د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د تقاعد پیسې د ځینو کسانو لګښتونه نه پوره کوي


د متقاعدینو د ریاست مسول کسان وایي، چې له دوي سر یولک او دیرش زره متقاعدین ثبت دي، هغو متقاعدینو ته په دوامداره توګه تقاعد ورکول کیږي چې له لسو کلنو نه یې زیات وخت رسمي دنده سرته رسولې وي.

خو که چېرې له لسو کلنو نه یې کار کم کړی وي، هغوی ته یوازې یو څل د لس کلن معاش له محاسبې نه یې وروسته یو څه پیسې ورکول کیږي.

تقاعد معمولآ هغه کسان کوي چې د کار توان او انرژي نه لري، په دوی کې بیا اکثره داسې کسان وي چې که څومره هم سپین سري او د ډیر عمر وي، بیا هم د کورنۍ نفقه ور په غاړه وي، کومې پیسې چې د تقاعد په نوم ورکول کیږي د دوی لګښتونه نه پوره کوي.

د لغمان اوسیدونکی رحمان وایي، له هغه وخته چې تقاعد شوی ژوند ډیر ورته سخت شوي دی، ځکه اولادونه یې واړه دي، دی نه شي کولای چې د تقاعد په پیسو د هغوي ضرورت پوره کړي.

ځیني هغه کسان چې د کار توان لري له تقاعده وروسته بیا دا چې اقتصادي ستونزې لري ځان ته کار پیدا کوي، په دې ډول هم له په تنګ کیدلو نه خلاصیږي او هم پیسې ګټي.

د لوګر اوسیدونکی علم ګل وایي، چې اوس یې خپلې ډیرې ستونزې حل کړي.

د تقاعد د ریاست مسول کسان هم دا مني کومې پیسې چې دوی د تقاعد په نوم متقاعد ته ورکوي ډیرې کمي دي، خو دولت همدومره توان لري.

د پغمان اوسیدونکی داود ناظم هم وایي، چې په متقاعدینو کې داسې کسان ډیردي چې هغوی د کار کولو او پیسو ګټلو لپاره څوک نه لري، نو دولت خو باید دومره څه ورکړي چې ګذاره یې پرې وشي، ځکه هغوی خپله ټوله انرژې همدې دولت ته په خدمت کې مصرف کړې.


لیکونکې- فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:00 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG