېدو، خو اوس چې معلول شوي یوو او لاس او پښې مو له لاسه ورکړي، موږ ته په وخت سره معاش هم نه راکول کېږي، اوس چې موږ تقاعد شوي یوو، هغه نومرې چې باید موږ ته راکول شوې وای، هغه هم نه دي راکړل شوي."

"يوه شپږمه او بله شپږمه میاشت نیمايي معاش راکوي، موږ د دفاع له وزیر سره کېناستو، موږ سره یې ژمنه وکړه چې د معلولینو ستونزې حلوو، خو تراوسه د کوم معلول ستونزه نه ده هواره شوې."

دوی وايي، دلته له مختلفو ولایتونو راغلي او که یې ستونزو ته رسېدنه ونشي، په لاریون به لاس پورې کړي.

اعتراض کوونکي وايي، څه موده وړاندې ولسمشر دوی ارګ ته ورغوښتي وو او هغه وخت یې امنیتي او دفاعي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د نومرو د وېش په برخه کې اقدامات وکړي.

خو دوی وايي، د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسؤلینو دوی ته د حقونو د ورکړې په برخه کې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې معلول او تقاعد شوي سرتېري د دوی د حقونو د نه ورکړې له امله اعتراض کوي، بلکې دوه کاله وړاندې هم د دفاع وزارت يو شمېر متقاعدینو د يوې مظاهرې په ترڅ کې په دغه وزارت له دې امله انتقاد کړی و چې د معلولو او متقاعدو سرتېرو حقوق په وخت سره نه ورکوي.

خو په هغه وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت مسړلینو ویلي وو چې د معلولو او متقاعدو سرتېرو ستونزو ته رسېدنه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د متقاعدو سرتېرو د حقونو د ورکړې په برخه کې ځنډ مني، خو وايي:

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

"د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د دې چارې لپاره کمپیوټري سېستم پيل کړی دی چې ښايي له دې امله ځنډ راغلی وي، خو دا چې دوی د وطن او خلکو لپاره قرباني ورکړې، د قدر وړ ده او د دفاع وزیر تېره ورځ هم لارښوونه وکړه او سبا هم په دې اړه ناسته لرو او ډاډ ورکوو چې دغه مسئله به په جدي توګه څېړل کېږي."

د افغانستان دفاع وزارت په تېرو کلونو کې هم د هغو معلولو او متقاعدو سرتېرو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراض کړی و، خو دغه متقاعدین وايي، دغه ستونزه لا هم نه ده هواره شوې.

خو د افغانستان دفاع وزارت که څه هم وايي چې دغه بهیر لږ اوږد دی، خو يادې ستونزې ته د رسېدنې په برخه کې د جدي هڅو خبره کوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG